د ملۍ سرخک خواص،او 15 ګټې او زیان

ملۍ سرخک (سره ملۍ) اوس مهال په ټوله نړۍ کې يوه ارزښتمنه سبزي ده، چې د ويټامينونو او معدني مالګو په درلودلو   سره د صحت لپاره ډېره ګټوره ده.

سره ملۍ يو کلن بوټى دى، چې د ساقې لوړوالى يې ۵۰ سانتې مترو ته رسيږي. پاڼې يې غيرې منظمې، پلنې او غوڅې څوکې لري. ګل يې سپين، زيړ، او اوبرنګ وي، چې د ساقې په اخره برخه کې راڅرګنديږي. په عمومي ډول، دوه ډوله سرې ملۍ وجود لري:

  1. تور رنګه سره ملۍ – چې په خزان کې يې حاصل ټوليږي.
  2. سور رنګه سره ملۍ – چې ګرد او اوږد شکل لري.

د دغو دواړو سبزيو له پاڼو څخه په يوه ډول ګټه اخستل کېږي. دا چې سره ملۍ له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې حاصل ورکوي، نو ځکه يې په نړۍ کې ډېر مينه وال شته.

د سرې ملۍ طبي او کيمياوي خواص :

په سره ملۍ کې ، اوبه ، سکروز ، b1 , b2 ويټامينونه ، امينو اسيدونه ، پوتاشيم ، کلسيم ، مګنيزيم ، اوسپنه ، فاسفورس اوکلورين په پراخه پيمانه پيدا کېږي .
د پخواني طب له مخې سره ملۍ ګرمه ده اوپه پخوانيو وختونو کې ترې د ډېرو ناروغيو لپاره ګټه اخستل کېده .

د سرې ملۍ د استعمال ځايونه

  1. روماتيزم: سره ملۍ د روماتيزم د ناروغۍ لپاره ډېر ګټور دي.
  2. د هضم مرسته: که چېرې د سرې ملۍ پاڼې له غذا سره وخوړل شي، د هضم په برخه کې مرسته کوي.
  3. د سترګو تقويت: د سرې ملۍ پاڼې د سترګو په تقويت کې مهم رول لري.
  4. د زيړي مخنيوى: سره ملۍ د زيړي په مخنيوي کې ډېر مهم رول لوبوي.
  5. درد تسکين: د سرې ملۍ تخم د دردونو د تسکين لپاره ګټور دی.
  6. د زړه تنګي درملنه: کله چې د ځينو خوړو تر خوړلو وروسته زړه تنګي پيدا شي، سره ملۍ دې وخوړل شي، ځکه چې د کانګو باعث ګرځي او مېده پاکوي.
  7. د زخمونو درملنه: هغه کسان چې په بدن کې زخمونه لري، دې سره ملۍ ميده کړي او له شاتو سره يې ګډ کړي. دغه ملهم د زخمونو په رغېدو کې مرسته کوي.
  8. ادرار زياتونه: سره ملۍ د ادرار (تشناب) په زياتولو کې مرسته کوي.
  9. اشتها زياتونه: د سرې ملۍ تخم اشتها او ادرار زياتوي.
  10. د ژمي د چاودنو درملنه: که چېرې د ژمي د سوړ موسم له امله ستاسو د پښو او ګوتو سرونه چاودلي وي، سره ملۍ په اوبو کې وجوشوئ. د اوبو تر سړېدو وروسته خپلې پښې او لاسونه په کې کېږدئ.
  11. د وجود تقويه: د سرې ملۍ د رېښو جوشول او خوړل د وجود په تقويه کولو کې مهم رول لري.
  12. د تريخي د تيږو مخنيوى: سره ملۍ په تريخي کې د تيږو د پيدا کېدو مخه نيسي. د سرې ملۍ ميده شوى شکل په يو ګيلاس اوبو کې له لږې بورې سره ګډ کړئ او څو ځله وڅښئ.
  13. د شيدو زياتونه: ميندې چې ماشومانو ته شيدې ورکوي، دې د سرې ملۍ له تخم څخه ګټه واخلي، چې د شيدو د زياتېدو باعث ګرځي.
  14. د اسهال درملنه: هغه کسان چې د اسهال پر مهال وينه تويوي، دې د سرې ملۍ جوشانده وخوري، چې ددې ناروغۍ مخه په اسانۍ نيسي.
  15. د تبو مخنيوى: هغه کسان چې ډېرې تبې کوي، دې د سرې ملۍ تخم جوش کړي او وڅښي، چې د تبو د تکرار مخه ونيول شي.

د سرې ځينې ضررونه :

هغه کسان ، چې ډېرې سرې ملۍ خوري پيچش ورته پيدا کيږي او همدارنګه ډېر استعمال يې د غاښونو او ستونې درد هم منځ ته راوړي .

لیکنه: بختیار ساحل

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ