مسجد ضرار

قرآن د مسجد ضرار د اصطلاح په كارولو سره موږ ته د كورنيو دښمنانو يوه داسي ډله راپېژني چي د جومات تر نامه لاندي به داسي څه جوړ كړي چي په حقيقت كي به هغه د مسلمانانو په ضد د دښمن مورچل وي، موخه به ئې اسلام او مسلمانانو ته ضرر رسول وي، هلته چي فرمايي:
التوبه: 107
او هغه چي جومات ئې د ضرر، كفر، د مؤمنانو ترمنځ د تفريق (وسيله) او هغه چا ته مورچل گرځولى چي تر دې مخكي له الله او د هغه له پيغمبر سره جنگېدلى، او حتماً به په تأكيد سره لوړه كوي چي له ښېگڼي پرته مو د بل څه اراده نه وه كړې، او الله گواهي وركوي چي دوى له شكه پرته دروغجن دي.
دلته د هغو كسانو په اړه بحث شوى چي د اسلام او مسلمانانو په ضد او د دښمن په گټه د جنگ سنگر او مورچل پرانېزي خو د جومات په څېر تر يوه غولوونكي نامه لاندي، موخه ئې دا وي چي دښمن ته گټه ورسوي، مسلمانان متضرر كړي، د اسلام په ضد د كفر مرسته او خدمت وكړي، د مسلمانانو تر منځ تفرقه او اختلافات راولاړ كړي او د هغو خلكو لپاره پناه ځى او مورچل جوړ كړي چي له اسلام او مسلمانانو سره جنگېدلي، خو له دې ټولو سره سره به د الله په نامه لوړه كوي چي كوم بد نيت نه لري، د اسلام او مسلمانانو د ښېگڼي لپاره ئې دا كار كړى، دا په داسي حال كي چي الله تعالى گواهي وركوي چي دوى دروغجن دي، نه ئې نيت او اراده سمه ده او نه ئې دا كار د اسلام او مسلمانانو په گټه، كه څه هم د دې يو مصداق خو هغه جومات وو چي منافقينو جوړ كړى وو، پيغمبر عليه السلام ته ئې بلنه وركړې وه چي په خپل امامت سره ئې افتتاح كړي، خو د الله له لوري ورته امر وشو چي په هغه كي له لمونځ كولو ډډه وكړي او پيغمبر عليه السلام هغه صحابه وو ته امر وكړ چي هغه وران كړي… خو دا لارښوونه په سلگونو نور مصداقونه لري، داسي ډېري ډلي رامنځته شوې دي چي د اسلام تر نامه لاندي له اسلام سره جنگېدلې، كه ووايو چي د تاريخ ټول جنگونه د حقيقي مذهب په ضد د جعلي مذهب تر پردې لاندي شوي، مبالغه مو نه ده كړې، تل د باطل پلويانو د حق دين په ضد د دين او مذهب تر شعار او بيرغ لاندي جنگېدلي، د اسلام نه ماتېدونكې كلا له داخله او د منافقينو په لاس او له اسلام نه د دفاع تر نامه لاندي د دښمن په گټه فتحه شوې، د افغانستان په جهاد كي هم دښمن په خپلو پرمخ تللو وسلو، مجهزو فوځونو، روزل شوو باتجربه جاسوسي شبكو، پراخو امكاناتو، تبليغاتو، د مجاهدينو په وژلو، نيولو، د كليو او كورونو په ورانولو، بمباريو او بې شمېره جنگي جناياتو سره ونه توانېدو چي مجاهدينو ته ماتې وركړي، خو هغه مهال په دې وتوانېدل چي د مجاهدينو د لازياتو برياوو مخه ونيسي او په خپلمنځيو جگړو ئې اخته كړي چي د مسجد ضرار په څېر ډلي ئې جوړي كړې، له دغو ډلو ئې د مورچلو په توگه استفاده وكړه، د روسي فوځونو نيمگړي جنگي مأموريت ئې دغو ډلو ته وسپارو او د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ئې ونيوله. كوم كار چي دوى په خپلو مجهزو فوځونو ونه كړى شو، په دغو ډلو سره ئې وكړ!! دا نن صليبي ځواكونو زموږ هېواد د خپلو فوځونو په زور نه دئ نيولى؛ بلكي د هغو ډلو په لاس ئې نيولى چي د دوى د زمكنيو فوځونو په څېر ئې عمل وكړ، د دوى لپاره وجنگېدل، كه له پاسه هغوى بمونه ورول نو لاندي دوى پر مخ تلل او سنگرونه ئې ورته فتحه كول او د راكوزېدو شرايط ئې ورته برابرول. دا همغه ډلي دي چي قرآن ئې د مسجد ضرار په نامه يادوي او وايي: دا د دښمن لپاره مورچل، اسلام ته د ضرر رسولو باعث، د كفر په گټه او د مسلمانانو د تفريق وسيله دئ، په افغانستان كي جهاد د يوې منظمي او ځواكمني اسلامي ډلي په لاس پيل شو، دښمن نه غوښتل چي دا اسلامي پاڅون د يوه داسي حزب تر مشرۍ لاندي دوام وكړي چي د اسلامي حكومت د جوړولو توان او كفايت لري، نوري ډلي ئې، هغه هم له هېواده بهر او هغه مهال جوړې كړې چي په لكونو افغانان پاكستان او ايران ته مهاجر شول، د مقاومت ورځ په ورځ ځواكمنېدو ته په پام سره دښمن وېري واخيست چي د دې لړۍ پايله به هغه څه وي چي ترې سخته ترهه لري، د اسلامي حكومت جوړېدا، د امت وېښېدا، د جهاد د فريضې احياء او د اسلامي خلافت تأسيس هغه څه وو چي دښمن تل ترې وېرېدو، د همدې لپاره ئې دا ډلي په پاكستان او ايران كي جوړي كړې، ډېر پرې وغولېدل، د دوى په قسمونو ئې باور وكړ، گمان ئې دا وو چي دا په نېك نيت جوړې شوې ډلي دي او موخه ئې جهاد او د هېواد آزادي ده، خو راشئ وگورئ چي هغه ډلي اوس چېري دي؟!! آيا له روسانو او كمونيستانو سره يو ځاى نه شوې؟! آيا دا اوس د امريكايانو تر قومندې لاندي د خپل ملت په ضد نه جنگېزي؟! آيا دا دوى نه ول چي امريكايانو ته ئې ويل: لوى لوى بمونه ووروئ، لومړى خط راته مات كړئ، موږ ته وسايل راكړئ او د اردو په قطعاتو كي زموږ جنگيالي ونيسي، موږ ترتاسو ښه جنگېدى شو، ور او گودر راته معلوم دئ او په غرنيو سيمو كي د جنگېدو تجربه لرو!!
مجاهدينو د جهاد په تېرو كلونو كي د قرآن د ډېرو آيتونو مصداق په خپلو سترگو وليد، ډېر داسي خلك ئې وليدل چي د اتحاد تر پردې او شعار لاندي ئې د اختلاف راولاړولو هڅي كولې، د بېلي ډلي جوړولو په موخه به ئې د مجاهدينو تر منځ د يووالي تر نامه لاندي غونډي جوړي كړې؛ خو لنډه موده وروسته به څرگنده شوه چي دا ډله د دښمنانو لخوا استخدام شوې او موخه ئې د مجاهدينو تر منځ د اختلافاتو تشديد او د يوې نوې ډلي جوړول دي!!
دښمن تل هڅه كوي چي د استخدام شوو ډلو لپاره غولوونكي نومونه غوره كړي، د تخريب سنگر ته د مسجد نوم وركړي، ځيني د اتحاد په نامه د اختلاف لپاره، ځيني د اصلاح په نامه د افساد لپاره او ځيني د صلحي په نامه د جهاد په ضد ميدان ته راوباسي. دا دئ قرآن موږ ته وايي: ځيني به د دښمن لپاره سنگر جوړوي خو د مسجد په نامه، ځيني داسي دي چي ځان ته مصلح وايي، د صلح او اصلاح په نامه به صحنې ته راوځي خو په حقيقت كي به د دښمن له لوري د افساد او اختلاف لپاره گمارل شوي وي، د مسلمانانو په وړاندي به ځان مسلمان گڼي خو كله چي له خپل شيطان سره خلوت كوي نو ورته وايي: موږ ستاسو ملگري يو، پر مسلمانانو ملنډي وهو، د اسلام او اصلاح خبري مو هسي د ملنډو خبري دي. اصلي خبره مو همغه ده چي تاسو ئې غواړئ، له جهاد نه د خلكو راگرځول او وسله پر زمكه كېښودل!!
مجاهدين بايد دې ته متوجه وي چي د دښمن چلند له يوې ډلي سره د معيار او محك په توگه ونيسي، هري هغي ډلي ته بايد د شك په سترگه وگوري چي دښمن ئې په خپلي خوا كي مني، د دښمن تر تسلط لاندي په ډاډ او اطمئنان سره اوسي، نه دښمن له دوى تشويش لري او نه دوى له دښمنه.
په همدې پسي متصل بل آيت كي پيغمبر عليه السلام ته او د ده له لاري ټولو مؤمنانو ته امر شوى چي:
• په مسجد ضرار او دې ته ورته جومات او جماعت كي له ودرېدو په كلكه ډډه وكړي.
• د ودرېدو لپاره تر ټولو غوره جومات او جماعت هغه دئ چي له لومړۍ ورځي د تقوى پر بنسټ جوړ شوى وي، په لومړني جومات كي چي بنسټ ئې پر تقوى ولاړ وي او پاكان او متقيان په كي راغونډ شوي وي ودرېږئ،
• الله تعالى پاكان او د پاكانو ټولى خوښوي.
دا مبارك آيت هر مؤمن ته؛ د قيامت تر ورځي؛ لارښوونه كوي او دا ځلانده مشعل په لاس وركوي چي له څنگه ډلي سره به ملگرتيا كوي، په څنگه جومات كي به لمونځ كوي او په څنگه جماعت كي به غړيتوب قبلوي؟ په هغه جومات او جماعت كي به ودرېږي چي بنسټ ئې پر تقوى اېښودل شوي، تر نورو مخكي جوړ شوى، پاكان او متقيان په كي راغونډ شوي، هغه چي غواړي له نفاق، شرك، كفر، فساد او فسق نه ئې لمن پاكه پاته شي، هغه چي له گنده افكارو، ناولو اخلاقو او كرغېړنو عملونو نه ځان لري ساتل غواړي.
تجربو ثابته كړې ده چي په لومړۍ ډلي كي د ټولني تر ټولو صالح او مخلص وگړي راغونډېږي، په چا كي چي تر نورو اخلاص او صداقت زيات وي تر هغوى مخكي ميدان ته راوځي، وړاندي وړاندي درومي، د نورو لپاره مخكښ وي، هغه چي وروسته وروسته ميدان ته راوځي؛ ايماني جذبه ئې تر مخكنيو كمزورې او اخلاص ئې لږ وي، د همدې لپاره قرآن سابقين د مخكښانو په نامه يادوي او مقام ئې تر ټولو لوړ گڼي.
تجربو دا هم وښوده چي د يوې فعالي اسلامي ډلي په شتون كي د بلي ډلي جوړول يا د دښمن كار دئ، يا د غرضي او مرضي خلكو او يا د كمعقلو او جاهلانو، دغه نوې ډله به حتماً د دښمن په مورچل بدلېږي او دښمن به ئې د اسلام او مسلمانانو په ضد جنگوي.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب