شرعي سیاست او د اسلامي پوهانو له نظره د سیاست تعریف
د سیاست د کلیمې لغوي معنی:
د سیاست کلیمه دسَاسَ یَسُوسُ څخه اخیستل سوې ده چي اصلي معنی یي «اصلاح کول او ښایسته کول» دي.
په اصطلاح کي (دیو شي د اصلاح لپاره د ملاتړلو او کلک هوډ کولو ته سیاست وايي) چي دا د یو مدبِّر او لارښود کار دي:
د سیاست معنی مکر،فریب، جنګول، او غولول نه ده بلکي سیاست دهغي پوهي او حکمت نوم دی چي دخلګو ترمنځ ورورولي،محبت،یووالی او اتفاق راپیداکوي،
څوک چي دجنګ او جګړو جوړولو باعث ګرځي سیاست پوه نه دی بلکي اصلي سیاست پوه هغه دی چي دښه مدبر او منتظم تر څنګ نامتو مصلح او داخلاقو معلم هم وي:
دسیاسي پوهانو له نظره دسیاست تعریف،
علامه ابن خلدون رحمه الله فرمایي:
سیاست او حکومت دبندګانو دساتني او دهغوی دګټو دساتني او کفالت په بشری ټولنه کې دالله جل جلاله داحکامو دتطبیق لپاره دالله جل جلاله نیابت او استازیتوب دی:
دفقهي پوهانو له نظره دسیاست تعریف.
ابن عابدین شامي او ابن نجیم رحمة الله علیهما په ردالمحتار او بحرالرائق کې دسیاست دعام مفهوم داسي یادونه کړي.
داصلاحي تدبیرونو اختیارول او دحکومت نظم ونسق پر مخ بوتللو ته سیاست ویل کیږي:
عصری پوهان سیاست داسي تعریفوي:
(سیاست پر خلګو دحکومت کولو علم دي)
علامه ابن خلدون رحمه الله دقانون په اعتبار سیاست تقسیم کړي:
اول: شرعي او دیني سیاست،
«هغه قوانین چي دالله جل جلاله له لوري مقرر سوي وي او دنبی کریم صل الله علیه وسلم په واسطه نافذ شوي وي پر هغه قوانینو ولاړ حکومت او سیاست ته شرعي سیاست ته وایي».
ددي قوانینو هدف د انسانانو د دنیا او اخرت د ژوند ګټې او مصالح لاس ته راوړل دي.
دوهم: عقلي سیاست
«هغه قوانین چي دقوم دعاقلانو دحکومت دمسئولینو او نورو پوهانو په واسطه وضع شوي وي نو پر دي قوانینو ولاړ سیاست او حکومت ته عقلي سیاست ویل کیږي»
د دې قوانینو هدف دنیوي ګټي او ارام ژوند دی او د دنیوي تاوانونو څخه نجات دی.
سرچینه: اسلامي سیاست او نور کتابونه
راټولونکی: حبیب الرحمن الحنفي