نړۍ بیلابیل معلومات

فنلینډ حکومت د نفوذو د زیاتوالي په موخه ماشومانو ته امتیازات ورکوي

هسې خو په نړۍ کې هیوادونه هڅه کوي چې د نفوذ د زیاتوالي مخه ونیسي او ددغه کړنې لپاره ټولې ممکنه چارې هم په لاره اچوي، خو په فنلینډ کې دا کیسه څه بل ډول ده، د فنلینډ حکومت د نفوذو کموالي سخت اندېښمن کړی او هغه مېندو او پلرونو ته یې امنتیازات اعلان کړي څوک چې زیات اولادونه راوړي.

نړی
د فنلینډي رسنیو د راپورونو په اساس، په فنلینډ کې د نفورذو کچه خورا په تېزۍ ښکته را راونه ده چې دغه کړنې حکومت سخت اندېښمن کړی، او په ټول هیواد کې یې د نفوذو د زیاتوالي په اړه هڅه پېل کړي.
راپورونه وړاندې زیاتوي، هغه والدین چې زیات اولادونه نړۍ ته راوړي هغوی ته د نقدو روپو ترڅنګ کورونه او ځمکې هم په کم قیمت ورکول کیږي.

د ماشومانو د زیاتونې دغه پروژه (بی بي بونس) نومیږي او د نقدي مرستو اندازه یې هم یو ډول نده.
ویل کیږي چې ددغه پروژې په اساس د نوي زېږدلي ماشوم کورنۍ ته د فنلینډ حکومت لخوا لس زره یورو ورکول کیږي.

څنګه چل ده! تاسو خو به د تګ اراده نه لرئ، چې ګډ لاړ شو!؟

د ښځو لپاره د ژړا ځانګړی هوټل پرانستل شوی

په جاپان کې د یو هوټل څښتانانو د مېرمنو لپاره داسې کوټې جوړې کړي چې په هغې مېرمنې د زړه د سپکېدو لپاره د زړه له خلاصه ژړلی شي.
پدغه کوټو کې د مېرمنو لپاره د سترګو ماسک، معیاري ټوشیو کاغذ او د ژړا لپاره داسې فلمونه هم شتون لري چې کیسه یې په ښځو راڅرخي.

د جاپان په ټوکیو ښار کې د (مټسویي ګارډن یوټسویا) هوټل څښتنانو دغه چاره ددې لپاره ترسره کړې چې مېرمنې وکولی شي چې په ارامه فضا کې د زړه له خلاصه بغېر د کومې ستونزې وه ژاړي.
پدغه کوټو کې د یوې شپې تېرولو لپاره درې اتیا (۸۳) ډالر ټکس ټاکل شوی.
د هوټل مسولین وایي: په کوټو کې خاص کاغذ ددې لپاره کېښودل شوی چې مېرمنې په ارامه توګه خپلې اوښکې پاکې کړي.

د انسان سترګو لپاره د دوربین لنز جوړ شوی

بیلابیل معلومات

په نړۍ کې اکثره د لرې فاصلې د لنډ لیدلو لپاره دوربین کارول کیږي، مګر اوس ساینسدانانو د سترګې داسې لینس جوړ کړی چې په سترګو شي نو د سترګو په اندازه لرې څه درته درې برابره غټ ښکاره کوي.
دغه لینس د هغه خلکو لپاره هم ګټور ثابت شوی چې د سترګو نظر یې کم وي.
په سوئزرلینډ کې د جوړ شوي فلټر لرونکي لینس بېړوالی 1.55 ملي مټره دی او د رېفلیکټوو ټیلیسکوپ ( بېرته راګرځېدونکي انځور) ټکنالوژي پکې کارول شوې چې هر څه ورسره مخامخا کیږي نو څو برابره لوی یې ښکاره کوي.
دغه لینس بغیر له جراحي عملیاتو د عام دوربین په توګه هغه خلک هم کارولی شي چې د نظر د کموالي سره مخ وي.
پدغه لینس کې داسې سویچ لګول شوی چې سړی کولی شي یو څه ځانته لوی او واړه کړي، او د رفتار اندازه هم ثبته ساتي چې پر مټ یې سړی کولی شي ووایي: اوس زما نظر په کوم ځای لګېدلی؟
بل پلو د ګوګل کمپنۍ هم په ورته زیرک نښلونکې لینس کار پېل کړی چې دهغه خلکو لپاره به وي چې د سترګو د نظر له کموالي سره مخ وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب