د ځوانانو د بې لاری کیدو اسباب او بېلګې

د ځوانانو بی لاری کیدل يوه ناوړه پديده ده چې زمونږه ټولنه ورسره مخامخ شوې، او پکار داده چې مونږ خپل ټول طاقتونه ددې په مقابله کی واچوو او له منځه يی يوسو، ځکه دغه پديده یواځې په ټولنه باندی نه؛ بلکې په ټول اسلامي امت یو بد اثر غورځوي، او اسلامي امت اخلاقي فساد او بربادۍ خوا ته  کش کوي. ګرانو! له مقدمو څخه تیريږو او د ځوانانو د بې لاری کیدو اسباب او بیلګې وړاندې کوو.

 

لومړی: د ځوانانو د بی لاری کیدو  اسباب او عوامل:

‍۱-    د ديني جذبی کمزورتيا او د  ايمان  کمښت.

۲-   د بچو په تربیه کې دمور او پلار کمزورتيا.

۳-   د بد اخلاقو او مفسدو سره ملګرتيا کول.

۴- ځوانانو باندې پاملرنه نه کول چې په خپله کورنۍ کې د بيګانګۍ او یوازیتوب احساس وکړي.

۵- ځوانانو ته ډېر آرام او هوسا ژوند  برابرول.

۶- ځوانان وزګار او بې کاره پريښودل.

۷- د مشهورتيا سره مينه او په چکټتيا سره مالدارۍ ته رسیدل.

۸- د مراهقۍ (۱۳ او ۱۴ کلنۍ) په حالت کی خپل بچې بی سرنوشته پريښودل.

۹- د ځوانانو سره د شهوت پوره والی او د واده کولو ستونځه.

۱۰- د بی لاری کیدو خوا ته د نفس چمتوالی.

۱۱- په ځوانانو باندی د ټولنې لخوا فشارونه او دنیکې او صالحې ټولنې نشتوالی.

۱۲- اوږده اوږده اميدونه کول او د ځوانۍ د وخت مرګ هیرول، (اکثره انسانان په ځوانۍ کي مري).

۱۳- په دنيا او آخرت کې د الله د عذاب څخه غافل او بې پروا پاتې کيدل.

۱۴- په غرب او د هغوی په عنعناتو او ثقافت باندی غره کيدل.

۱۵- د مشهورو مفسدو خلکو سره محبت کول.

۱۶- تلويزوني چاينلونه او هغه ناوړه او جنسي پليتۍ ته جذبوونکي فيلمونه لیدل.

۱۷- دفکري هلاک کوونکي جنګ دبمبارد لاندي راتلل.

۱۸- د رسنۍ (میډیا) مختلف وسايلو باندې د ځوانانو مبتلا کیدل چې ددوی د بی لاری کیدو مهم عامل ګرځي.

۱۹- په مدارسو کی د زياتره استاذانو نيمګړتيا.

۲۰- بی حيا او کفري ملکونو ته سفر کول.

۲۱- د ملایانو او ديني دعوتګرو کمزورتيا.

۲۲- د اولاد سره د والدينو سخت چلند، يا هغوی ته ډير ناز ورکول.

۲۳-  د بی حيا ښځو په بازارونو کی ګرځیدل.

۲۴- په عامو ځايو او دفترونو کی د ښځو او نارينوو يو ځای کیدل.

۲۵- په ځوانانو باندې د مادياتو غلبه او د نيکو اخلاقو او خويونو څخه لری والی.

 

دویم: د ځوانانو دبې لاری کیدو يو څو بيلګې او نمونې:

۱- په ديني شعائرو کې تنبلي خصوصا د لمانځه په مهمه فريضه کی.

۲- په دين کی د جديت څخه کار نه اخستل، او د دين په هر کار کی وروسته کیدل.

۳- د وخت اهتمام نه کول او خپل وختونه په صحيح ډول نه ترتيبول.

۴- اسراف او بی ځايه خرچ کول.

۵- کبر او په ځان باندی غره کیدل.

۶- پليت او ناوړه عملونه کول لکه زنا او لواطت.

۷- د مور او پلار نافرماني.

۸- نشه کول او يو بل سره په نشه يی توکو کې همکاري کول.

۹-  د مفسدو خلکو پیښې کول او دهغه په شانته ځان جوړول.

۱۰- د کفارو په شانته ناسته ولاړه ، خوراک او څښاک ، لباس او ويښتان جوړول.

۱۱- د خلکو سره بد اخلاقي او بد چلند کول.

 احمد سعيد کاموال.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب