د هارون رشید باچا وېره!
د هارون الرشید باچا نوم به تاسې هم اورېدلی وي، دلته د هغه رحمه الله یوه کیسه راخلو.
یوه ورځ یې له ابن سماک رحمه الله نومي عالم څخه د نصیحت کولو غوښتنه وکړه؛
نوموړي رحمه الله ورته وفرمایل:
اې هارونه! له الله ویره وکړه، چې هیڅ شریک یې نه شته، او په هغه کلک یقین وکړه چې سبا به خامخا د هغه لوري ته ورځې؛ هلته ستا به دوو ځایونو کې یو ځای خوښول دي. چې له دې دوو ځایو پرته بل هیڅ ځای نه شته؛ او هغه ځای یو “جنت” او بل “جهنم” دی.
په دې خبرو اورېدو سره هارون باچا دومره وژړل چې ږیره یې له اوښکو لمده شوه.
فضیل بن حاجب رحمه الله هم له دوی سره ناست و، دا حال یې چې ولیدی نو وویل:
سبحان الله! ایا د امیر المؤمنین هم جنت د تللو څه شک وشبه شته! ته خو د خدای حقونه ادا کوې، د هغه د بنده ګانو سره عدل او انصاف کوې؛ د دغه په بدل کې به “ان شاء الله” خامخا جنت ته ځې.
ابن سماک رحمه الله هارون باچا ته وویل:
امیر المؤمنین! په هغه ورځ به فضیل له تا سره نه وي. له همدې کبله له الله ویرېژه. او د خپل نفس دې پاملرنه کوه.
په دې خبرو سره هارون باچا بیا په زوره زوره وژړل.
ابن سماک رحمه الله ورنه روان شو.
دغو باچاهانو له علماوو سره مینه لرله، ځکه خو یې دنیوي او دیني کارونه سم ول.
الله دې موږ دې کړېدلي ولس ته هم ریښتنی او په دین مین باچا راکړي.
ماخذ: کتاب – تاریخ کے بکهرے موتی
عبدالبصیر حامد