د مور او پلار اړوند اداب

۱- زموږ د ګران پيغمبرمحمد (صلي الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وشوه چې ترټولوغوره عمل څه دى؟ هغه وويل : په خپل وخت لمونځ کول، بيا پوښتنه ترې وشوه چې ورپسې کوم عمل غوره دى؟ هغه وويل: له مور او پلار سره ښه چلند کول، دريم ځل بيا پوښتنه ورڅخه وشوه چې بيا کوم عمل؟ پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل : چې نورخلک ستا دژبې له ضرر څخه  په امن کې وي.

۲- له اړتيا پرته بايد دمور او پلارنوم وانخلو اونه په لاره له هغوى نه مخکې لاړشو .

۳- له مور او پلار سره بايد مينه ولرو اوڅومره مو چې د وسه کيږي بايد خد مت يې وکړو.

۴- دموراوپلارخبره بايد ومنو او له ازار  رسولوڅخه يې ځان وساتو.

پوښتنې :

۱- محمد (صلي الله عليه وسلم) دموراوپلارد حق په اړه څه ويلي دي؟

۲- له مور او پلار سره بايد څنګه  چلند وکړو؟

۳- څنګه  کولاى شو مور او پلار خوشحاله وساتو؟

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب