لومړۍ فائده : د ناسخ او منسوخ پيژندل .
دوهمه فائده : په دعوت کې د قرآنکريم د طرزالعمل او طريقې پيژندل دا چې په مکه کې د الله تعالی لورې بلنه کې د قرآنکريم څګنه طريقه وه او په مدينه منوره کې يې څنګه طريقه وه .
الله سبحانه وتعالی په مکه څنګه خلک تربيه کول او په مدينه کې يې څنګه تربيه کول او د خلکو سره يې څه ډول تعامل کولو .
درېيمه فائده: د شريعت د تطبيق تاريخ :
لکه د خمر د حرمت بيان چې په تدريجې توګه راغلی دی .
څلورمه فائده : د قرآنکريم د تفسير سره مرسته .
مثلاً سورت الذاريات په مکه کې نازل شوی دی او هلته رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمان ضعيف وو.
پنځمه فائده : د قرآن څخه د سيرت نبي را ايستل :
د مکي او مدني سورتونو د پيژندلو په وسيله مونږ سيرت نبي را ايستلی شو چې په مکه مکرمه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړنلاره څه وه او په مدينه يې کړنلاره څه وه .
(علوم القرآن – الأکاديمية الاسلامية ) .