په افغانستان کې د ښاري هوا ککړتیا او مدیریت یې

سریزه:

د افغانستان په ښارونو او په تیره بیا په کابل کې د هوا کیفیت ورځ تر بلې خرابیږي او دا زموږ د ښار میشته خلکو د روغتیا، معیشت او د ژوند د کیفیت لپاره خورا زیاتې ستونزې لري. که یې غمه ونه خوړل شي کیدای شي نه جبیره کیدونکي زیانونه د هیواد لپاره و لری.

په دې لیکنه کې د نړیوال بانک د څیړنو او اسنادو په مټ یوه لیکنه برابره شوې ده چې نن یې له دوستانو سره لمړۍ برخه شریکوم. خو زه باید ووایم چې د دوستانو او لوستونکو څخه مې هیله داده چې که د لوستو موکه په لاس ورغله له ماسره خپل نظر شریک کړي ځکه که څوک علاقه ونلري نو بیا به ډېره ګټه ونلري.

عمومي خبرې:

د ښاري هوا کیفیت او ککړتیا یوه پیچلې او څو سکتوري ستونزه ده او یوازې په غور او احتیاط سره د جوړو شویو کړنلارو په مټ سمیدلای شي. د ښاري هوا ککړتیا کې ترټولو غټ خطا کار او مجرم ښاري ترانسپورت دی. د دې ستونزې لپاره کومه اسانه لاره نشته. اړینه ده ترڅو د قدم په قدم میتود او چوکاټ د وړتیا لرونکو کارپوهانو په مرسته داسې ورته جوړ شی چې په ساحه کې حالت په نظر کې ونیول شي. اړینه ده چې په ملک کې د اړوندو علاقه لرونکو خواوو لکه ښاري چارو له ادارې یا ښاروالۍ، د چاپیریال ساتنې اداره، د ترافیکو اداره، د داخلې، ښاري پراختیا او عدلیې وزارتونه، د محلي حکومتولۍ خپلواکه اداره، د افغانستان د تجارت او صنایعو خونه، د ستندرد ملي اداره، د انجنیرانو انجمنونه او اتحادیه، پوهنتونونه او نورو سره یو ځای دا کار وشي.

ترڅو چې ټولې علاقه لرونکې او پریکړې کوونکې خواوې له یوبل سره خبرې او کار ونکړي او د پریکړو کولو یوه پروسه رامنځته نکړي له ښاري ککړتیا او د ترانسپورتي وسایطو له افرازاتو څخه د ښار پاکوالی ممکن نه دی. که دوی د ښاري ککړتیا د څرنګوالي، او له وسایطو څخه د افرازاتو د راټیټولو د ارزونې، د حل لارو موندلو او د بیړنیو لمړیتوبونو د ټاکلو او همدارنګه د پلي کولو د کړنلارو د موندنې لپاره کومه د تصمیم نیولو پروسه رامنځته نکړي هیڅوک به هم ونشي کولای چې د ښاري هوا د ککړتیا په کنترول کې کوم د پام وړ بدلون او اصلاح راولي. دا خبره د ټولې نړۍ او د افغانستان په هر ښار کې رښتیا ده. دا ولې داسې ده؟
لامل دادئ چې زیات چارواکي دي چې په دې هکله صلاحیتونه لری، لکه د ستندردونو په ټاکلو، د ټرافیکو په کنټرول، پالیسي جوړولو، د دې پالیسیو په روښانتیا او شریکولو، د پروګرامونو او پالیسي ګانو په پلي کولو او د اړینو خواوو د ظرفیت په لوړلو کې رول او ونډه لري او نور.
د مثال په توګه، د نوي ډیلي حکومت او نورو ادارو په هند کې تر لسو کلونو زیات وخت هڅې وکړې ترڅو د هغه ښار د هوا کیفیت اصلاح کړي خو و یې نشو کولای او ناکام شول. ترډېرو ناکامیو وروسته د هند سترې محکمې مداخله وکړه او د نوي ډیلي حکومت او دهغه هیواد مرکزي یا فدرال حکومت ته یې قضایي امر وکړ چې عمل وکړي او یوازې تر هغه وروسته د هوا په کیفیت کې اصلاح ممکنه شوه.

د چاپیریال د ککړتیا خطرونه په ښاري پرمختیا کې:

کله چې په شخړو وهلو هیوادونو کې د چټک ښاري کیدو له کبله نا پلان شوی ښاري پراختیا رامنځته کیږي، وروسته د ځمکو غصبول، بیايې خرڅول، د اوسیدو په ساحو کې د صنعتي کاروباري فابریکو جوړول، د ساختمانونو جوړول په زیات میلان لرونکو ساحو، د ځمکو د پایداره کارولو پلانونو نشتوالی، د ښې حکومتولۍ نشتون او نور د ښارمیشتو لپاره د چاپیریال زیاتې ستونزې زیږوي.
د مثال په توګه، د وړو صانایعو او د ښاروالۍ د فاضله موادو، د باران ټولې شوې اوبه او خامه سرکونو چټلۍ، په ښار او جادو کې خاورې او ګردونه په ټول ښار کې خوروي. د ښاروالۍ جامد فاضله مواد په سمه توګه نه ټولیږي ځکه د داسې نا پلانه او په تندۍ سره ښاري شوو ساحو ته کومه سمه زیربنا او سیستم نه وي رامنځته شوي. د ښاروالۍ اداره سم مدیریتي سیستم، کاري پوهنه، وسایط او اړینې زیرمې نلري.
له دې کبله، حل لارې او نوښتونه هم پیچلي وي او نني زمانې ستراتیژیک پلانونه غواړي او په حقیقت کې بیړني او اسانه حل لارې ورته نشته.

لاندني نوښتونه په داسې شرایطو کې تر لاس لاندې نیول کیږي:

یو سم ستراتیژیک پلان ته اړتیا ده چې هغه د ځمکو څخه د پایداره ګټې اخیستلو پلان پکې شامل وی ترڅو چې تر خطر لاندې ساحې په نښه او خوندي کړي:
1. د ځمکو څخه د پایداره ګټې اخیستنې یو پلان طرح کړئ، د مثال په توګه، په هغه ساحه باندې ساختمانونه مه جوړوئ چې تر ځمکې لاندې اوبه چې د ښار د اوسیدونکو د د څښلو د اوبو یوازنۍ زیرمه وي او تر خطر لاندې وي او کیدای شي چې چټلې شي،
2. په ټینګه د ټیت کیفیت لرونکو تیلو سول په موټرو او جنریتورونو کې بند کړئ او نور
3. د کورونو ګرمولو په بخاریو کې ککړ کوونکي د ډبرو ذغال منع کړئ، څرنګه چې دې اوس په کابل کې د هوا په ککړتیا ورزیاته کړې ده او وضعه نوره هم خرابولی شي،
4. د ځمکې لاندې اوبو نقشه کول او مدیریت په ښارونو او په تیره بیا په ککړ شوو ساحو په عاجله توګه ترلاس لاندې ونیول شي
5. د حفظ الصحه محیطي، د څاګانو څخه د انساني فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره او د ځمکې د اوبو د سم مدیریت لپاره قوانین، مقررات او لوایح جوړ او په ټینګه پلي شي،
6. په زیات میلان لرونکو غونډیو باندي ساختمانونه جوړول او د هغو تخریب منع کړئ
7. د اسیدو له ساحو څخه اوسني شته صنایع وباسئ او نورو ته اجازه مه ورکوئ چې په ورته ځایونو کې یې بیا رامنځته کړي
8. سرکونه پاخه کړئ، د څنګ سره ویالې یې اصلاح او د باران څخه د راولاړو شوو سیلابونو اوبه مدیریت کړئ،
9. په ښار کې د فاضله مواد د ټولولو، انتقال، پروسس او مدیریت سم سیستم جوړ کړئ،
10. به ښار کې شنې ساحې، ونې او بوټي زیات کړئ او په ژمنتیا ورته پاملرنه وکړی او ویې ساتئ.

ښاري ترانسپورت او د هوا ککړوالی:

د ټولې نړۍ په ښارونو کې دهوا د ککړوالي ترټولو غټ لامل او مجرم ښاري ترانسپورت دی. د اصلاح کولو لپاره یې اوږد مهاله هڅو، تخصص، زیرمو او سیاسي ارادې ته اړتیا ده.
د ښاري ترانسپورت ترڅنګ نور لاملونه لکه د خښتو داشونه، د ډیزلو جنریتورونه، په خامو سرکونو ګرد اوخاورې، د ډبرو دسکرو او د سون د لرګو څخه ګټه اخیستنه د کورونو د ګرمولو لپاره او نور ټول په دې ستونزه کې خپل خپل ځای لري. خو دې لاملونه ته د ښاري ترانسپورت څخه د هوا د ککړتیا ترستونزو په اسانۍ سره حل لارې موندلای شو او ونډه یې هم کمه ده.

په ډېرو پرمختیايي او بیوزلو ملکونو کې د ښاري ترانسپورت سیستم له کبله د ښاري هوا د ککړتیا لوی لاملونه دا دي: (الف) په موټرو کې د ټیټ کیفیت تیلو څخه ګټه اخیستنه ، (ب) په ښار کې د زړو او بی ترمیمه موټرو ګرځیدل، (ج) د ترافیکو بندښت او نه مدیریت.

په بیوزلو ملکونوکې د دې لاملونو سمول ګران کار وي ځکه داسې ملکونه، سمې پالیسي ګانې، ښه حکومتولي، د اړینو تکنالوجيګانې، تخصص او نور نلري او هم په داسې ملکونو کې د اقتصادي مافیا شتون چې د بې کیفیته او چټلو تیلو له تجارت څخه خورا زیاته اقتصادي ګټه ترلاسه کوي او کنترول یې ستونزمن کاروي. په داسې ملکونو کې د موټرو د ترمیم سم سیستم نه وي او له بلې خوا دا موټر د ډېرو بیوزلو خلکو لپاره د روزي پیدا کولو یوه وسیله وي او د له منځه وړلو او تاوان ورکولو وس یې له دولت سره نه وي. بله ستونزه د ترافیکو د سم مدیریت، لپاره ښه حکومتولي، اړینه زیربنا او تخصص شتون نلري. کله چې په کابل کې کومه غونډه وي نو د کابل د خلکو له عذابه یو خدای خبر وی او زموږ چارواکي خو د غفلت په خوب بیده دي او لږ ترلږه خلکو ته د بندو لارو یوه خبرتیا هم نه ورکوي او د هرچا لږ ترلږه نیمه ورځ په عذاب کې تیره او ضایع شي.

د ښاري ترانسپورت کابو کول:

په ښاري ساحو کې د ښاري ترانسپورت په واسطه د راپیدا شوو ککړتیاوو د اصلاح لپاره پالیسي ګانې په لاندې برخو ویشل کیږي:
1. هغه چې د ځانګړو موټرو په تکنالوجي او دهغوي په تیلو باندې تمرکز کوي، او
2. هغوي چې د ښاري ترانسپورت او سیستم د مدیریت سره په ټولیزه توګه سروکار لری.

دواړه کړنلارې په مساوي توګه د ښاري هوا دککړتیا د مدیریت لپاره مهمې دي او د ملي او ښاري حکومتونو په کچه عمل غواړي.

د ترانسپورت د تکنالوژۍ اصلاح کول:

مناسب، غوره دیزاین شوي، او په موثره توګه پلي شوي ستندردونه د موټر لرونکو په خاصیتونو او عادتونو باندې د موټرو د رانیولو، په کار اچولو او د ګټې اخیستنې په وخت کې ستر رول لری. د موټرو او تیلو ستندردونه زیات وختونه د مرکزي حکومتونو په ولکه کې وي. د نن زمانې د موټرو تکنالوجي ګانې افرازات تر زیاتې کچې راټیټوي، خو ځینې یې بیا زیات تیل غواړي. دا په حکومت پورې اړه لري چې اړینې سمې پالیسي ګانې او لمړيتوبونه وټاکي.

د ککړتیاوو د کمښت په اړه غټې لاسته راوړنې د ستندردونو د تطبیق په لمړیو قدمونو کې ترلاسه شوې دي. دمثال په توګه، له ناکنترول شوو د کنترول شوو موټرو خواته تګ، لکه چې د افرازاتو په هکله د EU I د ستندردونو اختیارول د دغو افرازاتو په کمښت کې ستر تاثیر لرلي. دهغو ملکونو لپاره چې دا لمړی قدم یې اخیستی دی، د ۵۰۰ ذرې په یوه ملیون کې د سلفر کمښت رامنځته شوی دی او د ټولو موټرو د افرازاتو په کمولو کې مثبت تاثیر غورځوي او لوړې لاسته راوړنې لري.
د پالیسي یوه مهمه پوښتنه داده چې څومره زر ډېر ټیټ ستندردونه غوره شي. ځواب دادئ چې دا کار باید د وسایطو دهغو تکنالوجي ګانو سره یوځای معرفي شي کوم چې د سلفر د ټیټې کچې له تیلو څخه ګټه اخیستلای شي. زیاتې مسئلې شته دي چې د ښو کارپوهانو په واسطه په یوه غوره پالیسۍ کې چې د ملک له شرایطو سره برابره وي باید په نظر کې وساتل شی او په دې ترتیب په کلک هوډ سره پرمختګ وشي. اړینه ده چې په یاد وساتو چې د ترمیم وړتیا او د ترانسپورتی سیستم د افراذاتو د کنترول تکنالوجي ګانې دوه مهم څیزونه دي چې له نظره و نه غورځول شي. په افغانستان کې، یو داسې پلان ته د اړینو کارپوهانو په مرسته باید وده ورکړل شي چې د هغو په اساس د تیلو ستندردونه د نورو فکتورونو او ساحو لکه د موټرو تکنا لوجي او د موټرو ترمیم په نظر کې نیولو سره سم سخت کړل شي.

هغه موټر چې د مایع ګاذ په مرسته کار کوي تر مایع تیلو کاروونکو وسایطو ډېرې کمې ذرې او افرازات په هوا کې خوروي، مګر ځینې خاص شرایط د دې پروګرام لپاره باید په پام کې ونیول شي که دا پروګرام د تجارتي او عملي له نظره پایدار او بریالی کول غواړو. دا اړین شیان عبارت دي له: د ګاذ د ویش د پایپ لاینونو شبکه; د ګاذ د قیمتونو مناسب والی د نورو عنعنوي مایع تیلو په پرتله; او تخنیکي وړتیا ترڅو د ګاذ کاروونکې موټر په اسانه او ارزانه توګه ترمیم شی چې زیات وختونه دا کار د ښه مدیریت او تریننګ له لارې ترسره کیدای شي.

د موټرو ترمیم یوه همیشنۍ ستونزه ده. چېرې چې حکومتونه ژمن وي تر څو اړین څار، ارزونه، د ترمیم او پلټنې ښه دیزاین شوي پروګرامونه چې د خصوصي سکتور په مرسته پلي کیږی موثر کار کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب