آغر خان څوک و؟

آغر خان د هند د مغولي واکمن محيي الدین عالمګیر او رنګزیب یو پوځی جنرال و ، دده نوم داورنګزیب د واکمنۍ د دورې په مشهورو تاریخي کتابونو او په تیره بیا په منتخب اللباب کې راغلی دي . آغر یوه ترکي کلمه ده چې درانه وزن ته وایي.
هغه وخت چې خوشال خان بابا د ایمل خان مومند او دریاخان سره یوځای د مغولو د واکمنۍ پر خلاف مبارزه کوله نو اورنګ زیب د پښتنو د ټکولو او له مینځه وړلو لپاره پخپله پښتونخوا ته لاړ او جنرال آغرخان یې چې هغه هم مغول و او د ده سره په پوځ کې و د دغه مقصد د تر لاسه کولو لپاره د مومندو پښتنو سیمې ته ورولیږه او پنځه زره تنه تکړه پوځیان او دوه لکه نغدې روپۍ يې هم ورته ورکړې .مومند له پخوانه خبروو چې آغرخان پردوی برید کوي نودوی پر آ غرخان شبخون وکړ او دلومړي ځل لپاره آغرخان دپښتنو مومندوپر خلاف وجنګید چې په دغو جګړو کې درې سوه مومند شهیدان شول او دوه زره تنه یې دیر غمل په توګه ونیول .کله چې آغرخان بیرته پيښورته ستون شو نوددغې سوبې له کبله اورنګزیب ترې خوشاله شو اوپه خلعتونو او انعامونو یې ونازاوه.

دویم ځلې دکابل مغولي صوبدار فدایی خان او آغرخان په ګډه سره دخیبر په تاریخي ډګر کې دپښتنو سره وجنګید اوپه دغه جګړه کې څلویښت زره خیبري پښتانه چې اپریدي ، شینواري ،ملاګوري ، شلماني او نور پښتني قومونه هم ووعلی مسجد ته یې نږدې دآغرخان په مشرۍ پر مغولی پوځ شبخون وکړ اوستره جګړه وشوه او ددواړو خواوو نه ډیر خلک ووژل شول او آغرخان هم ټپي شو او بیا وروسته جګړه دآغر خان په ګټه پای ته ورسیدله اوآغر خان ډیر شمیر پښتانه ووژل او دهغو سرونه یې داورنګزیب دربار ته ولیږل او اورنګزیب دآغر خان په منصبونو او خلعتونو کې زیاتوالی راووست.

د دغو خونړیو پيښوسره سره هم پښتانه غلي کښینناستل او دمغولوپرخلاف یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ. کله چې دخیبر په تاریخي دره کې دپښتنو او آغرخان او فدایی خان تر مینځ جګړه وشوه نو فدایی خان داځل دننګرهار دنیولو په فکر کې شوځکه چې دغه ځای دپښتنو په ولکه کې و. دمنتخب اللباب د تاریخ دلیکوال خافي خان په قول کله چې فدایی خان له خیبره دننګرهار پر خوا روان شو نو آغرخان او مراد علي سلطان یې دپنځه زره پوځ سره دننګرهار نیولو ته وګومارل اوبیا فدایی خان دهغه ځایه دکابل په لوررهی شو ، خو وروسته دکابل اوجلال آباد ترمینځ په جګدلک او تیزین کې دغلجیو پښتنو او آغرخان تر مینځ هم ډیرې جګړې وشوې چې هم مغولو او هم پښتنو ته دسر زیات زیانونه ورسیدل .دغه جګړه په ۱۶۷۵ زیږدیز ګا ل کې دغلجیو پښتنو او مغولو ترمینځ وشوه او دا دنوموړي کال دبسرلي لومړۍ میاشته وه.
وروسته کله چې امیرخان دهند دمغولی سلطنت له خوا دکابل ګورنر وټاکل شو نو آغرخان دپښتنو دټکولو لپاره دلغمان دقرغیو په سیمه کې دآغر اباد دپوځي کلا بنسټ کیښودچې دا ۱۶۷۸ زیږدیز کال و.

په دې اړوند موږ دخافي خان د منتخب اللباب نه د آغر نامې لاندینی فارسی بیتونه ګرانو آغلو او ښاغلو لوستونکو ته رانقلوو:
حصاري درآن عرصه بنیاد کرد
باندک توجه قلعه آباد کرد
چو آن قلعه ګردید درانجا تمام
شدش زان سبب آغر آباد نام
افاغین زهر سو برانګیخت سر
همه بسته برخون آغر کمر
زحد اتک تا حد قندهار
پدید آمده لشکر بې شمار
همه جمع ګشتند بهر مصاف
تو لشکر مګو بلکه یک کوه قاف
مسلح همه ګشته از بهر کین
رسیدند بر حد لغمان زمین(۱)
دپورتنیو بیتونو پښتو ژباړه :
آغرخان هلته دیوې کلا بنسټ کیښود
او په لږه موده کې یې دغه کلا ودانه کړه
اوکله چې داکلا ودانه شوه
نو دده دنامه له کبله یې آغر آباد نوم پر ې کیښود
افغانان له هرې خوانه راپورته شول
اوټولو دآغرخان دوژلو لپاره ملاوې وتړلې
داټک دحدودو نه تر کندهاره پورې
بې شمیره لښکرې راښکاره شوې
اوټول دجګړې لپاره چمتو شول
ته به وایی چې لښکرې نه وي،بلکې دکوه قاف غرو
ټول په وسلو سمبال وو چې غچ واخلي
اودوی ټول دلغمان سیمې ته راورسیدل

هغه وخت چې دکابل مغولي ګورنر آغر خان پر آغر آباد باندې د پښتنو د برید نه خبر شو نو هغه له کا بله دخپلې توپخانې د اروغه یا مشر توپچي محمد رضا د زرو تنو سپرو او پاچاهي توپونو سره یوځای د آغرخان مرستې ته ورولیږه او آغرخان د خپلو ورونو نه یوتن چې تنګري ویردي خان نومید دخپلو سرتیرو او دجګړې دلومړۍ لیکې یا صف د قوماندان (کمانډر) په توګه وټاکه اوپه دې وخت کې ایمل خان مومند هم ځان دپښتنو مرستې ته ورساوه او دپښتنو او مغولو تر مینځ دآغرآباد کلا ته څیرمه خونړۍ جګړې وشوې چې هم مغولو او هم پښتنو ته پکې ډیر زیانونه ورسیدل. آغرخان په دغو جګړو کې ډیرپښتانه ونیول او د۱۷۰۰ تنو سرونه یې دتنو نه غوڅ کړل او اورنګزیب ته یې ورولیږل او اورنګزیب ددغو سرونو په بدل کې آغرخان ته دڅلوزرو تنو پلیو سرتیرو اودرې زره سپرو سرتیرو ددرلودلو منصب ورکړل شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب