د نامحرمو ښځو سره د خلوت څخه ځان ساتل | حدیث
د وريندارې لپاره د هغې لېور يا د خاوند بعضې نور خپلوان لکه د کاکا زوی ، د عمه زوی او نور نامحرم دي او نظر نورو نامحرمو ته د خاوند خپلوان ډير خطرناک دي ځکه چې نظر نورو ته د فتنې شديده خطره موجوده ده.
رسول اللّٰه( صلی اللّٰه علیه وسلم) فرمايي :
عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ(رضی الله عنه) : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ( صلی الله عليه وسلم) قَالَ: «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ:الْحَمْوُ الْمَوْتُ (بخارى)
عقبه بن عامر وايي : رسول الله (صلی الله عليه وسلم )وفرمايل : د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل سفر کول او ) نه ځان وساتئ ، د انصارو نه يوه کس پوښتنه وکړه : يا رسول الله( صلی الله عليه وسلم )د خاوند د خپلوانو ( د خاوند ورور، د کاکا زوی، د عمه زوی ) په اړه ستاسې نظر څه ده ؟ ويې فرمايل(هلاکت په همدې کې دی)
ښځې ته د خاوند د خپلوانو نه پرده او حجاب کول فرض دي او همدارنګه د هغه سره يوازې کښناستل ، سفر کول حرام دي مګر د ضرورت په وخت خبرې کول او د هغې د خاوند يا نورو خپلوانو په حضور کې د پردې په صورت کې د هغې سره کښناستل باک نه لري.
شوکاني په کتاب د (نيل الأوطار) (6/122) وايي دغه قول د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)(الحمو الموت) په دې معنی ده چې ويره له هغه نه داسې ده لکه له مرګ نه ويره کول ځکه له ټولو شیانو نه خلک ډير زيات له مرګ نه وريږي.