د هډوکو ورستېدل
د وخت په تېرېدو سره زړې حجرې له منځه ځي او نوي حجرې يې ځای نيسي. په نتيجه کې نوي هډوکي جوړېږي.
د هډوکو د جوړېدو يوه دوره کابو له دوو څخه تر دريو مياشتو پوري وخت نيسی. تر پنځه ديرش کلنۍ پورې د هډوکو ماتېدل او بيرته جوړېدل سره مساوي وي.
خو وروسته ورو ورو د تخريب کچه لوړېږي.
دعمر په تېرېدو سره ډېری خلک پر ملا کړوپېږي. ځينې کسان فکر کوي چې دا د زړښت علامې دي، خوپه حقيقت کې د يوې ناروغۍ نښې دي.
دا ناروغي د ( اوستنو پروز ) په نامه يادېږي چې خلک يې د هډوکو د ورستېدو په نوم هم پېژني .
په دې حالت کې هډوکي نرم، وراسته اونازک کېږي چې، په يوه کوچنۍ ضربه هم ماتېدای شي.
داناروغي ډېر وخت د لاسونو بندونه، د ملا تير، د غاړي مرۍ او د ورانه هډوکي ترخپل اغېزلاندي راولي.
يوه ناروغه ميرمن چې خرما نوميږي وايي : (( هډوکې مې وراسته شوي او ډاکټر وايي داچی ستا مياشتنی عادت ژر قطع شوی ځکه ستا هډوکې وراسته شوي .
د هډوکو ورستېدل د عمر، جنس او نژاد په پرتله توپير سره لري.
په دې مانا چې په زړوخلکو کې دځوانانو په پرتله، په ښځوکې د نارينه وو په پرتله او په سپين پوستوکې د تورپوستو په مقايسه ډېره ليدل کېږي .
همداراز جنټيک، په وجود کې دکلسيمو کمښت، دجسمي کار لږوالی، دسګرېټو څکول او الکولو څښل يې عمده عوامل دي.
د څېړنو له مخې هر کال په نړۍ کې دهډوکو دماتېدو له امله، کابو يونيم ميليون پېښې را منځته کيږي.
ددې لپاره چې دوجود هډوکي مو وراسته نه شي نو د هر انسان ورځني خواړه بايد له ( ١٢٠٠ ) څخه تر( ١٥٠٠) ملي ګرامو پوري کلسيم ولري.
يوګيلاس خالص شيدې يا مستې د ( ٣٠٠ ) ملي ګرامو په اندازه کلسيم لري.
د روغتيايي کارپوهانو په وينا،د هډوکو د ورستېدو د مخنيوي لپاره بايد ډېرکلسيم واخيستل شي.
ياني داسي خواړه وخوړل شي چې کلسيم ولري، لکه شيدې، مستې، کوچ ، هګۍ، شنه سابه اوداسې نور. همداراز د ويټامين ( ډي ) او پروټينو اخيستل هم مهم دي.
ځکه د هډوکوپه جوړښت کې لومړی له پروټينوڅخه يو بافت ياجال جوړېږي چې وروسته همداجال له کلسيموڅخه ډکېږي.
کلک هډوکي ورڅخه جوړېږي اود ډي ويټامين بياد کلسيم په جذب کې ونډه لري.
ددې تر څنګ ځينې سپورټونه، لکه لامبو وهل، پر بايسکل سپرېدل، پلی ګرځېدل اوداسي نور هم ګټه لري . د قهوې له ډېرو څښلو اوسګرېټو څکولو څخه دي
ډاکترشعيب احمد حيدري