د معرفت ډیوې | شعر
له ښـــاره وځـــــم ،ویرانو کي یو انســـــــــان لټوم
د خپل دردمن زړګــي د پاره می درمــــــــان لټوم
چي په وینا یـــي روښــــــانیږي ،کوردلانو زړونه
په رمــوزاتو باندي پوي ، صـــــــــاحـــــبدلان لټوم
چي په لیدو یي ، د انســـان روح او روان شي تازه
زه هغه در، هغــــــــه یاقوت ، هــــغه مرجـان لټوم
چي په موزون کلام کړي ویيلي، سنګدلانو زړونه
خاوند دحـــــــــــــال ، او نکته سنجه، سخندان لټوم
هغه مانوس چـي په اسـرارو باندي پوي شي د زړه
د زړه په درد داســي آشنـــــــــــا، او راز دان لټوم
چي د کلونو تربګنـــــــــــــیو، دښمنان کړي ، پخلا
داسی خوږ من ، په زړه درد مـن، او مهربان لټوم
چي راته وبخــښي ، د زړه او د ضـــمیر روشنایي
د مـــــــــــعرفت په ډیوي ، ســــوی پتنګان ، لټوم
چي د حــــــکمت خبري واورم د عــبرت په غوږو
د بو علي په څیر په پوهــه ، حــــــــــــکمتدان لټوم
چي د حــــکمت څــلي یي جګه، په آسـمان لګیږي
زه هغــــــــه باز ، هغــه شاهین ّ هغه طـیران لټوم
هرخوا چي ګورمه دیوان دي ،په صورت د انسان
د مــــــعنویت په نور، سپیــڅلي مخ ، روښان لټوم
د نفس هوی په ګونډو کړي ، قـافلي ســـــــالا ران
هوی دنفس باندي غالب، پهــــــــــــــــلوانان ، لټوم
ډیر زهیر کړی دي ژوندن یمه، دیوانـــــــــو سره
د یو ریښتیني ژوند دپاره ، بل جـــــــــــــهان لټوم
داچي په سپینـــه ورځ کي سر ، په ویرانو یمه زه
له څنـــــــــګه تللي ، د افسوس هغه کاروان ، لټوم
سید عبید الله نادر