د مسلمانانو «محفوظ» عدالت نه عملي

کیسه کا د امریکا په متحده ایالاتو کې یوې محکمې ته یوسپينږیری وړاندې کړل شو هغه د قاضي په مخکې اعتراف وکړ چې یوه ډوډۍ یې پټه کړې ده او زیاته یې کړه چې دومره وږی و چې د مرګ وېره یې وه ځکه یې ډوډۍ غلاګړه.

 قاضي امر وکړ چې لس ډالره جریمه شو او ویې ویل: څرنګه چې سپینږیرې د یوې ډوډۍ پیسې نه لرلې نو لس ډالره به له کومه کړي، جیب ته یې لاس کړ او د هغه جریمه یې له خپله جیبه پرې کړه او ويې ویل: له دې موضوع سره مو یو بل حکم هم تړلی ده او هغه دا چې ناست خلک ټول لس لس ډالره جریمه شول او ټول یې سمدستي راوباسئ، خلکو څلور سوه شپیته ډالره جریمه پریکړه او قاضي ورته وویل: تاسو مې لس لس ډالره ځکه جریمه کړئ چې ستاسو په هیواد کې داسې څوک ژوند کوي چې هغه د یوې ډوډۍ وس نه لري او تاسو پرې خبر هم نه یئ.

داکیسه یو چا لیکلې وه او بیا یې دا مریکایې او اروپایې محکمو او عدالت ستاینه کړې وه. زه وایم چې رښتیاهم دا کار په موجوده وخت کې د ستاینې وړ ده، خو د اسلام عدالت له دې عدالتونو سل برخې زیات ده اوهغه داسې: قرانکریم په هر شتمن باندې د هغه په مال کې دوه نیم سلنه مال فرض کړی او مسلمان واکمن یې باید له شتمنو واخلي او په مسکینانو یې ووېشي. داراز قرانکریم وایې: وفي اموالهم حق معلوم للسائل والمحروم. یعني د شتمنو په مالونو کې معلومه برخه د سوالګرو او بې برخې خلکو له پاره شته. مفسرین وایي: له دې نه مراد له زکات نه پرته مال ده او هغه داسې چې که د مسلمانانو زکات د غریبانو کفایت نه کوي نو واکمن کولی شي له شتمنو پرته له  زکاته نورمال واخلي.

داراز رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: په کومه سیمه کې چې یو مسکین په وږې ګیډه شپه سبا کړي د دې سیمې له ټولو خلکو به د اخرت په ورځ الله پوښتنه کوي. امریکایي عدالت شپږڅلویشت کسان لس لس ډالره جریمه کړې دي او نبوي عدالت د سیمې په سلهاو زره خلک ګرموي.

خو یو مهم ټکی باید هیر نکړو او هغه دا چې د کفارو عدالت فعلا عملي او پلی ده او زموږ عدالت په کتابونو کې “محفوظ” او خوندې ده. که هرڅوک په اسلام نیوکه کوي دا نیوکه یې بیځایه او ناسمه ده او که په مسلمانانو نیوکه کوي ورته اجازه ده ځکه اسلام مکمل او بې ساری عدالت ورکړی ده چې دوی یې نه عملي کوي هغه د دوی خپل کار ده.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب