د نوح علیه السلام نسب

نوح علیه السلام دلامک زوى دی، لامک متوشلخ زوى دی، متوشلخ داخنوع زوى دی يعني دادريس علیه السلام زوى دی، ادريس علیه السلام د نوح علیه السلام ور نېکه دی، د نوح علیه السلام نسب شيث علیه السلام ته رسيږي چي د آدم علیه السلام زوى دی. دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دمدې اندازه تر زرو کالو زياته ده، په تورات کي دغه مده (١٠٥٦) کاله ښودل سوې ده.
امام بخاري رحمة الله علیه  دابن عباس رضی الله تعالی عنه  څخه روايت کوي چي دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دوې پېړۍ فاصله موجوده وه او په دغه مده کي ټول خلګ مسلمانان ول.
ابن کثير په بداية والنهاية کي ليکي: که چيري دپېړۍ (قرن) څخه مراد زر کاله سي کوم چي دابن عباس رضی الله تعالی عنه  په روايت کي راغلي دي نو دغه مده دوه زرکاله کيږي خو داچي ابن عباس رضی الله تعالی عنه  خپل قول په دې سره مقيد کړى دی چي ددغه مدې ټول خلګ مسلمانان ول، د دې څرګندونه کوي چي ښايي دغه مده تردوه زره کاله زياته وي يوازي دوه زره کلونه دي دمسلمانانو پېروي، ځکه دابي امامة رضی الله تعالی عنه  په روايت کي راغلي دي چي دغه مده لس پېړۍ وه ، دغه حديث ابن حبان صحيح کړى دئ او داسي رانقل سوى دئ چي يو سړي درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي آدم علیه السلام نبي وو؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم په جواب کي ورته وويل: بلي ، هو نبي وو، بيا هغه سړي پوښتنه وکړه چي دنوح علیه السلام او آدم علیه السلام ترمنځ څومره فاصله وه؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم په جواب کي ورته وويل : لس پېړۍ وه.
ابن کثير زياتوي: چي دابن عباس رضی الله تعالی عنه  دغه حديث پر هغه مؤرخينو باندي رد دی چي وايي د آدم علیه السلام زامن قابيل اوهابيل آتش پرسته ول.[irp posts=”2000″ name=”د آدم علیه السلام پيدايښت او ژوند لیک”][irp][irp]

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب