د معدې د تیزابو درملنه په طبیعي خوړو

د معدې تېزاب یو له عامو ناروغیو څخه دي چې اکثره له اندازې زیات خوړو له امله رامنځته کېږي. د معدې تېزاب هغو خوړو له امله چې د هاضمې لپاره د معدې د تېزاب تولیدولو لامل گرځي لکه مساله لرونکي او تېزابي خواړه له امله هم پېښېږي

د معدې تېزاب کنټرولول  اړین دي. که چېرې دغه تېزاب کنټرول نه شي نه د اسید ریفلاکس (Acid Reflux) یا د معدې ریفلاکس (Gastroesophageal Reflux) ناروغیو لامل گرځي.

که چېرې د سېنی سوی یا دې ته ورته نورې نښې لکه اسهال، کمزوري، قی، ارگمی یا حتی ټوخی سره مخ شوي یاست نو له ځنډ پرته د معدې تېزاب کنټرولولو هڅه وکړئ.

دلته مو له یو شمېر هغو طبیعي او په اسانه پېدا کېدونکو خوړو سره اشنا کوو چې له ځنډ پرته د معدې تېزاب کنټرولولو وړتیا لري.

کېله

کیله د معدې تېزاب لپاره غوره انتخاب دی. کیله کې شته گټور مواد ډېر ژر د معدې تېزاب کنټرولوي. خو باید ډاډمن شئ چې یوازې پخه کېله وکاروئ ځکه چې اومه کیله د معدې تېزاب نور هم زیاتوي.

مستې

مستې د نورو روغتیايي گټو سربېره معدې کې د شته باکتریا گټې څو چنده زیاتوي. دغه خواړه هم په طبیعي ډول د معدې تېزاب درملوي. که چېرې له خوراک  وروسته مو د معدې تېزاب زیات شوی وي نو مستې يي له ځنډ پرته درملولی شي.

شېدې

یو گېلاس شېدې هم د معدې تېزاب درملولو کې مهم رول لوبوي خو شېدې او ترې جوړ شوي نور خواړه ځینو خلکو کې د تېزاب زیاتوالی لامل گرځي.

اوبه

که چېرې شېدې د معدې تېزاب مو نور هم زیاتوي نو یو گېلاس اوبه وڅښئ. اوبه د معدې خواړه هضموونکي تېزابونه کمزوري کولو وړتیا لري او له دې سره د معدې تېزاب هم کنټرولوي. که چېرې د معدې تېزاب لرئ نو هر سهار په نهره دوه گېلاسه اوبه څښل مو دغه ستونزه له منځه وړلای شي.

د مڼې سرکه

اکثره خلک یوازې له دې امله د معدې له تېزابیت سره مخ وي چې معده يي د خوړو هضمولو وړتیا نه لري نو له همدې امله اضافي خواړه هضموونکي مواد ترشح کوي. که چېرې تاسې هم له ورته ستونزې سره مخ یاست نو د مڼې سرکه وکاروئ.

یوه کاچوغه د مڼې سرکه یو گېلاس اوبو کې واچوئ او له خواړه وروسته يي وڅښئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب