د هغه ذات ادرس
یو نېک او مالدار شخص خپله کیسه داسې لیکي، چې:
یوه ورځ زما زړه ډېر ناارامه او ناقراره شو، هر څومره مې چې کوښښ وکړ، چې زړه مې ارام او غم مې کم شي، خو ونه شو، آخر له خپله کوره را ووتلم او بې مقصده یوې خوا ته روان شوم، په همدې دوران کې د یو مسجد دروازې ته ورسېدم، ګورم چې مسجد خلاص دی، فکر مې وکړ، چې راځه یو څو رکعته نفلي لمونځ به وکړې، شاید چې زړه دې سپک شي.
مسجد ته چې داخل شوم، نو په یو داسې شخص مې نظر پرېوت، چې په سختې ژړا او فریاد سره یې له الله پاک څخه دعا غوښتله، یو څه چې نژدې ورغلم، نو پوه شم، چې بنده قرضدار دی، سلام مې پرې واچو او ستړمشي مو وکړه، د قرض په اړه مې چې ترې پوښتنه وکړه، نو ویې وویل، چې نن یې وروستۍ نېټه ده او له خپل مالک (الله تعالی) څخه یې غواړم.
له جېب څخه مې د هغه د قرض په اندازه روپۍ را وویستې او ورته مې ورکړې.
د هغه له سترګو اوښکې روانې شوې او زما د زړه ناقراري په سکون او راحت بدله شوه، بیا مې خپل کارت ورته ور وړاندې کړ، چې صیب! دا زما ادرس او د موبایل شمېره ده، هر کله چې مو اړتیا پيدا شو، نو راته زنګ ووهئ، خو هغه له لیدلو پرته کارت بېرته راکړ او راته یې وویل، چې:
نه، نه صاحبه! له ما سره د هغه ذات ادرس شته دی، کوم ذات چې ته دلته رالېږلی یې……. زه په جېب کې د کوم بل چا د ادرس په کېښودو سره هغه نه شم ناراضه کولی.
ژباړه: Abid Mohmand