هغه سکاټلنډی، چې د هېڅ مسلمان له ليدو پرته مسلمان شو

زه د منځني عمر یو سپین پوستی یم چې د اسلام دین مې پرته له دې چې کوم مسلمان مې ليدلی وي، ومانه او هغه داسې:
دا مهمه ده چې سړی په یاد ولري چې د قرآن او اصلي اسلام او په نړۍ کې دودیز عملي اسلام تر منځ ډېر توپیر وجود لري، کله چې مسلمان شوم نو له ۱۸ میاشتو وروسته جومات ته لاړم، هلته مي نور مسلمانان ولیدل او په ډاګه مې د دودیز مسلمان او اسلام تر منځ فرق تر سترګو شو.
دا څنګه کېدای شي چې د یو منځني عمر څښتن سکاټلنډی چې کله یې هم مسلمان نه دی لیدلی، په خپله د اسلام دین ومني؟
له دې ټولو سره د لومړي ځل لپاره ما د اذان غږ واورید او دا هغه وخت ؤ چې زه کله په رخصتیو کې ترکیې هیواد ته تللی وم او د بحر پر غاړه مې قدم واهه، دې غږ زما په زړه کې یو څه راویښ کړل او زه يي وهڅولم چې خپل روح وپلټم او په دې اړه معلومات تر لاسه کړم.
کله چې خپل کور انورنس سکاټلینډ ته راستون شوم ،یوه ځایي کتابتون ته ورغللم، يوه نسخه قرآن کریم مې واخیست او په مطالعه مې پیل وکړ، کله مې چې قرآن تلاوت کولو نو تل به مې له الله تعالی نه سؤال کولو چې هغې لاری ته مي سم کړي چې دحق لاره وي. سر په زنګون او ډېرې دعاګانې به مې کولې.
په رښتیا چې قرآن کریم ولړزولم او دا په رښتیا چې یو حیرانونکی کتاب دی چې کله ولوستل شي، ځکه چې تا ته ستا په اړه له تا نه هم زیات معلومات درکوي. نو ځیني شیان چې ما د خپل ځان په هکله ولیدل چې ما نه خوښول نو ما وغوښتل چې په خپل ځان کې بدلون راولم.
زه پوهیدلم چې زه د قرآن کریم لوستل ودرولی شم او دا جریان چې هر وخت وغواړم درولی یې شم، خو په دې هم پوهیدم چې په دې کار سره به ډېر څه له لاسه ورکړم. او زه په دې هم پوهیدلم چې که زه د قرآن کریم لوستلو ته دوام ورکړم پایله به يې دا وي چې زه به مسلمان شم.
ما د قرآن لوستلو ته دوام ورکړ او درې وخته به مي لوستلو او هڅه مې کوله چې یو د نیوکې ځای پکې پیدا کړم، خو ما هېڅ د نیوکې ځای ونه موند.
تر ټولو ستونزمنه برخه په دې لړ کې دا وه چې زه وېریدم چې زه به څوک شم؟ زه به یو پردی شم، مختلف لباس به اغوندم ، او د نورو پر وړاندی به له هغوی نه جلا خبرې کوم؟

زما کورنۍ زما ملګري او زما همکاران به زما په هکله څه فکر کوي؟ تر ټولو مهمه خبره دا چې زه به د خپل ځان په هکله څه فکر کوم؟ آیا زه به هغه څوک خوښوم چي زه خپله شم؟
ما به وخت پر دې تېرولو چې پر لیکه (آنلاین) څېړنې وکړم، د خلکو کیسې مې اورېدلې، څوک چي په خپلو تجربو پسې تللي، هېڅ شی داسی ما ونه لید چې ددی قانون سره برابر وي، البته د هر سړي د مسافرت لارې جلا وي خو دا غوره ده چې سړی پوه شي. په هر حال نور هم په همدې لارې مخ پر وړاندې تلم. په کومې چې روان وم په ډېر ساده ډول زه دغو سرچېنو ته وګرځیدلم، کله چې ما ولیدل چي زه به یو عجیب و غریب ولیدل شم او نا اشنا به یم و ډار شوم. آنلاین انترنټي (په لیکه) سرچېنې ډېرې غوره دي چې ته يې عربي کی پیداکړې چي څنګه په عربي ژبه کې لمونځ وکړې، قرآن پاک واورې او یا ترلاسه يې کړې چې یو څه اسلامي ساز واورې نو ما لپاره دا اسلامي میوزیک (ترانې) ډېر په زړه پورې لار وه چې یو څه ترې واخلم او ښايي بیا پري پیل وکړم.

اصلي او کلیدي خبره پدې ټولو کې دا وه چي ما د هر څه په هکله پوښتنه کوله لکه څرنګه چې یو دقیق دین ته په یو دیني بحث کي پوښتنو ته ضرورت وي ته پوښتنه کوې د هغه څه په هکله چې تا اوریدلي او یا لوستي دي.
که چېري یو څه تا ته سم او درست احساس نشي نو ستا لپاره دا یو څرګند شاخص او ځانګړنه ده چي دا شی د تا لپاره ندی، نو ته باید بیا په پاملرنې سره خپل ادراک، بصیرت او زړه نه واورې ، پدې جریان زما د کار کولو نږدي اتلس ۱۸ میاشتې ونیولې، ځیني خلک لږ وخت نیسي او ځیني خلک ډېر، خو ما دا ټول شیان په خپله کول او هېچا راسره مرسته نه ده کړې او تر دغه وخته مې هېڅ مسلمان هم نه ؤ لیدلی،ددغو اتلسو۱۸ میاشتو وروسته په هرحال ما خپل ځان مسلمان وګڼلو مابه په ورځ کې پنځه وخته لمونځ کولو، د رمضان روژه به مې نیوله او هغه څه به مې خوړل او څښل چي د قرآن کریم په تعلیماتو سره سم او هغه ته د منلو وړ ؤ .
بیا نو زه پوه شوم چې زموږ په ښارګوټي کي یو وړوکی مسجد شته نو په ناڅاپي توګه مخکې ورغلم او دروازه مې وټکوله او ځان مې ورته معرفي کړ،دوی له ډېرې خوښۍ څخه وارخطا او هیجاني وو چې د لومړي ځل لپاره یې زه ولیدلم او نه پوهیدل چې څه راسره وکړي خو بي لدی چې د مسجد ددروازو سره ما پیوست کړي او ګرمه ستړي مشي راته وکړي او د دوی د ټولنې سره مې یو ځای کړي، ما د اولې ورځی د پیل نه هر څه ورسره منلي او په هرحال اوس هم دهغې ټولنې همیشنی ملګری یم، البته زه اوس هم نورو اسلامي زده کړو ته اړتیا لرم چې باید زده یې کړم تر څو خپل ځان د اسلام په پوره چوکاټ کې داخل کړم.

اسلام څه شی دی؟ او ته څنګه د یو چا کلتور د هغه د دین څخه څخه جلا کولای شې؟ دا تر ټولو مهمه خبره ده چې ته هغه ته دا په ګوته کړې چي دا اسلام دی چې ته يې ومنې، نو د دنیا او آخرت نېکمرغي به تر لاسه کړې، او دا ورته واضحه کړې چې د اسلام دین ترټولو ادیانو او د نړۍ ترټولو کلتورونو غوره ده او د انسان سعادت په اسلام کې نغښتی دی، او ته به دا ښېګڼې هغه وخت ترلاسه کړې چې د قرآن پاک په لیکل شوو اصولو او مبادیو ته وفادار واوسې او د نبي کرام صلی الله علیه وسلم سنت خپله کړنلاره وګرځوې.
نو زه د منځني عمر یو سپین پوستی سکاټلیندي مسلمان یم او د اسلام په منلو سره سره ډېر زیات خوښ يم او اسلام زما تیاره ژوند روښانه کړ.

ژباړه: نعمتيار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب