د مسافر او ناروغ احکام

مسافر :

په شريعت کې هغه چاته مسافر ويل کيږي چه دخپل کور نه داسې ځای ته دتلو يا سفر اراده وکړي چې دده له کور څخه ۴۸ ميله يا ۷۷ کلومتره لری وي (ردالمختار )
کچيری په موټر ،طياره او ريل کې که همدومره يعنی ۷۷ کلومتره لاره وي  اګر که په څو ساعتونو کې رسيږی بيا هم د مسافر حکم لري (عالمګيری ) .

د مسافر دلمانځه حکم :

د مسافر لپاره الله ج  او رسول الله ص  په لمانځه کې دا اسانتيا راوستلی چې که د څلورو رکعتونوفرض لمونځ وي دوه رکعته به ادا کوي او کوم چې دوه رکعته ده هغه به په خپل حال وي او سنتو په کولو کې څه پابندې نشته که موقع وه اداکوي به يې اونه وه پريږدي به يې .
البته د وترو او سهار سنتو په باب په احاديثو کې ډير ټنګار راغلی هغه به اداکوي .

مسافر کله مقيم ک۱يږي :

مسافر به پوره لمونځ هغه وخت کوي چې کله په خير خپل کور ته راورسيږي يا يې د سفر په ځای کې د ۱۵ ورځو پاتی کيدو يا تر هغه ذيات وخت تيرولو اراده کړي وي ، که يې نيت تر پنځلسو ۱۵ ورځو کم وي نو بيا قصر (مسافرانه ) لمونځ به کوي .

په سورلی باندې د لمونځ حکم  :

که سفر په موټر ، طياره ، ريل وغيره کې وي  او ده ته د کوزيدو موعقع نه پيدا کيږي يا په کوزيدو سره دا ويره وي چې سامان به مې ورک شي يا دا ويره وي چې سورلی به رانه ولاړه شي نو پدی حالت کې به په سورلی کې لمونځ کوي .

ناروغ :

تر څو پورې چې دسړي هوش او حواس پر ځای وي تر هغی پوری لمونځ په هيڅ شان نه معاف کيږي .
۱- که ناروغ په ولاړه لمونځ نشي کولای يا د دريدلو توان نلری يا یې سر ګرځې يا د لويدو ويره وي يا په ودريدو کې د مرض د سخت درد او ذياتوالی ويره وي نو لمونځ به په ناسته کوي .
۲- که په ناسته سره  رکوع او سجده نشي کولای نو اشاره سره به لمونځ کوي .
۳- که دې ناستی طاقت نلري نو په ملاستی به لمونځ کوي چې د ملاستی لمونځ څو صورتونه لري ۱- که امکان لری مخ پر قبله به بالښت يا بل شی ته تکيه کوي او دسر په اشاره به رکوع او سجده کوي ۲- که داسې هم ممکن نو په ښی اړخ مخ پر قبله د سر په اشاره به لمونځ کوي ۳- که داسې هم ممکن نه وي نو سم به په بستره کې څملی يوازی سر به قبلی طرف ته کوي او دسر په اشاره به لمونځ کوي ، دسرپه  اشاره کې به د رکوع په نسبت سجدي ته لږ ذياته اشاره ورکوي .
او که په ملاستی او اشاره يې طاقت نلری که دغه حالت د پنځو لمونځونو پورې دوام وکړي نو چې کله ښه شو قضايې به راوړی او که تر دې يې ذيات دوام وکړ نو بيا لمونځ ورته معاف دي قضايې هم نشته .
که ناروغ ته اوبه ضرر رسوي يايې د ابو په استعمال مرض ذياتيږي نو تيمم به وهی
که د کوم مرض له وجی په ابو استنجا سخت ضرر رسوي نو په لوټو او قاغذ تشناب به استنجاء کوي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب