د مکارۍ په کاروان کې مظلوم پښتانه

د عوامو په اصطلاح برنده ځواني مې وه د ۲۸ یا ۲۹ کالو په منګ به وم ،چې د کمونستانو او کمونستی پلوه رژیم د راتګ سره سم د نورو مهاجرینو په ډله کې ، پیښور پاکستان ته مهاجر شوی وم ،یو دوست می چې فقیر نومیده په باجوړ کې اوسیده او ډیر ښه سړی وو ، او د باجوړ په بازار کې یې یو تنګ د لرګیو دکان درلوده ،نو یوه ورځ په دکان کې ناست وو چې په آ مخامخ دکان کې ، یو سړی راپریوت او چغی یې شروع کړی ،او لتې یې وهلی اوبغارې کولي ،درې یا څلور کسه د دوکاندار په شمول دکان کې ناست ول ،او په دکان کې ډیر ځای نه وو ،نو خلکو ویل : چې پیریان پرې ناست دي ،نو په څلورو ناستو کسانو په همدې دکان کې یو تن يې بیا د پیریانو د ایستلو او یا پیریانو پاڅولو متخصص وو ،نو ده شروع وکړله چې ترې پیریان پاڅوی ،هغه دَم او دعا شروع کړله ،چې د سړي څخه پیریان پاڅوی ،ډیر ځله يې خپلي شونډی و خوځلوی او څه یې وویل : او پیریانو باندی یې غږونه وکړل، چې د دي سړی نه لاس واخلي او ووځي ،دکان مخي ته د دي منظرې د سیل د پاره ډیر خلک راټول شوي وو ،زمونږ ملګري فقیر چې د همدې علاقی وو ، او ما سره ،د دکان مخی ته ولاړ وو ،او مسکا یې په شوندو کې درلوده ،او د شک په سترګو یې کاته او ولاړ وو ،نو د پیریانو ایستلو ولا  سړي، څو ځلی په پیریانو چغی کړی ،پیریانو والا سړی به خپل آوازونه نرې کړل او د پیریانو له خوا به یې خبری کولي ،ولاړ خلک به نور هم ورته حیران شول ،داسی به یې وښوده چې پیریان خبری کوی ،او د هوش خاوند ته دا جوته وه چې دوی دواړه د دکادار په شمول په دې مکارۍ کې شریک دي ،ځکه چې په دې تنګ دکان کې په څلورو کسو کې بیا څنګه وار د واره یو تن په کې د پیریانو د ایستلو متخصص پیدا شو ، خو خیر زه او فقیر دکان ته راغلو ،فقیر پشاوری چای غوښتی وو ، چای والا چای کېښود او خپله لاړ فقیر په خندا په داسي حال کې چې ماته یې چای اچولو ، نو له ما څخه یې و پو ښتل ،چې ته په دي کې څه وايي ،ما وویل : چې په څلورو کسانو کې څنګه کیدای شي ،چې په دومره تنګ دکان کې یو تن دي د پیریانو د ایستلو متخصص یا پیر وي ،په دې خبره فقیر ډیر زیات وخندل ،او په تیره چې ما وویل چې په دې کې دکان دار ، پیریانی هلک او او د پیریانو متخصص شریک دي ، خو دوی دغه شډل او زړه پاکې پښتانه غولوی، فقیر وویل: زما په ګومان، دوی وکتل چې یو شمیر ډیر تعلیم یافته او پوی خلک نن دې بازار ته راکوز شوي ، چې د لباسونو څخه یې هم ښکاري ، نو د دوی په مخ کې داسي یوه نظاره ښودل به دوی ته د اعلان حیثیت ولري ، ځکه تاسې غوندې خلک به بیا پیښاور کې خلکو کیسې کوئ او دوی ته بیریدونکی یا مشتریان راجلبوئ ،او یا به ستاسو له کیسو نه راجلب شي، کیدای شي یو مقصد د دوی هم همدا وي.

سید عبید الله نادر  

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب