ماشه (غوماشه)

دا تر ټولو کمزوری او عجیب مخلوق دی، چې الله تعالی په قرآن کریم کې هم ذکر کړئ دی: (إِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلاً مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا) بیشکه الله تعالی هیڅکله حیاء نه کوي چې د ماشې مثال وړاندې کړي او یا هغه څه چې د ماشې په شا باندې دي.
ساینس پوهانو هم دا کشف کړې ده چې د ماشې په شا باندې یوه بله وړه حشره ژوند کوي، چې یوازې په مایکروسکوپ باندې لیدل کیږي.
ماشه که څه هم ډیر کمزورې او وړوکې ده مګر بدني جوړښت یې ډیر جالب دی، چې لاندې ځانګړنې لريٍ:
۱ـ ماشه ښځینه ده، نارینه نسل نه لري.
۲ـ ماشه په سر کې سل سترګې لري.
۳ـ خوله کې ۴۸ غاښونه لري.
۴ـ دری زړونه لري چې هر یو یې ځانګړې دنده پر غاړه لري.
۵ـ خرطوم کې شپږ چاړې لري چې هره یوه یې خپله دنده ترسره کوي.
۶ـ هر لوری ته دری وزرونه لري.
۷ـ د ماشین په څېر فعال سیستم لري، د لایزر په شان وړانګې لري، د انسان د بدن پوستکی په مختلفو رنګونو ورته څرګندیږي.
۸ـ یو ځانګړی ماشین لري چې د انسان بدن څخه د وینو ایستلو پر مهال ورسره مرسته کوي، کله چې وینه وباسي نو انسان هیڅکله نه ورباندې پوهیږي، مګر کله چې وینه څښي نو بیا یې انسان حس کولئ شي.
۹ـ د وینو معلومولو لپاره ځانګړی ماشین لري، ترڅو خوږه او ترخه وینه تفکیک کړي، هر قسم وینه هیڅکله نه څښي.
۱۰ـ یو ځانګړی ماشین لري، چې وینه ورباندې نرۍ کړي ترڅو چې خرطوم کې یې په آسانۍ سره وچلیږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب