د جنتي حورو او دنیوي مېرمنو تر منځ مهم توپیرونه!

د تفسیر په درس بوخت وم، د سورت بقرې آیتونه مې لوستل؛ تر دې پورې چې دې مبارک آیت ته ورسېدم په کوم کې چې لوی پروردګار (جلت عظمته) مونږ ته د جنتي مېرمنو او د هغوي د ځانګړتیاوو په اړه فرمايي: [وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ] (د َبقَرَې سُورَت 25 آیت).

ترجمه: او د (مؤمنانو لپاره) به په دغه جنت کې پاکې(سُتره) مېرمنې وي او دوي به په دغو (جنتونو) کې همېشه (او تلپاتې وي). ددې آیت د لوستلو وروسته مې په ذهن کې څو پوښتنې راولاړې شوی:

1: _ د دنیوي مېرمنو او جنتي حورو تر منځ مهم او د پام وړ فرقونه څه شی دي؟
_:2هغه نیمګړتیاوې او عیوب چې په دنیوي مېرمنو کې لیدل کیږي، آیا په جنتي حورو کې به هم شتون ولري؟
3: په عمومي توګه سره نارینه په مېرمنو کې کوم ډول خصلتونه زیات خوښوي؟ پدې اړه مې پلټنه وکړه او بیا مې د یو لړ معتبرو او باوري عربي ویب پاڼو څخه لنډ معلومات راجمع کړل، له بحث او لټون وروسته مې بیا پښتو ژبې ته راوژباړل کو م چې اوس ستاسې مخې ته پراته دي، په همدې هیله چې ستاسې د ټولو د پام وړ وګرځي.

درنو لوستونکو!
لوی څښتن تعالی د جنتي مېرمنو یو څه صفتونه مونږ ته بیان او څرګند کړيدي او څه نور یې همداسې پرې ایښي دي. تاسې له ماسره د پورتني مبارک آیت په اړه یو څو شېبې فکر وکړئ؛ او بیا له ځان څخه پوښتنه وکړئ چې: د جنتي مېرمنو لپاره ولې پدې مبارک آیت کې د مُطهَّرةٌ کلمه کارول شوېده او د طاهِرة کلمه د دوي لپاره نه ده کارول شوې؟

له لږ ځنډ وروسته به درته څرګنده شي چې د مُطهرةٌ کلمه د طاهِرةٌ د کلمې سره خورا تفاوت لري، په عربي ژبه کې د مُطهرةٌ په کلمه کې د طاهِرةٌ په نسبت زیات پاکوالي او نظافت ته اشاره شوېده او دا کلمه مونږ ته د دې ښودنه کوي چې جنتي پېغلې حوري به د دنیوي مېرمنو په نسبت زیاتې سپېڅلې او پاکې وي؛ ځکه پداسې پاک او مُعطر چاپېریال کې دوي ژوند ترسره کوي چې انساني عقل ورته په حیرت کې پرېوزي.

له دې وروسته په پورتني مبارک آیت کې د (لَهُمْ) کلمه د همدې معنا لري چې دا ښکلې او پېغلې حورې به د هر چا لپاره نه وي؛ بلکه دا به د نیکي کوونکو انسانانو، پر الله تعالی باندی د روغې عقیدې درلودونکو او د تقوی په لباس د مُلبّسو خلکو لپاره وي. دا حوري به د دومره تاندې(تر او تازه) وي چې ښکلا به یې په اننګو کې له ورایه ځلیږي. د جادوګرو سترګو درلودونکې دا مېرمنې به دومره حیاء ناکې وي چې د خپل خاوند پرته به بل چا ته نه ګوري او نه به هم بل چا ته اړتیا ولري.

همدا راز د ( فِیْها) کلمه مونږ ته بیا ددې ښودنه کوي چې د مؤمنانو لپاره به یو باغ نه؛ بلکه ګڼ شمېر سمسور او ښېرازه باغونه وي. د همدې آیت بله کلمه د أزواج کلمه ده چې د زوج جمع ده او د زیاتو مېرمنو معنا افاده کوي؛ نو له دې څخه مونږ ته دا څرګندیږي چې د جنتيانو (نارینه و) لپاره به د یوې پر ځای زیاتې مېرمنې ورپه برخه کیږي.

د جنتي حورو او دنیوي مېرمنو تر منځ مهم توپیرونه څه دي؟
اوس ددې لپاره چې اصلي خبره له مونږ څخه ونه عزیږي، را به شو خپلې اصلي موضوع ته چې د جنتي حورو او دنیوي مېرمنو تر منځ د مهمو توپیرونو په اړه ده؛ او له دې عنوان څخه زما هدف دادی چې: مونږ په زړه کې باید د جنتي حورو سره هم مینه وپالو او په ژوند کې د رښتیني تقوی لباس باید پر تن کړو تر څو د لوی پروردګار د دې لوی نعمت څخه هم برخمن شو.

لومړی توپیر: د ټولو ناوړه صفتونو څخه سپېڅلتیا:

جنتي حورې د الله تعالی(جلت عظمته) هغه سپېڅلې مخلوق دی چې د خورا ښو خصلتونو څخه به برخمنې وي؛ او په ظاهري او باطني ډول به د ټولو هغه ناوړه صفتونو او نیمګړیتاوو څخه کوم چې دنیوي مېرمنو کې شتون لري دوي به ترې پاکې وي؛ لکه: په ظاهري ډول به د حیض(میاشتینۍ بیماري) ، د نفاس، قضای حاجت، تشو بولو، بلغمو، منیو څخه پاکې وي. د دنیوي مېرمنو سره یې بل فرق داوې چې: د ملا درد، سر درد، غم او اندېښنو او د زېږون (اولاد راوړلو) د مرګوني دردونو څخه به دوي په امان کې وي، نه به ستړیا ویني او نه به هم خوله کیږي، نه به چېرته بدبختي او نه هم رنځ او بیمارۍ ویني، نه به مرګ وي او نه درد.

ددې ځانګړتیاو تر څنګ به په باطني ډول هم دا حورې به د ګناهونو، دوکې، درغلیو او داسې نورو ټولو هغو تقصیراتو څخه پاکې وي کومې چې په دنیوي مېرمنو کې شتون لري. سربېره پر دې د جنتي حورو نورې ځانګړتیاوې به دا وي چې: د هغوي پوزې به له ګندګیو، خولې به یې له لاړو او بدبوییو او دېته ورته نورو ټولو چټلیو څخه پاکې وي.

دویم : ډېرې زړه راښکونکې سترګې به لري:

د جنتي حورو بله ځانګړنه به دا وي چې: دوي به د زړه راښکونکو، سپینو او ښایسته سترګو درلرونکي وي چې ډېرې سپېڅلی به وي؛ ځکه چې دوي به پخپلو سترګو سره د خپلو خاوندانو پرته نور چاته نه وي کتلی. په سورة صافات کې قرآنکریم همدې خبرې ته په اشارې سره مونږ ته داسې لارښودنه کوي:[وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ، كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَّكْنُونٌ]. آیت 48/49 .

ترجمه: او ددې (مخلصینو بندګانو لپاره) به د ښکته اچوونکو سترګو(حوري) وي چې غټې سترګې به ولري (او له ډېر سپینوالي څخه به ) ددوي سترګې (د فیل مرغ) د هګیوپه څېر وي (کومې چې د فیل مرغ د وزرو او بڼکو لاندې) پټې ساتل شوي وي (او داسې خوندي به ساتل شوي وي چې نه به خلکو لیدلي وي او نه به حتی ګرد او غبار پرې چېرته ناست وي).

درېیم توپیر: د پاک وجود څښتنانې به وي:

تاسې به هم لیدلي وي چې په دُنیا کې یو لړ ارزښتمن څیزونه په رنګارنګ چوکاټونو او ارزښتمنو لوښو کې خوندي ساتل کیږي(لکه سره زر او سپین زر او داسې نور)؛ نو دا حوري به هم په ښکلا کې د ملغلرو، لعل، مرجان، الماسو او داسې نورو قیمتي ډبرو په څېر خوندي وي؛ او داسې ګومان به پرې کیږي چې دوي په پاکو او ارزښتمنو لوښو کې ساتل شويدي، ځکه چې د هیڅ پېري او بشر لاس به پرې نه وي لګېدلي.

جنتي حورې به هم له ظاهري او هم له باطني نجاستونو او ټولو رذیله اخلاقو څخه سپېڅلې وي. دا نیکي کوونکي کسان به په جنت کې د سیمین بدنه(نازک او سپین بدنه) مېرمنو سره ګډ ژوند کوي؛ او ددوي ژوند به هم تلپاتې ژوند وي چې جنت ته د ننوتلو وروسته به ترې بېرته شړل او رټل نه وي. ددې حورو وجود به دومره نازک او ښکلې وي چې د پښو د ښنګرو(ساقونو) هډوکي به یې د غوښو د پاسه له ورایه ښکاري(2).

څلورم توپیر: د غوره اخلاقو څښتنانې به وي:

دوي به د سپېڅلو اخلاقو څښتنانې وي او ټول هغه غوره مواصفات(خویونه) چې د یو نارینه خوښیږي په دې مېرمنو کې به موندل کیږي؛ لکه په عمومي توګه سره خاوندان له څو ډوله صفتونو سره خورا مینه پالي چې مونږ به یې دلته یادونه کوو:
1: خاوند له داسې مېرمنې سره مینه لري چې هغه خورا مینه پاله وي، تر څو د خاوند عاطفي لوږه له منځه یوسي.

2: په لږ څه باندې به قناعت لرونکي وي. 3: له غصې څخه کرکه ولري او د حمیده اخلاقو او غوره اخلاقو څښتننه وي تر څو د خاوند زړه ښکار کړي. 4: هغه مېرمن چې عمر او فکر یې د خاوند له فکر او عمر سره تقارب ولري(سره مساوي وي) او دواړه سره ګډ امتزاج ولري؛ نو دا ډول مېرمن خاوند ته ډېره ګرانه وي.

5: زړه سوانده وي او خواخوږي ولري. 6: خورا هوښیاره او ځیرکه وي. 7: دین دوسته او حیاء لرونکي وي او د بې دینۍ له ناوړه دودونو او د ټولنې له ناروا رسم و رواجونو، او د بې ګټو کلتوریزو خبرو پر وړاندې هیڅ پروا ونلري. 8: صابره او زغم لرونکې وي؛ او خپل خاوند ته په غصه او برندو سترګو سره ځواب ورکوونکي نه وي او هغه ته له زیانمنو خبرو کولو څخه ځان ساتونکي وي.

10: د خپل اولاد د سالمې پالنې او روزنې خیال او لېوالتیا ورسره وي؛ تر څو مُتمرد او بې لارې اولاد ټولنې ته وړاندې نه کړي. 11: دوکه بازه او دروغ ویونکي مېرمن نه وي، بلکه تل رښتیا ویونکي وي او له درغلیو، بدګمانیو او نورو اخلاقي انحرافاتو او رزالتونو څخه پاکه اوسپېڅلی وي.
جنتي حورې نه یواځې ددې پورتني خصلتونو؛ بلکه دې ته ورته د نورو د ډېرو غوره خصلتونو درلودونکی مخلوق دی. لوی څښتن تعالی مونږ ته د تېرو نعمتونو تر څنګ ددې آیت په پای کې د خپلې یوې بلې لورینې یادونه هم کوي او فرمايي چې:[وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ] سُورَت الْبَقَرَةِ 25 مبارک آیت.

ترجمه: او دوي(جنتیان) به پدې(جنت کې) تل تر تله وي. تاسې یوه شېبه فکر وکړئ؛ که چېرې ستاسې یو نژدې دوست تاسې ته مېلمستیا وکړي او بیا نو یو داسې باغ ته راوبولي چې راز راز خواړه او په زړه پورې مېوې ولري، یو طرف ته د شېدو ویالې او بل طرف ته د عسلو نهرونه او د ملغلرو او الماسو نه جوړ دېوالونه او مرمرینې ماڼۍ ولري؛ سمسور باغونه او د ژوند ټولې هوساینې، هم پکې شتون ولري؛ نو څه فکر کوئ چې تاسې هیله او تلوسه به څه وي؟

آیا ستاسې یوه غوښتنه به دا نه وي چې اۍ کاش! مونږ دلته همېش او د تل لپاره اوسېدلای او ددې نعمتونو څخه تل برخمن واي!!!!. نو لوی پروردګار هم زما او ستا لپاره همداسې یو کور(جنت) چمتو کړیدی او د جنت نوم یې پرې ايښې دی او دا جنت ستا لپاره آماه دی؛ نو اوس پوښتنه داده چې: آیا ته هم د جنت د دې نعمتونو لپاره آماده یې او د تقوی په ګاڼه دې ځان سمبال کړیدی؟ آیا د خپل پروردګار د خوشحالو لپاره کله هم د خپل نفس له ناروا غوښتنو څخه تېر شوی ېې؟؟؟؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((1 : سرچینه: د الوکه وېب پاڼه. د مقالې اصلي عنوان: تدبر: (ولهم فيها أزواج مطهرة وهم فيها خالدون) لیکنه: سعید مصطفی (دیاب).
(2): د أبو الحسن ابن الفقیه لیکنه / د )وصفِ جنت کتاب(/ 50 صفحه)

ترتیب او راټولونه: محمد خالد(ملکزی) 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب