له نارينه وو څخه د ښځو د تقليد بېلګې

 له نارينه وو څخه د ښځو د تقليد بېلګې:

۱- د مردانه کالو اغوستل:

له هغو کارونو څخه چي ښځو ته حرام دي د هغو کالو اغوستل دي چي شکل يې د نارينه وو کالو ته ورته وي، لکه کميس.

د ښځو کالي بايد د نارينه وو د کالو غوندي نه وي. او رسول الله صپر هغو ښځو چي د نارينه وو تقليد کوي او خپل کړه وړه د نارينه وو غوندي کوي لعنت ويلى دى. په کالو کي له نارينه څخه د ښځي تقليد دادى چي ښځه هغه کالي واغوندي چي د يوې ټولني په عرف کي د ډول او اوصافو له مخي په نارينه وو اړه لري

۲- پتلون اغوستل:

يو بل مصيبت چي په دې وروستيو کلونو کي په اخته سوي يو د ټولني د منځنيو ډلو په ښځو کي د پتلون د اغوستلو رواجېده دي. د لباس دغه ډول د مسلماني ښځي د شخصيت سره ګردسره پردى دى، او د حيا ــ چي د ښځي د ښايست راز پکښي نغښتى دى ــ د پرېښوولو لامل سوى دى.

عالمانو د پتلون د اغوستلو د حکم په هکله ډېري فتواوي ورکړي دي، د بېلګې په توګه:

سوال: آیا جواز لري چي ښځي هم د نارينه وو غوندي پتلون واغوندي؟

your ads

جواب: ښځي ته نه ښايي چي تنګ کالي واغوندي، ځکه چي بدن يې مشخص کوي او دا کار فتنه پاروونکى دى. او پتلونونه غالباً تنګ او په بدن پوري نښتي وي او د بدن غړي چي يې پټ کړي وي څرګندوي. همدارنګه د ښځو لخوا په پتلون اغوستلو کي د نارينه وو سره ورته والى راځي او رسول الله ص پر هغو ښځو چي خپل ځانونه د نارينه وو سره ورته کوي، لعنت ويلى دى.

ښځو ته د داسي کالو اغوستل جواز نه لري چي له نارينه وو يا کافرو ښځو څخه تقليد وي. همدارنګه د داسي تنګو کالو اغوستل هم ورته جايز نه دي چي د بدن غړي يې څرګندوي او د خلکو د پام ورګرځېدو لامل کيږي.

نو په پايله کي څرګنده سوه چي د دغو ټولو ممنوعيتونو په پام کي نيولو سره د پتلون اغوستل جواز نه لري.

که څه هم پتلون پراخه وي بيا هم له دې امله چي دواړي پښې نه پتوي د هغه اغوستل جواز نه لري او بل دا بېره سته چي د پراخ پتلون اغوستل دي له نارينه وو څخه تقليد وي، ځکه چي پتلون د نارينه وو لباس دى.

نو چي د پتلون اغوستل د دې ټولو خبرو له امله او که څه هم پراخه وي جواز نه لري، نو اغوستل يې څه لازم دي؟ او ولي يې اغوندو؟ او څوک چي هغه اغوندي بې له پرله پسې ګنهونو، لکه د هغه د اغوستلو ګناه او د هغو خلکو ګناه چي ورته ګوري او د نورو هغو ښځو ګناه چي تقليد ځني کوي، نوره څه ګته ترلاسه کوي؟

د ښځو په ځان جوړولو کي له نارينه وو څخه د تقليد بېلګې:

بايد په ډېري خواشينۍ سره ووايو چي د کفارو لخوا په را لېږلو سوو چارو او شيانو کي ليدل کيږي چي ځيني ځواني نجوني د خپلو سرونو ورېښتان د ناريه وو غوندي جوړوي چي په «بچه ګانه» سرجوړولو شهرت لري.

د ورېښتانو دغه ډول لنډول حرام کار دى. ځکه چي په دې کي له نارينه وو څخه تقليد کيږي،او په دې هکله د علامه شیخ محمد بن صالح بن عثیمین په فتوا کي راغلي دي:

که د ښځي ورېښتان تر دې کچي لنډ سي چي د نارينه د سر د ورېښتانو غوندي سي، نو دا کار حرام او د لويو (کبيره) ګنهونو څخه دى. په دې چي رسول الله ج پر هغو ښځو چي خپل ځانونه د نارينه وو غوندي کوي لعنت ويلى دى. خو، په هکله يې د عالمانو په منځ کي اختلاف دى او مشهور د امام احمد/ قول دى چي دا کار يې مکروه بللى دى. او ښځي ته يې د سر د ورېښتانو لنډول،د مخ لخوا وي که د شا لخوا مکروه بللي دي.او که د ورېښتانو دغه لنډېده تر دې کچي ورسيږي چي د نارينه وو د ورېښتانو غوندي سي يا يې د کافرو ښځو غوندي لنډ کړي، بيا حرام باله سي. ځکه چي رسول الله ج فرمايلي دي:

«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ».

«څوک چي د يوه قوم سره ورته او مشابه سي، نو له هغو څخه ګڼل کيږي».

او ليدل سوي دي چي کومه ښځه مردانه کالي اغوندي او ورېښتان د هغو د ورېښتانو غوندي لنډوي، په خبرو او تللو او نورو حرکاتو کي قصدي وي که غير قصدي، د نارينه وو غوندي عمل کوي او د ځينو منحرفو اخلاقو منشا چي نن مهال له ځينو نجونو څخه تر سره کيږي، دغه چاري دي.

نو اى زما مسلماني خور! له دې چارو څخه چي د لعنت او د لوى څښتنأ له رحمت څخه د ليري کېدو لامل کيږي ډډه وکړه.

څلورم: له محرماتو څخه ډډه کول

يو له هغو شيانو څخه چي بايد د کالو او سينګار په هکله په پام کي ونيول سي، له هر هغه شي څخه ډډه کول دي چي د اسلام سپېڅلي دين د کالو او سينګار په هکله حرام کړي دي. چي دا چاري دوه ډوله دي:

الف) هغه کالي چي اغوستل يې حرام دي:

مسلمانه ښځه بايد له هر هغه څه څخه چي لوى څښتن د کالو او زينت په هکله حرام کړي دي، ليري واوسي، د بېلګې په توګه:

۱- د هغو کالو اغوستل چي د روح لرونکو تصويرونه باندي کښل سوي وي:

له روح لرونکو څخه انسانان او څاروي مراد دي. او دا له هغو منع سوو کارونو څخه دى چي زموږ ډېري مسلماني ښځي ډېر لږ ارزښت ورکوي، تر دې اندازې چي زموږ په ټولنه کي يې رواج پيدا کړى دى. له دې کار څخه د لاس اخيستلو لپاره بس د رسول الله ص دا ښکلې خبره بسنه کوي:

«لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلَا صُورَةٌ».

«ملايکي هغه کور ته نه ننوزي چي سپى او تصوير (عکس) پکښې وي».

د عکس حکم پر هر هغه شي پلى کيږي چي د مجسمې يا د بل تصوير په بڼه وي، او موږ وايو چي د هغو کالو اغوستل چي تصويرونه ولري حرام دي، د کوچنيانو کالي وي، که د لويانو. او د يادګار لپاره يا د نورو دلايلو له مخي عکس اخيستل جواز نه لري. خو اړين کارونه، لکه د تذکرې او شهادتنامې اخيستل له دې څخه مستثنا دي.

بل مورد چي بايد اشاره ورته وکړو دادى چي د ډېرو کوچنيانو، بلکي د ټولو کوچنيانو کالي د روح لرونکو تصويرونه لري. ان کله چي ميندي په بازار کي خپلو کوچنيانو ته کالي رانيسي، څنګه چي ټول کالي ډول ډول انځورونه لري، نو د کالو په رانيولو کي ډېري سرګرداني سي. دا چي سوداګر دغسي کالي بازارونو ته وړاندي کوي ښايي لامل يې داوي چي ښځي يې ډېر خوښوي. نو که هره مسلمانه ښځه د دغسي کالو له رانيولو څخه ډډه وکړي، د ځان لپاره يې وي که د ماشومانو لپاره، نو بيا به سوداګر دغسي حرام کالي نه راوړي؟

۲- هغه کالي چي بدن نه پټوي:

يو بل ستر مصيبت چي امت په اخته سوى دى د کالو په هکله، په تېره د هغو نازکو کالو په هکله د ډېرو مسلمانو ښځو او نجونو بې پروايي ده چي بدن نه پټوي او د بدن حجم او رنګ څرګندوي . يا د ډېر لنډوالي يا د ډېرو سوريو او ډول ډول چاکونو له امله د دې لامل کيږي چي د بدن ځيني برخي ځني څرګندي سي، او يا يې تنګوالى د بدن څرنګوالى ښکاره کړي.

که موږ هغو مغازو ته چي ښځينه کالي خرڅوي يو ځغلند کاته وکړو، نو موږ ته به څرګنده سي چي زموږ امت د دين د غربت له امله د څونه ستر مصيبت سره لاس او ګرېوان دى.

په لوى څښتن لوړم چي د هر غيرتمن مسلمان په سترګو کي به اوښکي ولغړي او وبه وايي چي آيا دغه شرموونکي کالي د حضرت بي بي عایشې او حضرت بي بي فاطمېرض د اولادونو وړ دي؟ په دې منځ کي چي ډېر زړه دردوونکې خبره ده د ډېرو مسلمانو ښځو لخوا د دغو ناوړو کالو خوښول دي. او بله داده چي دغه ښځي د خپلو محارمو او نورو ښځو په وړاندي د دغه ډول کالو په اغوستلو فخر کوي! دا داسي کالي وي چي تر ورانه پوري چاک لري يا دوني لنډوي چي پښې تر زنګنو پوري ځني ښکاري. يا داسي تنګ کالي وي چي د بدن د ټولو غړو څرنګوالى ځني معلوميږي، لکه چي هيڅ کالي يې نه وي اغوستي. او داسي شرمناک کالي وي چي سينه او شا او لاسونه ځني ښکاري او ان داسي وي چي نس ځني معلوميږي. بيا نو په دې صورت کي څه پاته سوه چي بايد له سترګو څخه پټ سي؟!

اى زما درنې او مهرباني خور! تل دي په پام کي وي چي ته د اسلام د دښمنانو لخوا د دې لڅو يا نيم لڅو کالو په وسيله د دې لپاره چي له خپل اسلام او فرهنګ څخه دي ليري کړي او له ستر او پت او عزت څخه دي پردۍ کړي هدف واقع سوې يې:

﴿وَدَّ كَثِيرٞ مِّنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ لَوۡ يَرُدُّونَكُم مِّنۢ بَعۡدِ إِيمَٰنِكُمۡ كُفَّارًا حَسَدٗا مِّنۡ عِندِ أَنفُسِهِم﴾ [البقرة: ۱۰۹].

«(اى مسلمانانو!) ډېر اهل کتاب د خپلو زړونو د رُخې (کينې او حسد)پربنسټ دا غواړي چي په يو ډول نه يو ډول تاسي تر ايمان راوړلو وروسته بېرته کفر ته (او هغه ناوړه حالت ته چي دمخه مو درلود) واړوي».

نو پر خپل ځان باندي د هغو سره مرسته مه کوه او د رسول الله ج دا حديث درڅخه هر نه سي چي فرمايي:

«صِنْفَانِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ لَمْ أَرَهُمَا: قَوْمٌ مَعَهُمْ سِيَاطٌ كَأَذْنَابِ الْبَقَرِ يَضْرِبُونَ بِهَا النَّاسَ وَنِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مُمِيلَاتٌ مَائِلَاتٌ رُءُوسُهُنَّ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ لَا يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلَا يَجِدْنَ رِيحَهَا وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ كَذَا وَكَذَا».

«له دوږخيانو څخه دوې ډلي دي چي نه مي دي ليدلي: يوه ډله هغه ده چي د غوا د لکۍ غوندي شلاخي يې په لاس کي وي او خلک په وهي او هغه ښځي چي کالي يې اغوستي وي، خو په عين حال کي لڅي وي، او هغه ښځي چي خلکو ته تمايل ښيي او نارينه خپلو ځانونو ته متمايل کوي او د سرونو ورېښتان يې د اوښ د بوک غوندي راکاږه کړي وي. دغه دوې ډلي هيڅکله جنت ته نه ننوزي او بوى يې هيڅکله نه احساسوي، په داسي حال کي چي د جنت بوى له ډېر ليري واټن څخه د بويېدو وړ دى».

عالمان وايي چي د دې جملې چي (کالي يې اغوستي وي، خو لڅي وي) معنا داده چي دغه ښځي به تنګ، نازک يا لنډ کالي اغوندي.

د صحابه وو ښځو عادت دا وو چي داسي کالي به يې اغوستل چي اوږدوالى يې د پښو تر بجلکو پوري رسېدى او د لستوڼو اوږدوالى به يې د لاسونو تر بندونو رسېدى. پر دې سربېره کله چي به بازار ته تلې نور داسي اوږده کالي به يې هم پر اغوستل چي د لاسونو ورغوي به يې هم پټول او يا به يې دستکلې (دستکښي)په لاس کولې. په دې توګه له دستکلو څخه استفاده د صحابه وو ښځو يو دود وو. د رسول الله ص له دې وينا څخه چي ښځه د احرام تړلو په وخت کي بايد دستکلې په لاس نه کړي، معلوميږي چي که هغه مهال له دستکلو څخه استفاده دود وه، که نه نو د احرام په حال د هغو له په لاس کولو څخه د منع کولو څه اړتيا وه؟».

اما کوم څه چي د منځنيو ډلو په ځينو ښځو کي دود سوي دي دادي چي د ښځو د پټېدو حد (يا عورت) کله چي د ښځو په منځ کي وي، د نارينه وو د عورت له حد څخه په تقليد، د دوى په خپلو منځو کي هماغه له نامه څخه تر زنګنو پوري دى، چي دا خبره هيڅ دليل او اعتبار نه لري.

هغه څه چي له مسلمانو ښځو څخه غوښتل کيږي حيا او تواضع ده او دادي چي خپلو مسلمانو خوندو ته يو ښه مثال واوسي او د ښځو په منځ کي د خپل بدن له غړو څخه هغه ځايونه ښکاره کړي چي په دين باندي د پايبندو مسلمانو ښځو عادت وي او دا ډېر ښه کار دى، ځکه چي د ښځو د بدن د هغو ځايونو په ښکاره کولو کي بې پروايي، چي د هغو د ښکاره کولو لپاره دليل وجود ونه لري، د زياتي بې پروايى لامل ګرځي او د بې حجابۍ چي حرام کار دى سبب کيږي. و الله اعلم

د نجونو تنګ او لنډ کالي هم له دې قبيله دي.

زما نظر دادى چي ډېره ښه داده چي څوک دغسي لنډ کالي خپلو لوڼو ته ور وانه غوندي، ځکه که هغوى د دغسي لنډو کالو سره اموخته سي، بيا د هغو اغوستلو ته ادامه ورکوي او عادت کيږي يې، خو که له کوچنيوالي څخه د حيا په درلودلو عادت سي، نو دغه حالت تر لوى والي پوري پکښي پاته کيږي. زه خپلو مسلمانو خوندو ته سپارښتنه کوم چي د بهرنيانو د کالو له اغوستلو څخه چي زموږ د دين دښمنان دي ډډه وکړي او خپلي لوڼي د داسي کالو په اغوستلو عادت کړي چي بدن يې ور پټوي او حياناکي يې وروزي، ځکه چي حيا د ايمان يوه برخه ده».

۳- هغه کالي چي په بهرنيو ژبو ليکني پر سوي وي يا حرام تصويرونه پر کښل سوي وي:

نن مهال په بازارونو کي داسي کالي بېخي ډېر خرڅيږي چي د ډول ډول تصويرونو او شکلونو درلودونکي دي. مثلاً داسي شکلونه پر کښل سوي دي چي د صليب شکل ته ورته دي، يا په بهرنيو ژبو داسي جملې پر ليکل سوي دي چي د اعتقادي او اخلاقي فاسدو معناوو درلودونکي دي او زموږ د دين سره په تضاد کي دي.

لومړى بايد د هغو جملو او تورو د معناوو په هکله پوښتنه وسي چي په بهرنيو ژبو ليکل سوي وي، ځکه کېداى سي چي ناسمي او غير اخلاقي معناوي ولري. د هغو کالو اغوستل چي انګرېزي جملې يا زموږ له مورنيو ژبو پرته د نورو ژبو جملې پر ليکل سوي وي جواز نه لري، مګر که يې څوک په بې غرضي پوه سي او د انسان شرافت ته تاوان نه رسوي او د کفارو د درناوي لپاره نه وي بيا يې اغوستل پروا نه کوي. ځکه کله کله له دغسي جملو څخه د ځينو کفارو، لکه فوټبال کوونکو، لوبغاړو، مخترعينو او داسي نورو د ستاينو لپاره ګټه اخيستل کيږي. نو که پر کالو باندي دغسي جملې وي اغوستل يې حرام دي. له دې امله بايد د دغسي کالو تر رانيولو او اغوستلو دمخه پر هغو باندي د دغسي جملو د معناوو پوښتنه وسي».

نو اى زما ګراني خور! د داسي کالو تر رانيولو دمخه چي په بهرنيو ژبو ليکني پر سوي وي د هغو د معناوو په هکله معلومات وکړه او معناوو ته يې متوجه سه، څو په دې توګه د اسلام دښمنانو ته زموږ د ګمراه کولو او زموږ د پت او عزت د له منځه وړلو لپاره موقع ورنه کړو.

ب) د ځان جوړولو د حراموالي موارد او وسايل:

کله چي مسلمانه ښځه ځان جوړوي، نو ورته لازمه ده چي په حلالو توکو ځان جوړ کړي او د هر حرام سينګار څخه ډډه وکړي، د مثال په ډول:

۱- د وروځو اخيستل:

د وروځو اخيستل حرام کار دى، خو له بده مرغه چي زموږ په ښځو او نجونو کي ډېر دود سوى دى. دا کار د کبيره ګناهونو له جملې څخه دى. حضرت عبدالله بن مسعودس له پيغمبر ص څخه روایت کوي چي:

«الله تعالى لعنت فرمايلى دى پر هغو ښځو چي خالونه وهي او پر هغو ښځو چي غواړي خالونه ورووهل سي، او پر هغو ښځو چي وروځي نرۍ کوي او پر هغو ښځو چي د هغو د نرۍ کولو غوښتونکي وي، او پر هغو ښځو چي د ښکلا لپاره خپل غاښونه يو رنګه کوي او د لوى څښتن خلقت ته بدلون ورکوي». بيانو زه څله پر هغو کسانو لعنت ونه وايم چي پيغمبر ص پر ويلى وي او په قرآن کي راغلي دي چي:

﴿وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ﴾ [الحشر: ۷].

«څه چي پېغمبر تاسي ته (له الهي احکامو څخه) دروړي دي هغه واخلئ (تر سره يې کړئ)».

ان که د وروځو اخيستل د مېړه لپاره د ځان جوړولو په موخه وي هم منع دى. لکه چي شیخ محمد بن صالح بن عثیمین فتوا ورکړې ده. له شيخ څخه پوښتنه وسوه: د وروځو اخيستل، په تېره چي وروځي پنډي وي او د مېړه د ناخوښۍ لامل ګرځي، نو دا کار د مېړه لپاره د ځان جوړولو په موخه روا دى؟  هغه جواب ورکړ: د وروځو اخيستل جواز نه لري او رسول الله ص پر هغو ښځو چي د نورو ښځو وروځي نرۍ کوي او پر هغو ښځو چي د هغو د نرۍ کولو غوښتونکي وي يا خپله دا کار کوي لعنت ويلى دى. او دا کار حرام دى او لوى څښتن هر څه چي کړي دي حکمت پکښي لري . پر دې بنسټ ځيني کسان په ظاهره ښايسته وي او ځيني بيا داسي نه وي او ټول کارونه د لوى څښتنأ لخوا تر سره کيږي، نو پر انسان واجب ده چي صبر ورکړي او خپل اجر له لوى څښتن څخه وغواړي او خپلو غوښتنو ته د رسېدو په لار کي په حرامو اخته نه سي. هيچا ته نه ښايي چي د خپلو وروځو ورېښتان وکاږي، مګر کله چي ورېښتان د وروځو په دباندي برخو کي را شنه سوي وي. لکه چي پر کوم خال باندي ورېښتان را شنه سوي وي، په دې صورت کي کولاى سي چي دغسي ورېښتان له منځه يوسي چي دا د يوه ناوړه نقص له منځه وړه دي او سينګار نه بلل کيږي..

نن مهال د ښځو په منځ کي داسي يوکار رواج سوى دى چي «ټاټو، tattoo» نوميږي او په هغه سره وروځو ته يو ډول دايمي بڼه ورکوي او دا کار د ستني په وسيله په اتوماتيک ډول تر پوست لاندي د رانجو په اچولو سره تر سره کيږي. چي څه له پاسه يو کال دوام کوي او بېخي ډېر لګښت پر راځي.

دا کار د لوى څښتن د خلقت اصل ته د بدلون ورکولو په سبب او د کېمياوي موادو د کارولو له امله وروځو ته د تاوان رسېدو په سبب حرام دى.

د وروځو اخيستل او د هغو د ورېښتانو کښل او لنډول يو شى دى،

د وروځو اخيستل له کبيره ګنهونو څخه باله سي او پيغمبر ص پر هغه چا چي د نورو وروځي اخلي او پر هغه چا چي له بل څخه غواړي چي وروځي يې واخلي لعنت ويلى دى. او پیغمبر ص دا کار په ښځو پوري ځانګړى کړى دى، ځکه چي ښځي له دې کار څخه د ښايست لپاره استفاده کوي. که نارينه دا کار وکړي هغه هم د ښځو غوندي ملعون دى ـ العیاذ بالله ـ  او علما د وروځو لنډول د هغو د اخيستلو غوندي بولي، ځکه چي د لوى څښتن خلقت ته بدلون ورکوي او د وروځو اخيستل او کښل د هغو د لنډولو سره فرق نه کوي. نو ښه داده چي له دې کار څخه ډډه وسي او مسلمان نر وي که ښځه بايد له دې کار څخه اجتناب وکړي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب