په انسان کې د لا اله الا الله پلوشې

لا اله الا الله که په ساده ټکو معنی شی نو مطلب ېې ده چې د عبادت وړ هېڅوک نشته مګر یواځې یو خدای ده یا په نورو ټکو پرته له یواځې یو خدای (ج) څخه بل هېڅوک د عبادت وړ نشته.

که دا ټکی په دوه برخو ووېشو نو لمړی برخه ېې ده.
لا اله – یعنی بل هېڅوک د عبادت وړ نشته

دوهمه برخه ېې ده.
الا الله – یعنی د عبادت وړ یواځې یو الله ده.

د یادونې وړ ده چې د مومن کېدو لپاره دلته یواځې ددې کلمو ویل بس ندی بلکه د ویلو سره یوځای باید د زړه باور هم وی پدې معنی چې یو سړی هغه وخت مومن ګڼل کېږی چې په خوله پدې اقرار وکړی او په زړه کې پرې بشپړ باور ولری. (اقرار باالسان و تصدیق بالقلب)
لمړۍ برخه – لا اله یعنی د بنده ګۍ وړ هېڅوک نشته
که لمړۍ برخې ته ښه غور وکړو لمړی تر هرڅه دلته مومن د نورو خدایانو څخه انکار کوی.
په نورو خدایانو د باطل کرښه راکاږی.
دا ژمنه کوی چې د نورو خدایانو تر لارښودنو لاندې به ژوند نه تېروی.
دا چې د انسان فطرت داسې ده چې له باطل څخه کرکه کوی نو دلته هم د ټولو باطلو خدایانو او نظامونو څخه د مومن کرکه را پیدا کېږی.
د نورو خدایانو څخه خپله کرکه څرګندوی.
د نورو خدایانو څخه کرکه د هغوی د نظامونو څخه کرکه ده.

دا کرکه ددې لامل کېږی چې:
–          چې د یو خدای د نظام پرته د نورو نظامونو پلوی ونکړی.
–          کړه وړه ېې داسې شی چې د نورو نظامونو څخه پکې کرکه له ورایه ښکاری.
–          خپل شکل داسې نه جوړوی چې د نورو نظامونو، ټولنو او کلتورونو سره ورته والی ولری.
–          داسې جامه نه اغوندی چې د نورو ټولنو، نظامونو او کلتورونو استازی توب وکړی.
–          پدې ډول ېې بدن او دماغ د بېلابېلو نظامونو او سیستمونو یوه ګډوله نه وی.
–          یا په نورو ټکو داسې نه وی چې په خوله مسلمان وی، فکر ېې د روسانو وی، شکل ېې د انګرېزانو وی، جامه ېې د هندوانو وی، اقتصادی سیستم ېې د لوېدیځوالو او سیاسی سیستم ېې له له ختیځوالو څخه سرچینه اخلی……………..

هېره دې نه وی چې کله د یو انسان کړه وړه، شکل او جامه یوې ټولنې ته ورته وی نو پدې کې شک نشته چې نوموړی د هغې ټولنې سره مینه لری لدې کبله سړی وییلی شی چې که دا کلمه د نورو خدایانو، نظامونو او سیستمونو څخه د مسلمان کرکه را ونه پاروی او په کړو وړو، شکل، جامه او نورو عاداتو کې ېې بدلونونه رانشی وړای نو لاندې څو شونتیاوې له پامه نشی غورځېدلی.
–          ښایی چې نوموړی دا کلمه واېې خو په مطلب ېې نه پوهېږی.
–          ښایی چې د هغه په اند هغه یواځې ددې کلمې په وییلو مومن ده او لدې سره سم ژوند تېرول ورته اړین ندی.
–          ښایی چې هغه په زړه کې پرې یا هېڅ باور نلری او یا ېې نو باور دومره کمزوری ده چې دده کرکه ېې نده راپارولې او په ځان کې ېې د بدلون راوستلو وسه نلری.

دوهمه برخه – الاالله یا د عبادت وړ یواځې یو الله (ج) ده.
دلته انسان په زړه او په خوله دا اقرار کوی چې د بنده ګۍ وړ یواځې یو الله (ج) ده.
یواځې هغه حق ده.
یواځې د هغه نظام حق ده.
او د هغه د لارښودنو سره سم به ژوند تېروم.
دا چې له حق سره مینه د انسان په خټه کې ده، نو دلته هم د الله (ج) سره د انسان مینه راپارېږی.
د الهی نظام سره ېې مینه پیدا کېږی.
او همدا مینه ده چې مسلمان دې ته اړ کوی چې:
–          خپل ټول کړه وړه د الهی لارښودنو سره سم کړی او پدې ډول د الله پاک رضا لاس ته راوړی.
–          خپل شکل داسې جوړ کړی چې د الله پاک د امرونو اطاعت پکې له ورایه ښکاری.
–          داسې جامه واغوندی چې الله پاک ېې ورته لارښودنه کړې ده.
–          په الهی قانون ځان پوه کړی.
–          په الهی قانون عمل وکړی.
–          الهی قانون ته بلنه وکړی.
–          او د الهی قانون څخه دفاع وکړی.
–          په زړه پورې لا دا چې دا ټول په ډېره مینه کوی او هېڅ ډول ستړیا پکې نه احساسوی.
–          او همدا د رښتینې لا اله الا الله پلوشې دی چې په یو مسلمان کې را څرګندېږی.
په درناوی.

د حق دوست لیکنه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب