د نفس د اصلاح کولو څلور طریقې

د نفس د اصلاح کولو لپاره دا لاندي څلور طریقې عملي کړۍ

۱: مشارطه:

یعني د خپل نفس سره شرط لګول چې«ګناه» نه کوم، هر سهار د د نفس سره شرط کېښودل شي چې نن به ټوله ورځ ګناه نه کوم.

۲:مراقبه:

د ځان سره فکر کول چې آیا ګناه خو به مې نه وي کړې؟ ټوله ورځ د ځان نګراني کول چې چیرته ګناه راڅخه ونه شي او پر هر قدم باید محتاط اوسي.

۳: محاسبه:

د ځان سره حساب کول چې څونه ګناهونه مې کړې دي او څومره نېکیانې مې کړې دي. ماخستن له پرېوتلو مخکې د ټولې ورځې نظر  اخیستل چې کوم او کوم کارونه مې د ګناه او غلط وکړل او کوم کارونه مې د ثواب او نیکۍ وکړل.

۴: مواخذه:

نفس چې د ورځې کوم ګناهونه کړي وي، پر هغو باندې سزا ورکول. دا رنګه چې د عبادت بوج پرې واچوئ څه چې مو کړي وي پر هغو باندې پر خپلو کړو باندې د پښېمانتیا تر څنګ استغفار ووایاست او پر ښو کارونو باندې د الله تعالی شکر ادا کړئ او د بیا بیا کولو توفیق ترې طلب کړئ.

الله دي موږ د ګناهونو له نجاست څخه وساتي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب