د سردردۍ مهم لاملونه

لومړی به هم د تغذېې او سر درد په اړه معلومات وړاندې کړو.

څیړنې د دې ښودنه کوي چې له ۲۵ تر ۷۰ سلنې سردردۍ له تغذېې سره مستقیم تړاو لري.

ډاکتران وايي د غذايي موادو اولیه مواد په معده او د هاضمې په سیستم کې د محیطي اعصابو د تحریک او د نیورو ترانس مترونو د آزادیدو لامل ګرځي چې په پایله کې ېې سردرد را منځته کیږي.

۱:په دې برخه کې به څوموادو ته چې د سر درد لامل ګرځي اشاره وکړو.

الف : تیرامین

دا ماده د امین یا NH3ګروپ لري او دا هغه مرکبات دي چې په خپله هم نایتروجن لري چې د سردردۍ لامل ګرځي .

دا مواد په مستو ، پنیر ، تروو ، سویا ، سس جګر او الکلي مشوروباتو کې شتون لري .

ب: نایتریتونه :

دا مواد تر ډيره د خوړو په محافظو موادو کې وي چې د خوړو د خوند او رنګ له خرابیدو مخنیوئ کوي دا ماده تر ډيره په کنسرواتیو خوړو موادو او په هغه غوښه کې وي چې مالګه پرې وهل شوې او وچه شوې وي .

ج: ګلوتامات مونو سودیم

دا یو ډول پروتین دئ چې په بادامو ، چهارمغزو یا غوزانو پسته ا و داسې نور او چیپس کې وي .

د: ویټامینونه

۲: د اې او بې ویټامینونو له حده ډير مصرف په تیره اسید نیکوتینیک د سر درد یو عامل دئ

دبدن د اوبو کمښت هم د سر درد او نیم سري مهم لامل دئ له همدې امله هغه کسان چې اوبلن خواړه نه خوري بلکې تر ډیره وچ خواړه خوري له یوې خوا په قبض اخته کیږي او له بلې خوا په سردردۍ هم مبتلا کیږي .

ډاکتران وايي باید داسې خواړه وخوړل شي چې زر هضمیدونکي او اوبلن وي او همداراز ناروغ هڅه وکړي تر څو خوځښت او حرکت ولري ، وګرځي او ډيرې اوبلن خواړه او سابه وخوري تر څو معده ېې نرمه او په دې ډول به ېې د سر درد مخه هم نیول شوې وي .

کافین هم که له یوې خوا د دردونو د کمولو لپاره ورکول کیږي خو له بلې خوا د سر درد یو لامل هم دئ.

همدا لامل دئ چې د ډير چای څښل هم په ټول کې د سر درد لامل ګرځي.

بدن د کافینو یو ډول اعتیاد پيدا کوي او چې کله په بدن کې د کافینو مقدار کم شي د سر درد لامل ګرځي.

ډاکتران وايي هغه کسان چې ډير چای څښي په تیره تور چای او د سهار د راویښیدو او د ماښام په وختد کې سردرد لري او بیا ورکیږي ښايي د کافینو د مقدار د کمښت له امله وي.

کافین د بدن د مهمو غړو یو محرک الکلوئید ګڼل کیږي چې ډير مصرف ېې د اضطراب او اندیښنو لامل ګرځي ډآکتران وايي د ورځې تر یو ګرام کافینو مصرف په دوامداره توګه بدن ته سخت مضر دئ خو که مقدار ېې په ورځ کې تر لسو ګرامو ورسي د مرګ لامل هم کیدای شي.

درنو اوریدونکو ته توصیه کوو چې چای وڅښي خو د ټينګ چای له څښلو ډه ډه وکړي هغه کسان چې کم رنګه او نرۍ چای څښي له یوې خوا ېې د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کیږي او له بلې خوا د چای له ضررونو هم په امن کیږي .

غوړ خوراکونه ، پياز ، سره شوي شیان ، د سمندري حیواناتو غوښه او خواږه شیان هم د سر درد لامل ګرځي .

د وینې د فشار لوړ والئ او ټيټوالئ .

په تیره دسر د شا برخې دردکله کله د وینې د فشار د لوړیدو له امله وي

یو شمیر درمل هم د سر درد لامل ګرځي لکه نایترو ګلسرین ، په خپله مسکن درمل لکه آسپيرن او پاراستامول هم چې د سر درد لپاره خوړل کیږي په خپله د سردردۍ یو مهم لامل دئ .

په ۱۹۸۲ م کال کې د مزمن سردرد په ناروغانو یوه څیړنه وشوه اودا ناروغان په څلورو برخو وویشل شول .

لومړۍ برخې ته امي تریپتالین او د ستریس یا افسردګۍضد درمل ورکول کیدل دوهمې ډلې ته د درد ضد ،دریمې ته د درد او ستریس یا افسردګۍ ضد دواړه درمل او څلورمې ته هیڅ درمل نه ورکول کیدل بلکې یوآځې روحي تسکین ورکول کیده او خواړه ورته مناسب ورکول کیدل .

یوه میاشت وروسته چې د څیړنې پایله اعلان شوه اوله ډله چې یوآځې د سترس ضد درمل ېې اخیستل ۷۰ سلنه ېې ښه شوي ؤ ، دوهمه چې یوآځې د درد ضد ېې اخیستل ۱۸ سلنه دریمه چې دواړه ېې اخیستل ۳۰ سلنه خو چې هیڅ درمل ېې نه اخیستل ۴۵ سلنه جوړ شوي ؤ .

له همدې څیړنې وروسته نورې څيړنې هم وشوې او څیړونکي ېې دې پایلې ته ورسیدل چې د درد ضد درمل نه یواځې د سر درد د درملنې لپاره اغیزمن نه دي بلکې په خپله د سر درد یو مهم لامل هم دئ .

تازه هم یوه څیړنه وشوه او هغه کسان چې دایمي سر درد ېې درلود یواځي غذايي رژيم ېې مناسب شو او د سر درد درمل ېې پرې ودرول ۷۷ سلنه ناروغان د مسکناتو له پر يښودو وروسته مخ په ښه کیدو شول حتې په ټولیز ډول ېې د سر درد له منځه لاړ او روغ شول .

په عمومي ډول د خوب او خوراک په وختونو کې تغییر هم د سر درد لامل دئ او ډاکتران وايي ښايي لامل ېې هم د نیورو ترانسمترونو په تولید کې تغییر او همداراز د وینې د ګلوګوز په سویه کې د تغییر له امله دوینې د رګونو انبساط وي همداراز له حده کم یا ډير خوب او خوراک دواړه د سر درد لاملونه شمیرل کیږي

سر درد محیطي عوامل هم لري د مثال په ډول په ګڼ میشته ښارونو کې د موټرو دود د سر درد مهم لامل دئ همداراز بوی که هغه د عطرو وي او که د بل هر شي د سر درد لامل کیدای شي نور ګازونه د اوکیسجن کمبود د نور او لمر زیاتوالئ د تلویزون او کمپوتر پردې ته د ډير وخت لپاره کیناستل ،دوامداره او ستړئ کوونکئ غږ لکه د ماشین او نور ،د سترګو مرضونه لکه د سترګوکږوالئ او ګلوکوما ،یا د ستګې د داخلي فشار زیاتیدل

د سر دردونو یو مهم لامل هم د سینوزونو التهاب او بندوالئ دئ په تیره هغه سر درد چې د سجدې پر وخت زیاتیږي کیدای شي لامل ېې هم سینوزایت وي .

د آب هوا بدلون ، دود، په تیره د سګرټو او سګرټيو دود ، دخانیات کیمیاوي مواد او ډير کار او سپورت چې له امله ېې د وینې د قند سویه ټيټيږي .

اته خطر ناک سردردونه .

که څه هم سر درد ډير مهم مرض یا عارضه نه ګڼل کیږي او ۹۸ سلنه سردردۍ د رغیدووړ دي خو یو شمیر خطرناک سردردونه هم شته چې غواړو ورته اشاره وکړو .

۱: د سر درد په کیفیت کې بدلون یعنې دا چې مخکې مو هم سر درد درلود خو د یوه مسکن په خوړلو آرامیده خو دا ځل توپير لري او سخت دئ یا نه آرامیږي چې ښايي کوم بل لامل ولري باید پلټنه ېې وشي ځکه سر درد په خپله مرض نه ګڼل کیږي بلکې د نورو مرضونو یوه عارضه ګڼل کیږي

۲: د سر درد تکرار او تواتر د مثال په ډول مخکې به درته په اوونۍ کې یو ځل سر درد پيدا کیده خو اوس هره ورځ سر درد لرئ.

۳: داسې سر درد چې خوب ته مو نه پریږدي ، باید ډاکتر مو وګوري

۴:  د سهار وختي سردرد که چیري دایمي شي .

د خوب په حالت کې د جمجمې د منځ فشار څه ناڅه لوړیږي کله کله په ججمه کې دننه د اضافي فضاء او تومور موجودیت اضافي فشار نه شي زغملای نو له همدې امله سردرد پيدا کیدای شي .

۵:  له سر درد سره استفراق هم باید له طبي لحاظه وپلټل شي . سره له دې چې په میګرن یا نیم سري کې هم له سر درد سره استفراق یا د تهوع حالت وي خو ډاکتران دا د جمجمې د فشار سره هم اړونده بولي نو باید له دې لحاظه وپلټل شي .

۶ د ماشومانو سردرد

۷:  د ۶۵ کلونو څخه د زیات عمرلرونکو سر درد ځکه په دې دواړو کې د وینې رګونه نازک وي او د لږ فشار سره کیدای شي وشلیږي

۸: هغه سر درد چې له نور څخه له ویرې سره مل وي یعنې فوټو فوبیا ولري یا یو شئ دوه وویني او یا ېې د سترګو دید کم شي یا ېې د سترګو د عینکو اندازه له یوې میاشتې په کمه موده کې بدلون ومومي او سر درد هم ورسره وي باید عصبي لامل ېې وپلټل شي .

په تبه او نورو مرضونو کې هم سر درد وي چې دا په خپله د هغو مرضونو یوه عارضه ګڼل کیږي .

د مثال په ډول په وچکۍ او ملاریا کې هم د سر درد وي خو د دې مرضونو له ښه کیدو سره د سر درد هم ښه کیږي

(له ډاکټر عماد الدین پژمان څخه په مننه)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب