ښځې ته په کتلو را څخه اوبه وځي څه وکړم؟

پوښتنه:
دا پوښتنه د غسل د واجبیدو په هکله ده، ډیر زیات کلونه وشول او پداسی یو مصیبت کی راګیر یم چی نور یی د کتابونو په لوستلو او د جومات له امامانو نه په پوښتلو ستړې شوی یم هیله کوم چی زما مرسته وکړئ.
تاسو ته په ډاګه ده چی دلته په اوروپا کی ښځی اتیا په سلو کی بربنډی دي نو که سړې هر څومره کوښښ هم وکړي چی ښځو ته به نه ګوري، خو بیا هم د انسان سترګی ورباندې لګیږي، نو خاصتاً زه چی هسی می سترګی ورباندی ولګیږي نو تناسلي آله می په حرکت راشي او ترینه رڼې اوبه روانی وي چی البته خوند هم حس کوم اویا کله چی د جنسي اړیکو په خیال کی ډوب شم، له همداسی پیښی سره مخامخ کیږم.

اوس کله چی می د الله په فضل سره واده هم وکړ نو کله چی له خپلی میرمنی سره خبری کوم او یا ورته په مینه وګورم په همدغه مصیبت اخته کیږم، په الله قسم چی له ډاره خپلی ښځی ته هم سم نشم کتلی او په ډیرو ځان وینځلو ستړی شوی یم. او ددی سوال بل جز دا چی اکثره د سفر په وخت کی او یا هم د خوب نه د راپاڅیدو په وخت کی تناسلي آله می په خوځښت راشي او وروسته هماغسی رڼی اوبه یعنی بی رنګه اوبه ووځی کله له بولو د مخه او کله وروسته، آیا پدی حالاتو کی غسل واجتیږي. ستاسو څخه د یو ښه ځواب په هیله.

ځواب :
۱ – دشهوت په حالت کې خارجیدونکې اوبه یو مني دي او یوهم مذي او یو بل قسم چې له بولو نه وروسته خارجیږي هغې ته ودي وايي.

مني هغه اوبه دی چې په ټوپ او خوند سره خارج ، شهواني غریزه یې پرې اشباع شي او وروسته له هغې شهواني قوه تر یو وخته ختمه شي هغه اوبه غلیظې او ټینګې وي او یو خاص بوی لري  اکثره نارینه اوښځینه چې واده یې کړی هغه پیژني.

بل مذي چې کله دلمس یا کتلو یا فکر په حالت کې خارجیږي، رڼې اوبه وي ټینګې نه وی او دهغو په وتلو دانسان شهواني قوه نه ختمیږي او دا په نارینه کې یوه طبیعی خبره ده، نو په غالب ګمان ستاسې (داکثره خلکو په څیر) دمذي دخارجیدو ستونزه ده ، نو دمذي پر خارجیدو غسل نه شته ، روژه پرې نه ماتیږي او نه هم په حج کې کوم نقصان پیدا کوي ، سهل بن حنيف – رضي الله عنه – وايي چې : كنت ألقى من المذي شدة – أي كثرة – وكنت أكثر منه الاغتسال – لظنه أن ذلك واجبًا عليه – فسألت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقال: (إنما يجزيك من ذلك الوضوء). فقد عرفت إذن أنه يكفي فيه الوضوء ولا يجب فيه الاغتسال من الجنابة لأنه ليس المني الذي يوجب الغسل.

ژباړه : له مانه به ډیر مذي خارجیدل او به ما بیا ډیر غسلونه کول (پر دې ګمان چې لکه مني له دې هم غسل واجب دی) نو بیا ما له رسول الله پوښتنه وکړه ، هغه صلی الله علیه وسلم راته وویل : له دې (مذي) نه یوازي تاته اودس کول کفایت کوي، بیا زه پوهه شوم چې له مذي نه یوازې اودس کفایت کوي او دجنابت غسل پرې نشته ددې لپاره چې هغه مني نه دي پر کوم چې غسل واجبیږي.

نو له تاسې چې کله هم دا اوبه خارج شي، یوازې دلمانځه او نورو عباداتو لپاره اودس وکړئ، غسل پر تاسې نشته (ان شاء الله تعالی).

درییم الودي اوبه دي: چې له بولو (قضای حاجت) نه وړاندې یاوروسته بې له کوم خوند او ټوپ څخه خارجیږي چې هغه هم د بولو حکم لري او یوازې په اودس او استنجا سره پاکیږي او غسل پرې نشته.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب