لنډه کیسه څه شی دی؟

لنډه کیسه یا (short story) کومه چې غرب کې د لومړې ځل لپاره دود شوه،امریکایې لیکوال ( اډګار الن ) وه چې د لومړي ځل لپاره یې لنډه کیسه په کال ۱۸۴۲م کې ولیکله.

الن ته د لنډو کیسو د پلار لقب هم ورکړل شویو چې ګڼې لنډې کیسې لیکلې او ځانګړې وصول یې هم ورته ورکړل.الن د لنډې کیسې تعریف داسې کوي : لنډه کیسه هغه نثري داستان دی چې لنډ وي او له نیم ساعت څخه تر دوه ساعتونو پورې ختم شي.وروسته لنډه کیسه د اردو ادب ته وغزیده، په ۱۹۰۴ ــ۱۹۰۷م کلونو ترمنځ لنډه کیسه د اردو د ادب لیکوال ( پریم چند ) ولیکله.لومړې د انګریزي ادب څخه په تقلید اردو ادب ته او وروسته د اردو ادب څخه په تقلید دغه سلسله د پښتو ادب ته هم راورسیده.

د شلمې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې ( سید راحت زاخیلي ) لومړې لیکوال وو چې په ۱۹۱۷م کال کې د >> کونډې نجلۍ << په نوم لنډه کیسه ولیکله او د وخت په تیریدو بیا لنډو کیسو پرمختګ وکړ او ډیرو لیکوالانو بېلابېلې لنډې کیسې ولیکلې او ښه مینوال یې هم پیداکړل.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لنډه کیسه (پوهاند عبدالحی حبیبي) په کال ۱۳۱۵هـ کې ولیکله او لومړي لنډه کیسه یې د [طلوع افغان] په اخبار کې هم خپره کړه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب