د ونو او بوټو ګټې د اسلام او طبیعت له نظره

ونې او نباتات د اکسیجن په چمتو کولو کي مهم رول لري. ونې سوځل سوي ګاز(کاربن اکاسیډ) ځان ته کشوي او په بدل کي يې د انسان لپاره تازه نااستعمال سوی ګاز(اکسیجن) چمتو کوي. همدارنګه ونې د هوا په صفا کولو کي جوت نقش لري.

د ونو ګټې یوازي د انسان لپاره هم نه دي؛ بلکي له حیوانه تر مرغانو يې ټولو ته فایدې رسېږي. حیوان هم ګېډه ځني مړوي او هم يې سیوری کاروي. مرغه هم ځاله کي جوړوي او هم خوراک ترې کوي. انسان له دې پاس کارو ماسیوا د سون لپاره لرګي، د کور لپاره تیران، دستک او ښاخلې او همداسي نور کارونه هم ترې اخلي. په انساني ژوند کي د ونو ګټو ته په کتو شرعي نصوصو کي يې هم یادونه راغلې ده چي ځيني يې دا دي:

د مسند احمد حدیث: عَنْ أُمِّ مُبَشِّرٍ، قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” مَنْ غَرَسَ غَرْسًا، أَوْ زَرَعَ زَرْعًا، فَأَكَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ، أَوْ سَبُعٌ، أَوْ دَابَّةٌ، أَوْ طَيْرٌ، فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ “

ژباړه: ام مبشر ویل چي رسو الله وویل: که چا نهال کېښود یا يې کښت وکرئ، بیا که انسان، یا ځناور، یا حیوان یا هم مرغه خوراک ترې وکړ؛ د هغه لپاره صدقه ده.

د مسلم حدیث: عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا إِلَّا كَانَ مَا أُكِلَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةً، وَمَا سُرِقَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةٌ، وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ مِنْهُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ، وَمَا أَكَلَتِ الطَّيْرُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ، وَلَا يَرْزَؤُهُ أَحَدٌ إِلَّا كَانَ لَهُ صَدَقَةٌ»

your ads

ژباړه: جابر رض ویل چي رسول الله وویل: هيڅ مسلمان نهال نه ږدي مګر چي هر څه ځني خوړل کېږي هغه يې صدقه ده، څه چي ترې غلا کېږي هغه يې صدقه ده، څه چي ځناور ترې خوري؛ دا يې صدقه ده، څه چي مرغان ترې خوري هغه يې صدقه ده او هيڅوک کمول نه ترې کوي مګر د ده لپاره به صدقه وي.

د بخاري حدیث: عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ غَرَسَ غَرْسًا، فَأَكَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ أَوْ دَابَّةٌ، إِلَّا كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ»

ژباړه: انس بن مالک رض روایت کړی چي رسول الله ویل: هيڅ مسلمان نیالګی نه ږدي چي بیا انسان یا حیوان ترې خوراک وکړي؛ مګر ده ته به هغه صدقه وي.

د ونو او ځنګلونو ګټې:

ځنګلونه نه يوازي د انساني ژوند لپاره اړين دي، بلکي د حیواناتو د پايښت، زياتوب او خونديتوب لپاره هم ډېر ګټور دي. د ونو له يو شمېر موادو څخه طب پوهان په طبي درملنو کي هم کار اخلي. ونې د سون توکي راکوي او د وادنيو په جوړولو کي هم له ونو ګټه اخلو.

ونې او ځنګلونه د سيمې د هوا په بدلون کي هم مهمه ونډه لري. د ونو له پاڼو د اوبو بخارات هوا ته وزي؛ نو په هوا کي د لندوالي او نمي تناسب ساتي او هوا نه خوشکېږي. همدا بخارات چي لوړ ولاړ شي، نو د وريځو په جوړولو کي مرسته کوي، د باران امکان زياتوي او پوهان وايي چي ونې وريځي خپل لور ته را کشوي.

که په يوه سيمه کي ونې او ځنګلونه نه وي، نو د باران تېزي اوبه ځمکه ور سره وړي، غاري او لښتي په کي جوړوي او له دې سره جوخت په ځمکه کي له موجودو غذايي موادو څخه هم ځمکه بې برخې کوي. خو که ونې موجودې وي، نو د سیلابي اوبو په وړاندي د ونو ريښې ځمکه ټينګوي او د همدې ريښو او ځنګل په برکت د اوبو یاغي څپې مهارېږي، خلګ يې له شره خوندي کېږي او اوبه په ځمکه کي جذبېږي. سيلاب ځمکه نه خرابوي او تر بارانو وروسته تېز بادونه هم ځمکې ته زيان نه رسوي. ځکه ځمکه د ريښو په وسيله ټينګه وي، پر سر يې زرغونه واښه شنه وي او تر ډېره حده د باران لندوالی په ځمکه کي پاتېږي چي د وښو په را زرغونو کي لویه مرسته کوي. دې ګټو ته په کتو نو پوهان توصيه کوي چي که هر ځای ونې پرېکړل شي، بايد پر ځای يې نوري ونې ولګول شي. ځکه ونې د انساني ژوند هغه اړين توکي چمتو کوي چي انسان په ژوندی دی. ونې سوځل سوی ګاز(کاربن) اخلي او په اکسيجن يې بدلوي. پوهان وايي، يوه پنځه کلنه ونه د (۲۵) کسانو اکسيجن توليدوي.

ځنګلونه پر غرونو، غونډيو او ځنګلي علاقو شوې واوري ژر ويلېدو ته نه پرېږدي. ځمکه لنده ساتي. د هوا له بادېدو، د سیلاب له وړلو او غارونو څخه يې خوندي ساتي. د ځنګلي حیواناتو د خونديتوب، زیاتوب، خوراک، اوسېدنې او… ځای دی. د تختو په جوړولو، د سون د توکو په زياتولو، د تعمير او ودانۍ په کارونو کي له ونو او درختو ګټه اخیسته کېږي. له دې ټولو فايدو او ګټو سره ونې او ځنګلونه طبیعي مناظر دي چي پر انساني فطرت ښه لګېږي. انسان د باغونو، ونو اوځنګلونو په ليدلو د خوښۍ احساس کوي. کله چي يو ځای خسته شي او په خپل چاپيريال کي د ديغت احساس وکړي؛ نو د باغ یا ځنګل لور ته وزي او هلته خپله خستګي او ذهني ستوماني لیرې کوي او د طبیعي منظرو په ليدلو خپل نارمل حالت ته را ګرزي. ډاکټران د عصبي ناروغيو مریضانو ته توصیه کوي چي باغونو او د ونو لور ته ووزي او خپل طبیعت نارمل وساتي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب