د نظام دننه پنځم ستون په څه معنی؟

مخکی لدی چی د افغان حکومتو په داخل کی د پنځم ستون په مورد کی خپل برداشت ولیکم لازم بولم چی د پنځم ستون تعریف او تاریخی پسمنظر باندی ړنا واچوم !

پنځم ستون تعریف:

هغه ورانکاری او خاینې ډلی ،احزاب او خلک چې د هیواد د دښمنانو په ګټه د نظام له دننه نظام تخریبوي او یا
د مخفي اجنټانو هغه ورانکاره ډله چې هڅه کوې د یوه ملت ملي یووالی او پیوستون له هرې ممکنې لارې او موجودو اختیاراتو او امکاناتو څّخه په استفادې سره ضعیف او زیانمن کړي.

اویا هم هغه ورانکاره تنظیم او ډله چې فعالیت په خپل هیواد کې کوي خو د هیواد او نظام له منابعو څخه په استفادې د بهرني دښمن لپاره په مخفي ډول د سیاسي استعمار او اهدافو لپاره زمینه برابروي. یعني د نظام په منځ کې د نظام دښمنه ډله.

تاریخي پسمنظر :

په تاریخي لحاظ د پنځم ستون اصطلاح اصلاً د 1936 او 1939 کلونو تر منځ د هسپانیا د کورني جنګ په وخت کې د نیشنلیست جنرال “ایملیو مولا وایدل” لخوا کارول شوې ده چې د هغه د پوځ څلور ستني یا لښکری د مادرید په لور وخوځیدې او جنرال د مادرید د ملیشو په منځ کې د ده د پوځ ملاتړي د پنځم ستون یا 5th Column په نوم یاد کړل.

پنځم ستون د افغانستانو دحکومتو د ننه:

پنځم ستون د افغانستانو په حکومتو کی کومه نوي ډله نده او نوي لوبه هم نده د تیمورشاه دراني څخه نیولي تر نن پوری مختلفو ډلو اوافرادو خپل تخریبي رول لوبولي او لا هم دا سلسله جاري ده چي په مختصر ډول له امیر امان الله خان له پاچاهي څخه به شروع کړم
۱-د شاه امان الله خان په وخت کی ددیوبندي مولویانو ، حضرتانو او په دربار کی خودخواه اومفسدو درباریانو د شاه دسقوط زمینه د نظام له دننه مساعده کړه غل او قطاع طریق یی دشاهی په ګدي سپور کړ.

۲- دظاهرشاه په وخت کی هغه متملقو درباریانو او دک ج ب اجینتانو دشاه او د اکا دزامنو ترمابین حالات داسی ترینګلي کړل چی متفق او متحد ال یحیی یی د تل لپاره دتاریخ دکتابو فصلونه کړل .

۳-دسردار محمد داودخان درژیم هم د ک ج ب د پنځم ستون په وسیله ختم شو .د سردار داود خان په نظام د ک ج ب مخفی غړی حسن شرق وو چی پخپله خوله اعتراف کا چی داکتر نجیب ته می وویل چی روسانو ته زه تر تاسو دیر منلی یم او دا رښتیا هم ده کوم خدمتونه چی شرق روسانو ته کړی ح د خ ا ،ندی کړی کله چی شهید موسی شفیق د افغانستان دیپلوماسی د غربی ملکو په لور متمایله کړه د اسلامی هیوادونو سره یی هر اړخیزی همکاری ته زمینه برابره کړه د ایران سره د اوبو د ویش مشکل حل شو او داسی هم ارویدل شوی چی د پاکستان سره هم د مشکلاتو د حل لپاره پلان ترتیب شوی وو داانکشافات او تغیرات روسانو داسی تعبیر کول چی ګنی افغانستان ددوی له مدار څخه په وتو دی نو دوی خپل کار کشته زیرک او وفادار جاسوس ته وظیفه ورکړه چی د ال یحیی د سلطنت په تابوت اخری میخ ووهی خو دا میخ باید د خاندان دداسی یو غړي په لاس ووهل شی چی په خلکو کی پیژندل شوی څيره وی تر څو له ولسی پاڅون سره مخ نشی نو ددی کار لپاره سردار داود خان بهترین بدیل وو او حسن شرق چون دیر نیږدی او اعتباری کس وو داود خان ته ،نو داود خان دی کار ته دحسن شرق لخوا په خورا مهارت تشویق شو او متباقی کارونه حسن شرق د روسانو د سفارت په مرسته مخ ته وړل تر هغه چی په ۲۶ د چنګاښ دا میخ د سلطنت په تابوت داود خان وټکاو .

د چنګاښ کودتاه دا هر څه بدل کړل روس دوستانو لکه حسن شرق او پرچمیانو په اول کی هغه کسان له صحنه لری کرل چی سردار ته خورا نیږدی وو لکه جنرال مستغنی ، جنرال عبدالرزاق خان ، جنرال خان محمد خان او میوند وال په دوهم قدم کی هغه ځوانان چی د نوی د زندان څخه را خلاص شوی وو چون په اینده کی د روسانو داهدافو لپاره بالقوه خطر بلل کیدل سردار داود خان ته داسی معرفی شول چی د نظام اصلی او اساسی مخالفین همدا دی ,که چاره یی و نشی ممکن نظام ړنګ او د قدرت واګی په لاس کی واخلی سردار هم سوټي پسی راواخیست هر چا چی به جماعت لمونځ کا سپین خولی یی په سر وو دپرچمیانو لخوا دشرق په مستقیم دستور زندان ته اچول کیدل او یو تعداد پاکستان ته وتښتیدل دغه ځای دی چی پاکستان ته خدای ورکړه د ځوانانو د مجبوریت او احساساتو یی پخپله نفع استفاده وکړه خو وروسته له دری نیمو کالو خاصتا” پس د شوروی له سفر څخه ټول هغه اټکلونو سردار داود خان ته په یوه حقیقت بدل شو او د روسانو او د پنځم ستون په کارونه یی سر خلاص شو کلي تغیرات یی راوستل خو د پنځم ستون په مشر یعنی حسن شرق یی بیا هم رحم وکړ په جاپان کی یی سفیر کړ دا نور پاتی شونی یی هم یا سفیران کرل او یا یی هم له ځانه لری کړل د شهید موسی شفیق پالیسی ته یی مخه کړه د اسلامی ملکو سره دوستی او د ګاونډیو سره د مشکلاتو سولییز حل یی د خپلی بهرنی پالیسی جز وګرځول مثبتی لاسته راوړنی یی هم درلودی او هغه کسانو چی ورته دښمنان معرفی شوی وو د پاکستان په سفر کی یی د بوتو د هغه خوش باشی پیشنهاد چی مخالفین به دی همدا اوس درسره ولیګم خو سردار داود خان د یوه پاخه سیاستمدار او یوه معنوی پلار په شکل هغوی د افغانستان بچیان وبلل او دا یی هم ویلی وو جی دوی د محبوریت په اساس تاسو ته راغلی چی حالات ښه شی پخپله به راشی پدی کار یی نه ځان د بوتو مرهون او منندوی کړ له بلخوا یی ځوانانو ته هم پیغام ورکړ چی خپل وطن ته راشی په امن کی ژوند وکړی خو متاسفانه دا تلاشونه نیمګړی پاتی شول او حتی د سردار داودخان او فامیل په شهادت منجر شول خو جناب حسن شرق نتنها کوم زیان ونه لید بلکه د سفارت او صدارت په کرسیو ونازول شو خو تر نن پوری خپل افغان دښمنه زهریات یا د کتابو او مقالو په بڼه او یا هم د مصاحبو او خصوصی ملاقاتو په شکل شني . د همدی ستون پاتی شونيو په مختلفو بڼو تر نن پوری خپل تخریبي رول ته دوام ورکوي .

۴-په خلقي نظام کی دا رول د پخوا په څیر پرچمیانو د ببرک کارمل په مشری تر هغه مخ ته یوړ چی تره کی یی په شاګرد وفادار حفیظ الله امین خفک کړ او حفیظ الله امین یی په ورور او لوي شمالي ګاونډي ستي کړ.

۵-ببرک کارمل چی د پنځم ستون باتجربه جاسوس وو چی دظاهر شاه له وخت څخه رانیولی تر مرګ پوری یی خپل رول په نه ستړيکدونکي شکل لوبولي.

۶-دداکتر نجیب په وخت کی بیا هم پنځم ستون په مستقیم شکل دکارمل په مشري په مخفي او علنی شکل یی فعالیت کا :
الف: مخفي فعالیت دخلقیانو او داکتر نجیب طرفدارو پرچمیانو ترمابین ناندری چی داکتر نجیب یی دخلقیانو په ضد کودتاه ته تشویق کړ چی بلاخره پرچمي داکتر نجیب په خلقي شاه نواز تڼي کودتاه وکړه پدی شکل دکارمل اصلي دشمنان خلقیان په نظام کی ختم شول او د روسانو لپاره هم چون درد سر وو باید له صحنه موقتا” وتلی وی .
ب: داکترنجیب هم دکارملیانو د پنځم ستون په لومه کی ونیښت هغه داسی چی داکتر نجیب ریس دحکومت وو خو دآردو خودمختار کارملي پرچمیان چی پکی جنرالان لکه نبی عظیمی او نورالحق علومی په راس کی ول په اردو کی خپل تخریبی کارونه کول اوبهرني سیاست هم عملا”دکارملی وکیل په لاس کی وو چی په نتیجه کی دبینن سیوان په هڅو موءقت حکومت او کابینه چی د مجاهدینو ټولو تنظیمو په شمول د حزب اسلامی ورباندی موافقه کړي وه ناکام او طرحه د موقت حکومت د ببنن سوان په بکس کی پاتی شو او دتکنوترانو دریشي او نکتایی هم په الماریو کی پاتی شوی .

۷-دمجاهدینو ترنمنځ هم یو پنځم ستون نه بلکی څو پنځم ستونونو موجود وو خو دوه یی دموجوده ستونځو عاملین دی :
الف: حضرت صبغت الله مجددی چی په تاریخي لحاظ له غور نیکه څخه یی رانیولي بیا تر خپله حضرت مجددي د پنځم ستون رول لوبوي د بینن سوان د موءقت او بی طرفه حکومت په ناکامي کی یی د کارملیانو ، جمعیتیانو او دنظار له ډلګي سره یی په شریکه خپل کرغیړن رول یوځل بیا تکرار کړ لکه څنګه چی یی پلار په اول سقاوي کی ادا کړي وو نو صبغت الله مجددي په دوهم سقاوي کی دا رول ادا او دافغانستان زړه کابل یی د اور لمبو او دوینو ویالو ته برابر کړ او د کابلیانو سر ، مال او ناموس یی په دوهم سقاو نامسعود او ګلیم جم دوستم پایمال کړل.
ب-دمجاهدینو ترمابین بل پنځم ستون جمعیت اسلامی په راس کی یی شورا د نظار چی په خورا بی شرمي اوزیرکي یی د جهاد، هجرت او ازادي قهرمان ملت یی ذلیل خوار او ګدایی ګر کړ په مختصر ډول دربانی رول دمجاهدینو د مشرانو ترمابین داختلاف اچول او د مجاهدینو ترنمنځ د قومي سمتي او ژبني تعصبونه پارول وو چی بهترین نمونه یی داستاد فرید هڅول تاجکي تعصب ته وو چی زه کټ مټ د رباني خبری نقلوم ”

استاد محترم فرید در تاریخ اینطور چانسها به اقلیتها کمتر دست می دهد که قدرت رابدست ګیرند خداوند این موهبت الهی را نصیب ما کرده با همسنګران هم قوم و هم زبان تان یکجاشوید تا بتوانم مسیر تاریخ را به نفع خود تغیر دهیم .”خو استاد فرید فی المجلس درباني فاشیستي مفکوره ورردکړي وه الله ج د ورنه راضي شي .
او د نظار شورا خاصتا” د مسعود وظیفه دمجاهدینو پرضد دروسانو او دکابل حکومت سره په شریک نظامی عملیات او دسالنګ په شاهراه کی دروسي او حکومتي اکمالاتی قطارو امنیت ساتل وو.

دطالبانو په نسکوریدو دامریکا اوناټو په حمایت پنځم ستون دقدرت په اهرام بدل شول خو دخپل منفي عادت نه لاس په سر نه شول هم د نظام دننه غوا لوشي او هم داضافي امتیازاتو داخیستو په خاطر دنظام پر ضد دی خو دترمپ په راتګ ددوي په خیټه کی هم کرمپونه (قولنج)پیداشول او نسونه يي په بادو وپړسیدل.

که افغان ولس بیداره نه شي، که ځوانان یو بل ته لاس ورنه کړي، او ددایمی سولی په راتلو کی پاتی شی نو ددی احتمال شته چی افغانستان به هم د سوریه په سرنوشت خدای ناخواسته ګرفتار شی .
دتل پاتی او سراسری سولی په هیله او هم د ازاد پرمختللی واحد افغانستان په هیله .

محمد ایمل

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ