د لیدلو پروسه؛ جوړښت، میکانیزم، او دندې یې

د لیدلو پروسه څه ډول ده؟

د لیدلو پروسه د هغه عمل یوه لړۍ ده چې د لیدلو په بهیر کې پېښېږي.په دې پروسه کې هغه شی چې د سترګو په واسطه لیدل شوی د retina په واسطه ورباندې تمرکز کېږي د دغه لیدلي شي انځور د لیدلو دپروسې ځواب دی.کله چې په چاپېریال کې دیو شي انځور په Retina باندې متمرکز شي دلیدلو په طیف کې چې کومه انرژي ده د retina د cone او rods حجراتو په واسطه د ځینو کیمیاوي غبرګونونو په پایله کې په برېښنایي پوټنشیال بدلېږي.د rods او cones حجراتو په واسطه چې د برېښنایي پوتنشیال کومه هڅونه رامنځته شوې ده د optic عصب په واسطه cerebral cortex ته رسېږي او د لیدلو حس د همدې cerebral cortex څخه تولیدېږي.نو د لیدلو پروسه د انځور جوړونې او عصبي،کیمیاوي او برېښنایي پېښو په اساس توضیح شوې ده.

د انځور جوړونې مېکانېزم:

لیدلی شی څنګه د انځور په ډول ګورو؟

کله چې په یو شي باندې د نور وړانګې ولګېږي دغه وړانګې منکسرې کېږي یا ماتېږي او retina ته په سرچپه ډول وړل کېږي هغه انځور چې په retina کې جوړ شوی مجازي دی او یو نسکور حالت نیسي نو په دې اساس په retina کې انځور نسکور دی چې وروسته په cerebral cortex کې ورباندې خپله عملیه ترسره کېږي او انځور د نسکور حالت څخه وځي او هغه حالت غوره کوي کوم چې په اصل کې شتون لري او موږ او تاسو یې وینو.هغه وړانګې چې په انځور لګېدلي دي ماتېدل یې په عدسیه او قرنیه کې ترسره کېږي.

د لیدلو د پروسې عصبي بنسټ:

د سترګې retina د لیدلو د آخذو څخه برخمنه ده. دغه آخذې د رڼا د حسي آخذو په نوم هم یادېږي.د لیدلو آخذې د rod او cone څخه عبارت دی.دانسان په بدن کې شپږمیلیونه cones او دولس میلیونه rods شتون لري.د rods او cones حجراتو ویشنه د رېټينا په مختلفو برخو کې ترسره شوې ده.fovea یوازې د cones حجرې لري او د rods حجرې نه لري.هر څومره چې د fovea څخه د retina محیط خوا ته ځو نو د cones په شمېر کې کموالی او د rods په شمېر کې ډېروالی راځي.د retina په چاپېرکې یوازې rods شته او cones نشته.

 

د rods حجرو جوړښت:

rods حجرې cylindrical جوړښت لري، اوږدوالی یې د ۴۰-۶۰µ پورې دی او قطر یې د ۲µ شاوخوا دی.

هره rods حجره د څلورو برخو څخه جوړه شوې ده:
۱: outer segment
۲: inner segment
۳: حجروي جسم
۴: synaptic terminal .

۱:outer segment:د rods حجرو outer segmentاوږد او نری دی نو ځکه د یوې میلې په ډول منظره غوره کوي، د رنګه ایپیتیلیل حجراتو سره تړلې اړیکه لري د rods حجرو outer segmenttد یو شمېر پراختیا موندلو سیلیاوو درلودونکی دی چې د ا سیلیاوې غشایي ډسکونه لري.هره rod حجره د ۱۰۰۰ شاوخوا ډسکونو لرونکې ده.د rod په حجرو کې شته ډسکونه یو ډول تړلي جوړښتونه دي او د نور په وړاندې له حساسه پګمنټ چې rhodopsin نومېږي جوړ شوي دي.rhodopsin د rod حجرو په inner segment کې جوړیږي او د outer segment په دنننۍ برخه کې د نویو تشکیل شویو غشایي ډسکونو له لارې داخلیېږي.دا نوي تشکیل شوي غشایي ډسکونه پخواني ډسکونه دباندې خوا ته ټېله کوي او پخواني ډسکونه د outer segment د رنګه اپیتیلیل پوړ په واسطه بلع کېږي.

۲:inner segment:د rod د حجرو inner segment د outer segment سره  د پراختیا موندلو سیلیاوو په وسیله وصل کېږي.inner segment له یو شمېر اورګانیلونو څخه ترکیب شوی دی کوم چې د زیاتو مایتوکاندریاوو درلودونکي دي.

۳:حجروي جسم یا cell body:یو نری او اوږد فایبر دی د rod fiber په نوم هم یادېږي او د rod د حجرو له inner segment څخه راپورته کېږي.د external limiting membrane په واسطه outer nuclear layer ته تېرېږي.په outer nuclear layer کې ددې فایبرونو اوږدې برخې حجروي جسم یا د rod داسې ګرانولونه جوړوي کوم چې د هستو لرونکي وي.

۴:synaptic terminal:یو ډبل او پېړ فایبر دی د حجروي جسم څخه راپورته کېږي outer plexiform layer ته تېرېږي او په یو کوچني او اوږد synaptic terminal او یا جسم باندې پای ته رسېږي.د rods حجرو synaptic terminal د bipolar او horizontal حجراتو له dendrites سره synaps کېږي.په synaptic terminal کې د synaptic visicle په نوم جوړښتونه شتون لري د نیوروټرانسمټرونو درلودونکي دي چې دا نیوروټرانسمټرونه د ګلوټامېټ په نوم یادېږي.

 

 

د Cones حجرو جوړښت:

دا حجرې د لید آخذې دي اوږدوالی یې ۳۵-۴۰µ دی او قطریې د ۵µ شاوخوا دی.په عمومي ډول د cones حجرې د flask په څېر بڼه لري .ددې حجرو بڼه او اوږدوالی د ریټینا په بېلابېلو برخو کې یو له بل سره توپیر لري.هغه cones حجرې چې په fovea کې شتون لري اوږدې،نرۍ او ډېری وخت له rods حجرو سره ورته والی لري.د retina له چاپېریال سره نږدې چې کومې د cones حجرې دي لنډې او پلنې دي.د rod دحجرو په څیر د cone حجرې هم د څلورو برخو لرونکې دي چې په لاندې ډول دي:

۱:outer segment :د cones حجرو outer segment کوچنۍ او مخروطي بڼه لري.د rods د حجرو په څېر بېلوونکي غشایي ډسکونه نه لري.په cones حجرو کې د حجروي غشاوو تاویدل د کڅوړې(saccules) د جوړېدو سبب ګرځي چې دغه کڅوړې به د rod له حجرو سره شریکه وي.د cone حجرو photopigments په inner segment کې جوړېږي او د cone حجرو د حجروي غشاوو په تاوو شوو برخو کې چې saccules یې جوړ کړي ځای پر ځای کېږي.د cone د حجرو نوی کېدل یوه ورو پروسه ده او په دې هکله له rods سره توپیر لري.

۲:inner segment:په cone حجرو کې هم لکه د rods د حجرو په څېر inner segment له پراختیا موندلو سیلیاوو په واسطه له outer segment سره اړیکه کې دی.په هر حال په inner segment کې بېلابېل اورګانیلونه شته دی چې د مایتوکاندریا شمېر پکې زیات دی.

۳:cell body  یا حجروي جسم:یو ډول فایبرونه دي چې د inner segment څخه راپورته کېږي،ډبل دي او د external liminting membrane له لارې inner nuclear layer ته ننوځي.دغه فایبرونه د cone fiber په نوم هم یادېږي چې همدا cone fiber حجروي جسم جوړوي او د cone ګرانولونه جوړوي کوم چې د هستو درلودونکي وي.

۴:synaptic terminal:د cone دحجرو د حجروي جسم فایبر،دنننی هستوي پوړ یا inner nuclear layer پرېږدي او بهرنی flexiform پوړ ته ننوځي دلته په یو اوږد synaptic terminal او یا جسم پای ته رسېږي.synaptic کڅوړې د cone حجرو په synaptic terminal کې شتون لري.په دې کڅوړو کې ځینې نیوروټرانسمټرونه ځای لري چې د ګلوټامېټ په نوم یادېږي.

 

د rods او cones حجراتو دندې:

د rod ندې:د rods حجرې د رڼا په وړاندې خورا حساسې او د ټيټ threshold (د threshold تر عنوان لاندې تشریح شوی )درلودونکي دي.نو ویلی شو چې د rod حجرې د کمې رڼا په وړاندې ځواب وایي خو داحجرې نه شي کولای چې د لیدل شوي انځور په هکله جزیات وړاندې کړي.داحجرې د لیدلي انځور رنګ نه شي روښانه کولای.د دې حجرې په واسطه به لیدلی انځور یا تور وي او یا په سپین وي اویا به ددواړو ګډ رنګ وي چې دې وروستي ته خړ هم ویلای شو. پورته ټولو ځانګړتیاو ته په کتو سره د rods حجرو په واسطه به لیدل شوی انځور خړ یا بې رنګه ښکاري.

د cones دندې: د cone حجرې د لوړ threshold درلودونکې دي او د ډیرې رڼا په وړاندې حساس دي.نو ویلای شو چې د cones حجرې یوازې د روښانه رڼا په وړاندې حساسې دي.نو په دې اساس دغه حجرې د روښانه رڼا لپاره اخذې دي.همدارنګه دا حجرې د رنګه انځور د جوړونې دنده په غاړه لري.

achromatic interval: کله چې یو جسم د یو کس مخ ته په یوه تیاره کوټه کې شتون ولري یعنې یو کس په یوه تیاره کوټه کې وي او جسم یا شی هم په تیاره کې وي هغه کس نه شي کولای چې دغه جسم یا شی وګوري خو که چېرې د نشت هومره رڼا په جسم ولګېږي نو کس به وکولای شي چې جسم وګوري خو د نوموړي جسم یا شي رنګ به ونه شي پېژندلای دا ځکه چې په دې پړاو کې یوازې rods حجرې پارېدلي دي(مخکې مو وییلي وو چې rod حجرې د کمې رڼا په وړاندې حساسې دي).خو که چېرې دغه رڼا چې په نشت کې شمېرل شوې وه ډېره کړو نو د cones حجرو لپاره به threshold رامنځته شي.اوس کس کولای شي چې دغه شی یا جسم په پوره توضیح او خپل رنګ سره وګوري.د rod او cone حجرو د threshold تر منځ واټن یا هغه واټن چې د یو شي د لومړي ځل لیدلو چې رنګ یې نه ځانګړی کېږي یا د rod د حجرو په واسطه لیدل او د یو شي په دویم ځل لیدل چې رنګ یې لیدل کېږي یا د cone حجرو په واسطه لیدلو تر منځ شته د achromatic interval په نوم یادېږي.

د لیدلو د پروسې کیمیاوي بنسټ:

له رڼا سره حساس بګمنټونه په rods او cones دواړو کې شتون لري.دوی د لید د پروسې د کیمیاوي اساس سره تړاو لري.په دې پګمنټونو کې چې کوم کېمیاوي غبرګونونه شتون لري ددې سبب ګرځي چې د سترګې په شبکیه کې موجوده برېښنایي کړنو ته پراختیا ورکړي او د action potential د تولید سبب ګرځي کوم چې د optic عصب له لارې لېږدول کېږي.د لید په آخذو یا د rods او cones په حجرو کې په کیمیاوي موادو کې چې د رڼا له امله کوم بدلونونه رامنځته کېږي د wald visual cycle په نوم یادېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب