د الله شکر دی چې طالبانو سره بندۍ ومه

د یوی برطانوۍ میرمنې په زړه پورې کیسه ده، چې وایې! د الله شکر دی چې طالبانو سره بندۍ ومه…
که چیرې د بل قوم په قید کې وی اټکل و چې زما حال د هغه چا په څیر وی چی نن په ګوانتنامو او ابو غریب کې تر سختو شکنجو او ربړونو لاندي دې.
د اسلام سره پیاوړي کرکې افغاستان ته په تږ اړه کړمه – خو په پایله کې بریالۍ شومه او اسلام زما د ژوند ورستئ غوښتنه شوه؛
ون ریډلي هغه برطانوۍ میرمنه ده چې په (۲۰۰۰-۰۶-۲۰) نیټه يې په پټه توګه د افغانستان خاوري ته د داخلیدو هڅه کوله چې د طالبانو له خوا ونیول شوه او لس ورځي د طالبانو سره بندۍ وه،
د غي بند خونې نومړي ته نوی ژوند ورکړ د کفر د تورو تیارو څخه یی د اسلام سپیڅلي رڼا ته راوسته.
د بندخونې څخه د خوشې کیدو ورسته یی د اسلام مطالعه پیل کړه ، بالاخره یی د منسوخ شوې عیسیوت دروازه وتړله او د اسلام مبارک دین په قبلولو مشرفه شوه،
نن ورځ هغه د اسلام او مسلمانانو د مسائلو ستره ژباړونکې ده، هغه وايي یواځینۍ غوښتنه مې داده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسلام رڼا خپره کړم او د اسلام په تړاو د تعصب هغه اور چې د کرکجنو لخوا بل شوی دی مړ کړم،
ون ریډلې د لندن د ورځپاڼو په (سنډی ټایمز) کې دنده لرې، هغه مهال افغانستان ته راغله چې د امریکی او برطانیی په ګډون د نړۍ سترو ځواکونو د ګران هیواد په پاکه خاوره د یرغل پلان درلود، بالاخره په قچر سپره راپورچۍ د افغانستان خاوري ته ننوته، ویی لیدل چې یو ښکلی ږیرور ځوان په نا اشنا جامو کې مصلح ولاړ دی، دی ځوان د ون ریډلې په غاړه کې زوړنده کیمره ولیده ، پوه شو چی دا کومه راپورچۍ ده،
لږ ځنډ ورسته میرمني ته جوته شوه چې کیمره ورځینې بل چا نه، بلکه طالب وسلوال اخستي وه، دا مهال نور مصلح کسان هم راغلل،
میرمن ون ریډلې وایی ما داسې وانګیرل چې د نړۍ تر ټولو سترو شیطانانو او ظالمانو لاسته ورغلي یمه، اوس نه پوهیږم چې دوي به راسره څه ډول وحشت وکړي؟
شاه او خواته مصلح طالبان را غونډ شول، هره ثانیه مي د خپل خوږ ژوند ورستۍ سلګۍ وهلي، لږ ځنډ ورسته طالبان مخ لور ته روان شول د هغوي په غوښتنه زه هم ور پسی روانه شومه ، څو شیبی ورسته په یو ډبرین ځای کې ودریل، ما فکر وکړ چې کیداي شې دوي زما د سنګسارولو اراده لرې او زما د ژوند اخري منزل به دا ډبرین ځای وې،
په لیرې څو متریو کې یوه ښځه د یو نارینه سره راښکاره شوه چې زمونږ خواته را روان وو د رارسیدو سره سم یی میرمنې زما په تالاشي پیل وکړ، لږه د هوساینې ساه مې واخسته او پوه شومه چې دا خلک تراوسه دی ښځې ته په انتظار کې ول تر څو پري زما تالاشي واخلې ،
ون ریډلی زیاتوي چې ما داسي فکر کاوه چې زه د نړۍ د ستر مذهبي ښار اوسیدونکې یمه، داسي ښار چې د میرمنو تالاشۍ ته په کې هیڅ پامرلنه نه ده شوې،
یقینا په عمومې توګه د ښځو د تالاشې نارینه ساتونکې کوې- او دا د نړۍ ترټولو ستر ظالم او جاهل پوځ ددی پاملرنه کوي چې میرمنې باید د میرمنو په لاس تالاشي او نارینه دې د نارینه و په لاس تالاشې شې،
د تالاشۍ په بهیرکې ون ریډلی خپلي جامي پورته کړي، هغه مهال موجوده ټولو کسانو خپل مخونه بل لورته واړول،
د بندې کیدو څخه ورسته میرمن ون ریډلی د طالبانو د یوی ډلې څخه د سټیلائټ ټلیفون غوښتنه وکړه ترڅو خپلې کورنۍ او اداری ته د بندې کیدو خبر ورکړي.
خو غوښتنه یی و نه منل شوه، هغه و چې نوموړې د نه خوړلو پریکړه وکړه، ون ریډلې په دی اند وه چې د نړۍ ستر ډار اچوونکې او ظالم پوځ به ددی پریکړې هیڅ پروا ونه کړې، حال داچې دغه ډله په دی اعتصاب سره ډیره خواشیني وه او کوښښ یی کوو ترڅو د مختلفو لارو دا اعتصاب پای ته ورسوي، خو ونتوانیدل بالاخره یو مخور سپینږیري راغي، میرمن ون ریډلی سره یی په انګریزې ژبه خبری پیل کړې او کوښښ یی کوو ترڅو میرنه پخلا کړې، د میرمنې له خوا په کراتو کراتو انکار سپینږیري ډیر خواشینې کړو، اعتصاب اوږد شو په دی بهیر کې د میرمن ون ریډلي طبیعت خراب شو ، د درملنې لپاره سمدلاسه ډاکټر را وغوښتل شو، میرمن ون ریډلي د طالبانو په اړوند د کرکې ډکې خبري اوریدلي وي او داسي فکر یی کاوه چې په نړۍ کې ترټولو بد او ظالم خلک همدوی دې، ون ریډلې چې د طالبانو په اړوند کومې خبري اوریدلې وې، هغه ټول بی بنسټه ول، اوس هغه څه چې په سترګو ګورې او په غوږنو اوري ډیر توپیر لرې،
یوه ورځ ژباړن د هغی څنګ ته راغی ویی ویل چې نن ورځ یو لوی چارواکی ستاسو لیدو ته راځي او زیاته یی کړه چې پام دې وې د ده په وړاندي بدخويی و نه کړي، د ژباړن د وتلو یو څو شیبی وروسته ور وټکیده حیرانوونکې دا وه چی د ور کونجیانې د بندۍ سره و او د ور د پرانیستلو او تړلو واک هم د هغه سره و،
ون ریډلي ور پرانیستو، ګوري چې د یو لوړ قد شخصیت مخامخ ولاړ دی ګڼه ږیره او اوږده چپنه په تن لري، دی هرڅه ته په کتو سره میرمنه وډاره شوه، ون ريډلې د شخصیت په مخ سترګې خښي کړې نوراني صورت یی د میرني ډار لږ را کم کړ، دی شخصیت اجازه واخسته او دننه شو،
د ون ریډلي د حال او احوال څخه ورسته یی د اسلام په اړه پوښتنه وکړه، ون ریډلي یو شیبه فکر وکړ او له ځانه سره وویل که چیري د دي پوښتنې ځواب ور نه کړم کیداي شې له دی ځای څخه هیڅکله خوشي نه شم، خو منځلاریتوب یی غوره کړ او وی ویل چې اسلام یو ډیر ښه مذهب دی، اسلام د سولې او سوکالۍ مذهب دی، دی شخص بیا پوښتنه وکړه چې ولې اسلام نه قبلوې؟ ون ريډلي په سوچ کې شوه او وی ویل که چیري اوس اسلام قبول کړمه، دی به وایي چې وویریده ځکه یې اسلام قبول کړ، په ځیرکتیا سره یی وویل زه ژمنه کوم که خوشي مي کړۍ هرو مرو به د اسلام او قران مطاله وکړم، د تلو په وخت کې دی سړي وویل چې انشا الله ډیر ژر به خوشي شې،
بله ورځ سهار وختي یو څو پوځیان راغلل او میرمنه یی د خوني څخه را وویسته، ون ریډلي فکر کاوه چې کیدای شي خوشي مې کړې، خو هغه یی د ښځو خوني ته یوړه، کله چې ننوته، ويې لیدل چې ډیري اوروپایی میرمنې د حلقی په شکل ناستي دي او په لوړ غږ بایبل لولې، هیچا، هغوي د عباداتو څخه نه منع کول، ځکه چې په اسلامې هیوادونو کې غیر مسلمانانوته د عبادت کولو بشپړه ازادي ده، خو خپل دین ته نور نه شي را بللای،
ون ریډلي د سګریټ د څښکلو غوښتنه وکړه قیدي میرمنو وویل چې په دي ځاي کې هیڅوک سیګریټ نه څښي نر وي او که ښځه،
یوه ورځ ون ریډي د یو افسر په وړاندي لاړي توک کړې، او رد بد یې ورته وویل، ون ریډلی داسی فکر کاوه چې کیداي شي د توکاڼو له کبله مې ووژنې، یو کس ورته وویل زمونږد مشر سره دې بده رویه کړې سزا به یی هرو مرو وڅکي او ستا سزا داده چې نن ورځ به ټولي بندیاني خپلو کورونوته زنګ ووهی، لیکن تاسوته د زنګ وهولو اجازه نشته، د نړۍ ستر ظالم او شیطان دولت هغی ته داسې سزا ورکړه،
میرمن ون ريډلي د خپل بندخوني، په زړه پورې کیسه داسي بیانوي:
زمونږ بند خوني ته د نارینو تږ راتږ ډیر لږ و، یواځي د بند خونې په لوي ور کې ساتونکې ولاړ ول، یو ځل ما خپله زیرپیرني د مینځلو ورسته د بند خونې په یوه برخه کې وزړوله تر څو وچه شي، لږځنډ ورسته یو افسر راته د زیرپیرنی د لري کولو وویل، خو کلک انکار مې وکړ، بیا ده، د زیرپیرني دپاسه نور کالې واچول او پټ یي کړ، د دوي د زورولو څخه ما خوند اخیستو، کالي مې د زیرپیرني څخه ایسته واچول او ورته مې کړه چې ستا ماغزه خراب شوي، که چیري دا کالې د هغه د پاسه واچوي وچېږې به سنګه؟
لږځنډ ورسته یو تن زما څنګ ته راغی، د پیژندګلوی وروسته جوته شوه هغه د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال و، هغوي هم زما څخه د زیرپیرنې د لري کولو غوښتنه وکړه او زیاته یی کړه چې دی ځاي ته مخامخ زمونږ ساتونکې ولاړوي کیداي شې چې ددی له کبله دوي ته ناوړه خیالونه ورشې ، دا مهال په سوچونو کې لاهو شومه چې یا خدایه! دا څرنګه خلک دې؟
څو ساعته وروسته د امریکی او برطانیی له لوري په دی هیواد یرغل کیدونکې دې او دا یواځي د کالیو د لري کولو لپاره ماسره خبرو اترو ته راغلي، هسی نه چې د کالیو له کبله ساتونکې د کوم ناوړه خیالاتو ښکار نه شې،
د امریکی د یرغل څخه دوي ورځي وروسته طالب وسلوال د میرمن ون ریډلې څنګ ته راغلل او هغه ته یی ددي ځای څخه یو خوندي ځاي ته د لیږد ډاډ ورکړ، ون ریډلي حیرانه شوه چې دا څرنګه خلک دې، مرګ د دوي په سر ولاړ دی او دوي په دي اند دي چې یوه بندۍ د دي بند خونې څخه سنګه یو خوندي ځای ته ولیږدوي،
له دی وروسته یی میرمن ون ریډلي په پوره حفاظت سره سرحد ته یوړه او هلته یی پاکستانې چارواکوته وسپارله، ون ریډلې وایې زه د الله ج شکر کوم چې د طالبانو سره بندۍ ومه، که چیرې د بل دولت یا قوم سره بندۍ وي کیداي شې چې ماسره هغه څه شوې وای چې نن په ګونتنامو او ابو غریب کې د نورو بندیانو سره کیږې، په ابو غریب او ګونتنامو کې د مسلمانو میرمنو سختو سکنجو او ربړونو په لیدلو سره هغه د الله ج شکر ادا کوې، چې د طالبانو سره بندۍ وه او تل کوښښ کوې چې ددی بند خونو څخه دا بیوزله میرمني خوشې کړې،
میرمن ون ریډلې په ځندان کې د طالبانو سره ژمنه کړیوه چې د خوشې کیدو ورسته به د قران مجید مطالعه کوې، بالاخره یی ازادي په برخه شوه او د ژمنې سره سم یی د قران مجید مطالعله پیل کړه، ترڅنګ یی په اسلام کې د ښځو حقوق او د میرمنو مقام ته ډیر کش ورکړ، د اوږد مهالې مطالعي ورسته یی درک کړه چې اسلام هغه واحد دین دی چې د نورو دینونو پرتله يي میرمنوته زیات حقوق ورکړې او هغه هم کامل او د ژوند د تقاضا سره سم،
ون ریډلي د ۲۰۰۲ کال د جون په میاشت کې د شهادت کلمه وویله او د اسلام په قبلولو مشرفه شوه، هغه وایی د اسلام سره د دوښمنۍ لپاره افغانستان ته ولیږدول شومه، خو زه نه پوهیدمه چی اسلام به زما د ژوند ورستۍ بریا وي او زه به خپل ژوند د اسلام په دوښمنۍ کې نه بلکه د اسلام په چوپړ کې تیرومه،
الله ج دي په دي نیغه لاره کې د استقامت توفیق راکړي (امین)
ون ریډلې یو کتاب هم لیکلی دي ((In the hand of Taliban

راټولوونکی: قاري عبدالرشید عالمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب