د اسلامي نکاح اهداف

  د عفت او عصمت حفاظت 

داسلام په نزد باندی دنکاح دټولو نه لوی مقصد دانسان دهغه فطری پاکدامنی اوپرده داری حفاظت کول دی کوم چه په هر انسان کې که نر وي اوکه ښځه په فطری ډول موجود وي . د همدی هدف د حفاظت لپاره اسلام زنا او دهغه اړوند ټول اسباب لکه بې حجابی ،بې حيايی ،دبې شرمۍ خبری او دنامحرم سره ګډون کول حرام ګرځولی . سړی اوښځه يې دواړه مجبورکړي چه هغوی دواړه دی ديوی داسې رابطی په ذريعه سره خپل فطری تعلق قائم کړی چه دهغی په ذريعه سره دهغوی عصمت دزيانمن کيدو پرځای محفوظ شي . قوله تعالی : فأانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلاَ مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ (النساء ۲۵ ). تاسی د دوی د ذمه دارو مشرانو په اجازت سره د دوی سره نکاح کوي اود طاقت مطابق د دوی مهر ادا کوی هغه دي پابندی شوی او پاکدامنه اوسيږي – په ښکاره يا پټه سره دی شهوت رانی نه کوي .

  الفت اومحبت

دنکاح دوهم هدف دخاوند اوبی بی تر منځ محبت دی داسې نه چه دښځی اوميړه تعلق صرف دنفسانی خواهش پوره کولو لپاره وي بلکی داتعلق د دوی دمحبت اودوستۍ يو مظبوط بنياد ثابت شي چه ددی پواسطه سره د دواړو آرام اوخوشحالی حاصله شي او ديواوبل تسل وګرځی دالومړی تهداب دی چه ورسته به همدا ميړه اوښځه مور اوپلار ګرځی او د اولاد روزنه به کوي . قوله تعالی : وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً (الروم ۲۱ ) .اودهغه به نښو کې يوه داهم ده چه هغه ستاسو دجنس نه ستاسو جوړی پيداکړی دي دپاره ددی چه تاسې دهغی سره آرام حاصل کړی اوهغه ستاسو په مينځ کښی الفت اومحبت پيدا کړي . هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ (البقره ۱۸۷ ). هغه ستاسو لپاره جامه ده او تاسی دهغوی دپاره .

 د الله د حدودو قيام

دنکاح دريم هدف دادی چه داتعلق دخدای تعالی دمقرر کړو حدودو دقائم ساتلو سبب جوړشي . أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ (البقره ۲۳۰ ) چه دا دواړه د الله تعالی حدود قائم وساتلی شي . دنکاح او طلاقو داحکاموبيانولو نه پس ويل شوي دي : وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (البقره ۲۲۹ ) کوم خلک چه دالله تعالی دقائم کړو حدودو نه تجاوز وکړی دغه ظالمان دي . ددی وجه نه د مسلمانانو نکاح دکافرانو سره حرام ګرځول شوي ده چه دکافرانو نه دالله تعالی دحدودو دقائم ساتلو توقع نشی کيدای . لکه څنګه چه د مشرک اومشرکی سره نکاح کول حرام دي دشريعت د حکم له مخی که څه هم چه تاسو ته ښه ښکاری خو بيا هم د دوی سره نکاح مه کوي ځکه چه : أُوْلَـئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ (البقره ۲۲۱ ). داخلک تاسې د دوزخ طرف ته بيائی اوخدای پاک پخپل حکم سره تاسی دجنت اوپخښنی طرف ته بولی .

  ټولنه پاک ساتل

د نکاح څلورم هدف ټولنی ته پاک نسل وړاندی کول دی . داسې نسل چه پوره پته لرونکی به وي مور اوپلار به يې معلوم وي د اصلاح او نصيحت مرجع لرونکی به وي .

 حمدالله شاکری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب