رشوت يا بډي خوړل | ګناهونه

رشوت يا بډي خوړل:

قوله تعالى (وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (188))

ژباړه، مه خوری تاسو مالونه خپل په منځونو ستاسو کې په ناحقه اوناروا سره، او مه رسوي دا مالونه خپل تر حاكمانو پوري لپاره ددي چې واخلي په دي رسولو سره دمال حاكمانو ته حق دبل چې وخوري  يوټولی له تاسوڅخه ځيني حصي دمالونو دخلكو په ناحقه سره، په داسي حال کې چې تاسو په دې ناروااوناحقه دعوا سرهښه پوهيږی چې دا ظلم دی، ددي مبارك ايت په تفيير کې مفسرين ډير هغه شيان شاملوي چې باطل وي لكه غلا، قمار، خيانت، دوكه ، ټګي، غصب، رشوت، اوناروا بيعه، همدارنګه ناحقه دعوه ده چېسړیدهغي په ناحقيقت اوناروا سره عالم اوپوی وي په دي سره ښه پوهيږي چې داخوزما حق نه دی بيا هم قضيه استناف ،مرافعي او تميز ته پورته كوي، قوي خلك  اولوړ مقامات واوسطه جوړه وي،حاكمانواوقاضيانوته رشوت  اوبډي وركوي، كه څه هم دغهسړیظالم، حرام خوړنكي او مردارخور په دي سره بريالي سي چې دقاضي په ناروااويادټګی اوبرګی په حكم سره يي وګټي، خو دقاضي په حكم سره دغه ظالم ته چې په خپل بطلان سره ښه پوهيږي دبل حق جائزندی ځکه دقاضي په حکم سره که څه هم نزاع پای ته رسيږي مګرنه حلال حراميږي او نه حرام حلاليږي بيله دعوي دزوجينوسره چې استثنائي بڼه لري، په نفس الامركښي حلال او حرام دواړه په خپل ځای ولاړ دي، خو دلته به موږ درشوت اوبډو اړخ  راواخلو چېسړیدپيسو په زور او رشوت سره ناروااوباطله  دعوي ګټي.

{ عن عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما قال لعن رسول الله (صل الله عليه وسلم) الراشي والمرتشي } رواه ابو داود و الترمذي، وابن ماجه قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) لعنة الله على الراشي والمرتشي، هكذا ابن حبان، وعن عمرو بن العاص (رضي الله عنه) قال سمعت رسول الله (صل الله عليه وسلم) يقول ما من قوم يظهر  فيهم الربا الا اخذوا بالسنة وما من قوم يظهر فيهم الرشوه الا اخذوا بالرعب، } رواه احمد وعن ثوبان (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) الراشي والمرتشي والرائش ، يعني الذي يسعى بينهما} رواه احمد والبزار والطبراني.

دحضرت عبدالله بن عمر (رضي الله عنهما) څخه روايت دی هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) لعنت ووايه پر رشوت وركونكي او پر رشوت اخستونكي دواړو باندي، په دويم حديث  کې سفير اوساعي هم پكښي شاملوي هغه نفر چې ددوی دوو په منځ کې ګرځي او راګرځي په يوه بل حديث كي، حضرت عمرو بن عاص (رضي الله عنه) روايت كوي هغه وايي چې خيرالناس (صل الله عليه وسلم) فرمايلي دي او ما دهغه دمباركي خولي څخه پخپله واوريدل، چېنستهيو قوم چې په هغه کې سود خوري عامه اوښكاره سي، مګر الله جل جلاله دغه قوم په قحط سالي اونيستيسره اخته کوي، اونسته  يوقوم چې په هغه کې رشوت خوړل عام اوښكاره سي، مګر الله (جل جلاله) به هغه قوم په رعب او ويره سره ونيسي، داسي ډير حديثونه دحديثو په مباركو كتابونو کې سته او ډير راځي چې دلعنت په ويلو سره په رشوت خوړونكي، وركونكي اوددوی په منځ کې تلونكي باندي مكرر راغلي دي، چې درشوت بد والی ثابتوي، رشوت په حقيقت کې دعدل او قضا لپاره لوی خنډ دی، كه قاضي او مادون دهغه اونور حكام درشوت  دخوړلو سره عادي سي، نومعلومه خبره ده چي دخلكو فيصلي به دحق او عدل په مطابقت سره  هيڅ کله هم نه کيږي، هم دا ددي سبب کيږي چې خلك ديوه او بل مال درشوت په زور سره وخوري، په تير ايت مبارك  کې هم دې فعل ته الله پاک ظلم او فاعلينو ته يي ظالمان ويلي دي، اوس چې زموږ په په ټولنه يا جامعه کې رشوت دپاکستان په څير عادي ګرځيدليدی او ډير قاضيان او نور حكام رشوت خوړل دځانونو لپاره مسلٌم حق بولي، درشوت په نه وركولو سره دسړی حقه اورښتونی حق تلفيږي الله (جل جلاله) دي رحم وکړي چې الله پاک به موږ ته څه پيښوي او څنګه رعب  اوبيره به راباندي سر راپورته كوي، اوس درسول الله دمبارکې خولي حديثونه څومرهښه صادق هغه داچې که په يوه قوم کې رشوت عام سي الله (جل جلاله) هغه قوم په رعب اوبيره باندي نيسي وهم او ترس به پكښي جرړي وکړي، دصحابه كرامو(رضي الله عنه) او داسلام په اول وخت کې به صحابه څومره دلاوره اوشجاع وه، دكفارو سره به مخامخ په توروجنګيدله اوويره به يې په زړه کې نه وه، يو صحابي(رضي الله عنه) مبارك به دلسو كفارو سره جنګيدی په همدې توګه يې داسلام مبارك دين په سالمه توګه تر موږ پوري په خپلومباركووينوراورساوه، اّه؟؟ اوس دالله (جل جلاله)دمنكراتو په اعتياد کې مونإ كومي درجي ته راورسيدواوكومي درجي به لارواني وې اولداچې په خپل كور کې كفار راباندي  مسلط دې اوخپل حاكميت راباندې كوي ،هغوی موبيله قضااوقانونه وژني،هغوی موبيله موجه دليله بنديان كوي ،هغوی دعزب خلک بي عزته کوي او لڅه وي، هغوی مو په عزت تيری كوي،هغوی خپل دخوښي ارذل ګوډاګيان په زورراندې راباندې اوتحميل اوتپي داچې  نوربه لاڅه راباندېکيږي والله اعلم خوښکاره يواسفل السافلين پاتي دي اوبس، دنيا مخته روانه او موږ په څټ اوشاته ور ګرځو الله پاک دي راباندي خپل رحم وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب