د واده د مفهوم تفسیر
د واده د مفهوم تفسیر
لږ څه به د الله تعالی له دغه قول سره تم شو، فرمايي: وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[الروم:۲۱].
لومړی: د دې آیت په اړه د علماو تفسیرونه:
طبري رحمه الله په خپل کتاب[جامع البیان عن تاویل آی القرآن]کې وايي: د الله تعالی له حجتونو او دلایلو څخه دا دي چې دی په هغه څه چې وغواړي قادر او توانا دی، د ستاسې پلار آدم علیه السلام له نفسه یې میرمن ورته پیدا کړه چې سکون ومومي، دا چې الله تعالی حواء علیها السلام یې د آدم علیه السلام د پښتیوڅخه د یوې پښتۍ نه پیدا کړه، او ستاسې ترمنځ یې د مصاهرت زومتوب او خسرتوب اړیکي پیدا کړې چې په هغو تاسې خپلو کې مینه اومحبت کوئ او په خاطر یې له یو بل سره صله رحمي کوئ، او رحمت یې درته راواستوه چې تاسې پرې زړه سوی کوئ، نو په دې سره یو پر بل مهرباني او عطوفت کوئ، یقینا د دې کړنو په کولو خامخا عبرتونه او پندونه دي د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی له ټولو حجتونو او ادله و نه پند اخلي.
ابو الحسن ماوردي رحمه الله په خپل کتاب[ النکت والعیون] کې وايي: څلور قولونه دي:
لومړی یې: مودة : محبت او رحمت: شفقت دی.
دوهم:مودة: جماع یا کوروالی، او رحمت: اولاد دی.
درېیم: مودة: د مشرانو سره مینه او درناوی، او رحمت: په وړو ترحم او مهرباني.
څلورم: دا دواړه د میړه او میرمن ترمنځ تراحم او مهرباني ده.
ابن کثیر رحمه الله په خپل کتاب[تفسیر القرآن العظیم]کې وايي:د الله تعالی له آیاتو او نښانو څخه چې د ده په عظمت او پوره کامل قدرت دلالت کوي دا دي چې ستاسې له جنس څخه یې تاسې ته ښځینه پیدا کړې هغوی به ستاسې میرمنې وي؛ ترڅو وهغوی ته سکون او آرامتیا ومومئ، او که الله تعالی بنیادمان ټول نارینه ګرځولي وای او ښځینه یې له بل جنس نه ګرځولې وای، یا له جنیاتو څخه او یا له حیوان څخه، نو دغه ائتلاف،او مینه او جوړښت به د دوی او جوړو تر منځ نه ترلاسه کیده، بلکې د دوی ترمنځ به نفرت و که جوړې یې له بل جنس څخه وای، بیا په بنیادمانو د الله تعالی پوره رحمت دا دی چې د دوی جوړې یې د دوی له جنس نه ګرځولي دي، او د دوی او د هغوی ترمنځ یې مودت (محبت) او رحمت(زړه سوی او رافت)ګرځولی دی؛ ځکه چې سړی چې میرمن ساتي یا د هغې سره د مینې او محبت له کبله او یا په هغې د رحمت او زړه سوي له کبله چې له هغې نه اولاد وي، او یا هغه په نفقه اومصرف کې ده ته اړتیا لري، او یا د الفت او نورو له کبله دا کار کوي.
قوامت(سرپرستي) یا مدیریت
دوهم: دلته ښځه یو عزتمن انسان دی،او د دې او میړه ترمنځ یې مماثلت او برابري په خپل ځای ده، او د سړي لپاره په ښځه باندې دقوامت(سرپرستۍ) او مدیریت درجه شته وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[ البقرة: ۲۲۸]( د ښځو لپاره هم په معروفه توګه هماغسې حقوق دي لکه څنګه چې د نارینه ؤ پر هغو حقوق دي- البته نارینه پر هغو یوه درجه( فضیلت) لري).
له قوامت او مدیریت څخه مطلب د میړه له خوا د نورو د آراو د لغوه کولو په معنا نه ده، بلکې دا کټ مټ د ترافیکو د نښو او اشارو په څېر دی چې په سرک تګ راتګ پرته له دې چې توقف ورکړي تنظیموي یې، نو د سړي قوامت او مدیریت د ښځې رول له منځه نه وړي او نه د کورنۍ په جوړښت او سمون کې د هغې ګډون او مرسته ختموي.
درېیم: امنیت، سکون او استقرار دېته رسېږي چې اولادونه له هر هغه څه نه چې د دوی په وړاندې تهدید وي خلاصون پیدا کړي، او همداراز له هر انحراف څخه چې دوی له سمې لارې لرې کوي نجات ومومي، ځکه دوی په یوې داسې پاکې موسسې کې رالوییږي چې هیڅ غل او غش پکې نشته، حقوق پکې واضح او ښکاره دي او نښې پکې روښانه دي، هر فرد خپل مسئولیت ترسره کوي او پرده چې څه لازم وي ادا کوي یې؛«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»[ البخاري]( د تاسې هر یو راعي (شپونکی) دی او د تاسې هر یو د خپل رعیت په اړه مسئول یاست ).
قوامت او سرپرستي پکې ټاکل شوې ده، هر وګړی په هغه څه کې خوښ دی چې د ده لپاره دي پرته له دې چې په نورو تیری وشي او یا هغوی ته ټک او حد کښېږدي: الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا[النساء:۳۴](نارینه پر ښځو مسلط اداره چیان دي، له دې امله چې الله تعالی د هغو ځینو(نارینه و) ته پر ځینو نورو(ښځو) لوړتیا وربښلې ده، او له دې کبله چې نارینه خپل مالونه لګوي).
دا داسې ویشل شوې ځانګړنې او دندې دي چې په رباني عادلانه ویش شوی، چې نه پکې جور او ظلم شته بلکې پکې تکامل او تراحم دی.