د مسلمانې بي بي صفات | ښځه

د اسلام د مقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځيرشي دومره کټی حکمتونه به پکې وي چه په ليکلو يی کتابونه ډکيږي .

داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته امن ،سکون ،خوشحالې ،متقابل احترام ،يوپربل ظلم نه کول ،صداقت وي ، رشوت ،غلا ،بی حيايې ،خيانت به نه وي .

داچه نن ځنی کسان څه يی چه په مخ ورځې مخ نه ور څخه اړوي دا دوی خپله بی غيرتي ،بی ننګي دخدای (ج) ،قرآن او پيغمبر(ص) سره بی وفايې ده . د دوی بداعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانې نه شي کولای .

اوس به راشو دمسلمانې بي بي صيفاتو ته :

۱- ستر :

دځان ستر (حجاب) ته مو ډير پام کوی ځکه داسلام دستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بې حېا ېو له منځه وړل ؤ ، قرآنکريم مسلمانوبيبيانو ته داسې لاښونه کوي :

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ….. (النور۳۱ ).

(ا و ووايه (ای محمده ص ) ايماندارو ښځو ته چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګې خپلی او ښه ټينګ دی وساتي

ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کې ) اونه دی ښکاروي زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل ) مګر هغه چه ښکاريږي له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کې ) او ښايی چه وادی چوی ټکری خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر

داچه ستر کومه اندازه په کومو شرايطو ورسته به اسلامی حجاب کې ذکر شي    .

۲- د خاوند (ميړه ) اطاعت کول :

مسلمانه بی بی به دخپل خاوند اطاعت کوي او دقدر په سترګه به ورته ګوري ځکه چه دمسلمانی بی بی لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تګيه ګاه اود زړه سکون او تسل دی .

داسلام دسترپيغمبر ارشادات مسلمانی بی بی ته :

دابی هريره (رض) روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی :

لاَ يَحِلُّ لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَصُومَ وَزَوْجُهَا شَاهِدٌ إِلاَّ بِإذْنِهِ ، وَلاَ تَأذَنَ فِي بَيْتِهِ إِلاَّ بِإذْنِهِ ( متفق عَلَيْهِ )

((دهيڅ ښځی لپاره روا نه دی چه د خپل ميړه په موجوديت کې دهغه داجازی پرته (نفلی ) روژه ونيسي ،اونه دا جايز دی چه دخاوند داجازی بغير دهغه کورته د داخليدلو لپاره بل چاته اجازه ورکړي . اوبل حديث شريف کې دی د ميړه داجازه بغير دی له کوره نه وځی )).

همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی (رض) نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايې:

اِذاَ دَعَا اَ لرَّجُلُ زَوْجَتَه لِحَاجَتِه فَلْتَاْتِه وَ اِنْ كاَنَتْ عَلی التّنُّورِ ( تَرمذي ،نساءيی ).

((کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وي )).

د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شي.

۳- د حيا ساتنه :

مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته هميشه فکرمنه وي .

– د خپلی آبرو او پاک لمنتوب د ساتنې خيال ساتي ځکه که دميړه په زړه کې داسی کوم شک پيداشي ، نوبيا دښځی يوه نيکې اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشي .

که خدای (ج)  مه کړه يوځلی پر چا تور داغ ولګيږي نوبيا د ژوند خوند آبرو او غزت هرڅه له منځه ځي .

پدی اړه قرآنکريم دالمؤمنون په سورت کې د شيږو صيفاتو لرونکو ته د کاميابی زيری ورکړی .

۱- هغه کسان چه دوی په لمونځوخپلو کې عاجزی کوونکې ويرودوونکې وي (له الله ج نه ).

۲- هغه کسان چه دوی له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکې دي ، ۳- هغه کسان چه دوی د زکوة  ادا کوونکې دی۴ ،- هغه کسان چه دوی دحيا ځايونو ساتونکې دي ، ۵- هغه کسان چه دوی د امانت او وعدو رعايت کوونکې دي ، ۶- هغه کسان چه دوی دلمونځو ساتوونکی وی (پنځه واړه لمونځونه پرخپل وخت ادا کوي ).

د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شي .

۴- تقوی او دينداري :

کومه ښځه  چه تقوای او دينداری ولری هغه به تر ټولو غوره بی بی مور وي ، کورنۍ ولس او ټولنی ته به دينداره اولاد وړاندې کوي .

داسې بی بی به دکوراوخپل خاوند لپاره يو برکت او الهی رحمت وي  .

نوضرور ده چه مسلمانه بی بی پر ټولو اسلامی احکامو کلکه پاپنده وي ، پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت وکړي خير که مو کارونه ډير وي يا د اولاد روزنی مشعوله کړی وی ځان په وخت لمانځه ته وزګار کړی هسی هم د دينا کارونه نه خلاصيږی ، هغه کسان چه بی وخته لمونځونه کوی يا له لمانځه څخه غافله وي قرآنکريم   دغه  کسانو ته په سختو ويرولو سره داسی  خبرداری ورکوي   :فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ۴ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ(الماعون ۴-۵)

(( دويل کنډه يا بربادی ده هغه کسانو لره چه دوی له لمونځونو خپلو عافل او بی پروا دي  )) .

همدارنګه نور ټول الهی اوامير ته تسليمی د کاملی مسلمانی بی بی صيفات وی چه داسی بی بی ته په بار بار  الهی او نبوی ص  ارشاداتو  کې  دجنت زيری ورکړشوی  دی .

۴- د خاوند د کور سامان ساتنه :

مسلمانه بی بی به د خپل خاونددکور سامان ساتنه کوي له واده نه ورسته د مېړه کور خپل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وي داسی نه چه هغه يې کور ته راوړی او تاسی يی له کوره باسئ

دقرېشو دښځو په ستاېنه کې نبی کرېم   صلی الله عليه وسلم فرمايې:دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دي ،پراولاد ډېری مهربانه دي اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکې دي (بخاری) .

۵- د اولاد روزنه :

اولاد دخدای (ج) ستر نعمت وګنئ اوشکر وباسی چه تاسی ته يی دخپل بنده د روزنی او پالنی وخت درکړ او دغه اولاد به ستا جاينشين شي .

د اولاد په تعليم او تربيه کې د زری قدرې غفلت هم ستاسو د دنيا او آخرت ذلت او رسوايې ده ځکه مات لاس غاړې ته ځي ، اولاد ډير وخت د مور ترڅارنی لاندې وي په تيره بيا چه پلار يې مسافروي .

ترهرڅه مخکې خپل اولاد په پوره دينی زده کړه او ديندارۍ عادت کړئ ځکه يواځی مسلمان او تقوی داره اولاد دمور اوپلار حقوق ښه پيږني او دموراوپلار خدمت به په پوره اخلاص وکړي .

۶- نظافت او پاکوالی :

د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالې اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دي لاره کې دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وي نو بېا که ورسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنۍ عزت به مو مخکې په سند وړی وي نو پاکۍ ته ډېر پام کوی ،ځان خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقری جامی اغوندی او بېرون چه د خپلوانو کره ځی نوښه ځان سنګاروی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب