ايا کمپيوټر هم څوک ناروغه کوي؟

کمپوټر د يويشتمې پيړۍ تر ټولو هوښياراو پر مختللې ايجاد ګڼل کيږي . د نړي په ګوټ ګوټ کښي د ډيرو کارونو لپاره کارول کيږي.او اوسنې ژونديې تر ډيره حده هوسا کړي دي. په فابريکو کښي روبټونه کاريږي چې ډير ګړندې او ډير دقيق کار کوي، په دفترونو کښي دقلم او کاغذ ټول کار په کمپوټرو اړول شوي دي، په کورونو، ښوونځيو، روغتونونو او همدا راز په هرځاي کښي دکمپيوټر اسانتياوي ترسترګوکيږي اود انسان سره يې اړيکې دلا نور زياتوالي  په لور رواني دي.

اوس په افغانستان کښي هم د کمپيوټر کارونه ورځ په ورځ زياتيږي. لکه څنګه چې هر شې د ښه والي تر څنګ بد والې هم  لري . همدا ډول کمپيوټر دانسان لپاره داسانتياو تر څنګ د هغه  روغتيا ته زيان هم رسولې شي. د دې ليکنې له لاري هڅه کوم چې د کمپيوټرد هغه کاره ونکو پاملرنه ، د آر اس آي په څير تکليفونو ته،  راواړومه چې په ساعتونو ساعتونوبې له ځنډه(وقفې) کمپيوټر کاروي.

 

آر اس آي  (Repetitive Strain Injury)RSI

د هغو دردونو يا تکليفونوګډ نوم دي چې دپر له پسې ډيرو وړوکو اواکثره ډيرو سپکو حرکتونو له امله  منځ ته راځي. لکه د کمپيوټر مخي ته بې له دمې په ساعتونو ساعتونو کښيناستل، د ماوس (موژک) پر سر تل لاس ايښودل او په ګوته باندي په تکرارد يو څه ټوکل،  په نا سمه توګه کمپيوټر ته کښيناستل او داسي نورو حرکتونو نه د انسان عضلات، بندونه او اعصاب په درد لاس پوري کوي. د دې تر څنکه د سترکو ديد هم د کمپيوټر د ډيري کارونې څخه کميديشي.

 

دغه دردونه په څو مرحلوچې لاندې به ورته ګوته ونيول شي،  ويشل شوي دي . د دغو مرحلو له مخي انسان کولي شي وټاکي چې هغه آر اس آي لري او که نه؟ او د هغه تکليفونه د انديښنې وړ دي او که نه؟

 

د آر اس آي مرحلي:

  • په لومړۍ مرحله کښي د انسان لاسونه ، ګوتې، مړوندونه او څنګلې د کار په مهال يا د کار نه وروسته يو څه درد او ستړيا احساسوي. خود لږي تفريح نه وروسته دردونه بيرته له منځه ځي.

 

  • په دوهمه مرحله کښي دانسان  څټ ، ولي، څنګونه، رګونه، ملا او لاسونه درد کوي او ځان ډير ستړي او بې ځواکه احساسوي. په دي مرحله کښي دردونه د تفريح نه وروسته هم پاتي کيږي. خو د څو ورځو نه وروسته ورو ورو له منځه ځي.

 

  • په  دريمه مرحله کښي د انسان  دردونه نه تلونکي شکل نيسي. د څه دکولو وس نه لري، په لاسونو او څنګلو کښي يې هيڅ ځواک پاتې نه وي ، هيڅ کار کول نه غواړي او اعصاب يې هم ستړي او نارامه وي.

 

لکه چې مخکې هم يادونه شوي ده آر اس آي د هغه کارونو نه چې د کمپيوټراستعمال په کښي ډيراړين وي منځ ته راځي. خو نن سبا ځوانان بې له کوم ځانګړي ضرورته د چټ  څخه دآر اس آي په دردونو اخته کيدي شي. ډير ځوانان بې له کوم ځنډه  په ساعتونو ساعتونو ام ايس اين يا چټ کوي چې دزياتې انديښنې وړ خبره ده. د دي لپاره چې د آراس آي په څير ستونزونه ځان وساتو نو ضرور ده چې دکمپيوټرد استعمال په وخت کښي لاندينې انځورپه پام کښي ونيسو:

په دغه انځور کښي ټولې هغه اندازې ښودل شوي  چې دکمپيوټر دسمې کارونې لپاره اړينې بريښي. دا اندازې په سانتي مترونو ښودل شوي او  د کمپيوټر هر کاره ونکې بايدهغه په تقريبي توګه په پام کښي ونيسي . دخپل کار پلان داسي وسنجوي چې کوم وخت او څومره وخت کمپيو ټر ته کښيني . په کمپيوټر کښي  د هر ساعت کار نه وروسته لږ تر لږه لس دقيقې تفريح وکړي چې ددردونو مخنيوې وشي. خوکه دردونه نه تلونکې شکل ونيسي بيا په کار ده چې  ډاکټر ته ولاړ شي.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب