د لمانځه معنی او طريقه
کله چې تاسې د لمانځه لپاره پورته کېږئ، مخ مودکعبې شريفې په لوري دى، پاک او صاف د کائناتو د لوى پاچا په وړاندې ولاړ او حاضر ياستئ ، تر ټولو د مخه ستاسې له خولې څخه دا کلمات وځي:
الله اکبر – الله تر ټولو لوى او ستر دى، ددې لوى او ځواکمن اقرار څخه وروسته تاسې خپل لاسونه تر غوږونو پورې پورته کوئ يعنې تاسې له دنيا او په هغې کې د هر شي څخه لاس په سر کېږئ ، بيا لاسونه تړئ يعنې د خپل بادار، حاکم او واکدر په وړاندې په ادب سره ودرېږئ ، ددې څخه وروسته بيا تاسې څو وړاندېزونه کوئ .
سبحاٰنک اللهم و بحمدک وتبارک اسمک وتعالىٰ جدک ولا اله غيرک .
ياالله ستاپاکي بيانوم له هر ډول عيب څخه د پاکۍ نسبت کوم، او ستا تعريف او صفت بيانوم ، ستانوم ډير برکتي دى او ستا شان لوړ دى، او پرته له ستا څخه بل څوک معبود او د عبادت حقداراووړ نشته .
اعوذ بالله من الشيطن الرجيم : زه له رټلى شوي شيطان څخه په الله پاک باندې د هغه له شرارت او لاس وهنې څخه پناه غواړم .
بسم الله الرحمٰن الرحيم : پيل کوم د الله په نامه سره چې ډېر زيات مهربان او د پوره رحم څښتن دى.
الْحَـمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ :ټول ښه صفات الله لره دي چې پالوونکې د ټولو عالميانو او مخلوقاتو دى .
الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ : ډېر زيات مهربان او پوره رحم کوونکې دى .
مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ : د آخرت او د جزا او سزا د ورځې مالک او څښتن دى. ( چې هلته فيصله کېږي او هر چاته به خپله بدله ورکول کېږي ).
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ : اې الله! مونږ خاص ستا عبادت کوو او خاص ستا ځينې مرسته غواړو .
اهدِنَـــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ : مونږ ته نيغه او سمه لاره وښايه
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِــمْ : د داسې خلکو لاره چې تاپرې فضل او انعام کړى دى .
غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّـــالِّينَ :
په چا چې ستا غضب نه وي شوى او څوک چې بې لارې او گمراه نه وي .
ٰامين : اې الله ! همداسې دې وي، اې مالکه ! زمونږ دا دعا قبوله کړه.
ددې څخه ورسته تاسې دقرآن مجيد نور څواياتونه ووايي چې په هغې کې داسلا م اساسي اصول ،اخلا قي ښوونې اوعملي چارې بيان شوي.په هغې کې دلارې ټولې نښې په ګوته شوي.دمثال په توګه:
وَالْعَصْرِ
په زمانه باندې قسم چې انسان په زيان او تاوان کې دى
إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ
خو يواځې هغه کسان له زيان اوتاوان څخه بچ اوخوندي دي چې هغوې ايمان راوړې اونېک عملونه يې کړي.
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ
او هغوې چې يو بل ته يې په حق سره لارښونه کړى او يو بل ته يې په حق باندې تلقين کړى.
پدې مبارکو اياتونو کې ددې درس او سبق ورکول کېږي چې انسان د زيان، تاوان او ناهيلۍ څخه هغه وخت خوندي او بچ پاتې کېداى شي چې ايمان راوړي، صالح او نېک عمل وکړي او يواځې پدې بسوالې ونکړي بلکې د ايمان لرونکو داسې يوه ډله او ټولگې جوړکړي چې په حق دين باندې د پاتې کېدو لپاره د يو بل سره مرسته او کومک وکړي .
أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ
ايا تاولېده هغه څوک چې د اخرت ورځ نه مني نو هغه به څرنگه سړى وي؟
فَذَٰلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ
داسې انسان يتېم رټي او ټيله کوي .
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ
خپله بې وزلو ته خوراک نه ورکوي نور هم نه هڅوي چې هغوې ته خوراک ورکړي .
فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ، الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ، الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ، وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ
تباهي او هلاکت دى داسې لمونځ کوونکو ته چې ( داخرت د ورځې د انکار په وجه ) د خپلو لمونځونو څخه غافله او بې پروا وي او که لمونځونه اداء کوي نو دريا او ځان ښودنې لپاره يې کوي،او دهغوې زړونه دومره کوچني او تنگ دي چې په عادي شيانو ورکولو سره هم خفه او انديښمن کېږي .
ددې څخه دا درس او عبرت تر لاسه کېږي چې په آخرت باندې يقين لرل د اسلام روح او اصل دى، ددې يقين اوباور څخه پرته د اسلام په لاره څوک تګ نشي کولاى .
وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ
افسوس او ارمان دى دهغه چا په حال باندې چې د خلکو عيبونه لټوي او په خلکو پسې اوازونه کوي او ملنډې پرې وهي.
الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ
هغه چې مال راټولوي او بيايې شماري او حسابوي .
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ
هغه پدې هېله اوتمه دى چې دا مال به دده سره تل پاتې وي.
كَلَّا ۖ لَيُنبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ
هېڅکله داسې نشي کېداى هغه به خامخا يوه ورځ مړکېږي او په حطمه کې به اچول کېږي .
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ
ايا تا ته څرگنده ده چې حطمه څه شې دى ؟
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ،الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ
د الله لمبې وهونکې آور دى چې د هغه لمبې په زړونو باندې را تاوېږي .
إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ (هغه به ورباندې په خوریدو سره پوښ کړای شي)
فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ
( په داسي حال كې چې هغه به لوړو لوړو ستنو كې ايسار كړاى شوى وي).
لنډه دا چې تاسې د قرآن مجيد هر سورت چې لولئ په هغه کې به تاسې ته لوړ هدايات او لارښوونې درکول کېږي او تاسې ته به ويل کېږي چې د الله پاک احکام کوم کوم دي چې د هغو سره سم تاسې عمل وکړئ .
ددې لارښوونو او هداياتو تر لوستلو وروسته يو ځل بيا تاسې الله اکبر لولئ او تر نمايي پورې ښکته کېږئ چې دې ته رکوع وايي : سبحان ربى العظيم : پاک دى رب زما چې ډېر لوى اوعظيم دى .
بيا نيغ اوسم ودرېږئ او دا وايئ : سمع الله لمن حمده. واوريده الله پاک اواز د هغه چاچې د ده حمد او صفت يې وکړ او بيا ورپسې دا وايئ : ربنالک الحمد :اې زمونږ ربه! ټول ښه صفات تالره دي .
بيا تاسې الله اکبر لولئ او ښکته پرځمکه خپل تندې ږدئ چې دې ته سجده وايي او په هغې کې بيا دا وايئ : سبحان ربى الاعلىٰ. پاک دى زما رب چې تر ټولو لوړ او پورته دى .
التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ.(رواه صحيح البخاري)
بيا تر سجدو وروسته الله اکبر وايئ اوپه آدب سره کېنئ او دا وايئ:
التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ
زمونږ سلامونه، زمونږ لمونځونه او ټولې پاکې خبرې الله لره دي.
السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ
سلام دې وي پرتا اې نبي او د الله پاک رحمت اوبرکتونه.
السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ
سلام دې وي پرمونږاوپه ټولونېکواوصالحوبندگانودالله پاک باندې.
أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ
زه شاهدي او گواهي ورکوم چې پرته له الله څخه بل څوک د عبادت او بندگۍ وړ او حقدار نشته .
وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ
او زه ددې گواهي او شاهدي هم ورکوم چې محمد (ﷺ) د الله بنده او رسول دى.
لدې وينا وروسته تاسې د شهادت گوته پورته کوئ دا ځکه چې دا په لمانځه کې ستا د گواهۍ او شهادت اعلان دى چې له ژبې سره ستاسې لاس او گوتې هم گواهي ورکوي .
لدې وروسته تاسې درود شريف لولئ :
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ. اللَّهُمَّ َبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ (مسنداحمد)
اې الله رحمت وکړې په محمد ﷺاو د هغه په آل لکه څرنگه چې تا رحمت کړى وو په ابراهېم او په آل د ابراهېم باندې، يقيناً ته د غوره صفاتو خاوند او ستايلې شوى ذات يي، او اې الله برکت وکړه زمونږپه سردار حضرت محمد ﷺ او د هغه په آل لکه څرنگه چې تا برکت کړى وو په ابراهېم او په آل ابراهېم باندې يقيناً ته دغوره صفاتو خاوند او ستايلې شوى ذات يي .
اَللّهُمَّ رَبَّنَا اتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الاخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّار
اې الله راکړې مونږ ته په دُنيا کې ښه او غوره ژوند او په آخرت کې هم غوره او ښه ژوند او وساتې مونږ د آور له عذاب څخه .
ددې دُعا په ويلو سره ستاسې لمونځ پوره شو اوس تاسې د خپل بادار او واکدار له دربار او حضور څخه بيرته ځئ او د تللو په وخت کې تاسې ښي لوري او چپ لوري ټولو ناستو موجودو خلکو او ددُنيا د هر شي لپاره د رحمت او سلامتيا دعا کوئ او وايئ :
السلام عليکم ورحمةُ الله وبرکاتهُ :
سلام دې وي پر تاسې او رحمت او برکت د الله دې وي پر تاسې، يعنې دا زيرې دى د دنيا لپاره د الله پاک له دربار څخه د بيا راتللو اور خصت کېدوپه وخت کې .
دادى هغه لمونځ چې تاسې يې د خوب څخه د راپورته کېدو وروسته او د دنيوي کارونو له کېدو څخه مخکې اداء کوئ .
څو ساعتونه په دنيوي کارونو کې تر بوختيدو او مصروف کېدو وروسته د زوال کېدو څخه د لږ شانته ځنډه وروسته بيا د الله پاک په دربار کې حاضريږئ او همدا لمونځ اداء کوئ، بيا څو ساعته وروسته په ماذيگر کې همدا لمونځ اداء کوئ، بيا په دنيوي کارونو کې تر بوختيدو وروسته په ماښام کې همدا لمونځ اداء کوئ بيا چې کله د دنيوي کارونو څخه بالکل خلاص او وزگار شئ نو د خوب څخه مخکې د الله پاک په دربار کې حاضري ورکوئ چې ددې لمونځ خاتمه او پوره کېدل په وترو باندې کېږي چې په درېم رکعت کې يې تاسې يوه لوى اقرار نامه يا وينا ليک د خپل بادار او واکدار په مخکې وړاندې کوئ، دا دعاى قنوت دى . د قنوت معنى ده د الله په وړاندې عاجزي او ښکته کېدل، دا طاعت او بندگۍ اقرار، دا اقرار تاسې څه ډول اداء کوئ . دا دعا تاسې ښه په غور سره واورئ .
اللهم انا نستعينک و نستغفرک ونؤمن بک ونتوکل عليک ونثنى عليک الخير:
اې الله ! مونږ ستا څخه مرسته غواړو، او له تا څخه بښنه غواړو، پر تا ايمان راوړو، پر تا توکل او بروسه کوو، او ټول تعريفونه تا پورې خاص کوو.
ونشکرک ولانکفرک ونخلع ونترک من يفجرک :
مونږ ستا شکر او مننه کوو او ناشکري نه کوو، مونږ هر هغه څوک خوشې کوو او اړيکي ورسره شلوو چې ستا نا فرمان او بدې کوونکې وي .
اللهم اياک نعبدُ ولک نصلى ونسجدُ واليک نسعىٰ ونحفذُ و نرجوا رحمتک و نخشيٰ عذابک ان عذابک بالکفار ملحق :
اې الله ! مونږ خاص ستا بندگي کوو، او خاص تا ته لمونځ اداء کوو، او خاص تاته سجده کوو، او زمونږ ټول کوښښ او هلې ځلې خاص ستا لپاره دي، مونږ ستا د رحمت اُميدواريو او ستا له عذاب څخه ويريږو، يقيناً ستا عذاب په کافرانو باندې پرېوتونکې دى .
دا هغه دُعاګانې او عبارتونه دي چې هيڅ شرحې او توضيح ته اړتيا نلري، هر څوک په هغو کې خپله ليدلاى او کتلاى شي چې اسلام خپل ملکي، پوځي او عسکري مامورين او د ټولنې خلک په کومو ارادو، نيتونو، ولولو، احساساتو او جذباتو باندې تربيه او روزي؟ کوم شيان د هغوى په زړونو کې ځاى پرځاى کوي، کوم صفات، خويونه او عادتونه پکې پيداکوي؟ يواځې په سپورت او منډې وهلو باندې روزل شوې پوځ او لښکر د اسلام هيڅ په درد او ګټه نه خوري. يواځې فني، مسلکي او هنري روزل شوې کسان هم د اسلام په ګټه نه تماميږي .
د اسلام داسې خلک او انسانان پکار دي چې د فن، هنر، مسلک، علم، پوهې، نظم او د سپلين سره سره امين، صادق، مخلص او تقوى لرونکي هم وي. د جنګ، جګړې، قربانۍ او ايثار سره سره د نيکو اخلاقو، غوره سلوک او ښې رويې خاوند هم وي، هغه يواځې پوځي او عسکري وړتيا او قابليت ونلري بلکې د خلکو او ولس د اصلاح او سمون وړتيا او اهليت هم ولري .
کله چې تاسې دا هدفونه، مقصدونه او موخې وګورئ نو پوه به شئ چې د لمانځه څخه غوره بل عمل او کورس د داسې روزنې او تربيت لپاره مناسب نشي کيداى .
څوک چې د لمانځه په مدرسه، کورس او مکتب کې تربيه او وروزل شي نو د هغه څخه دا هيله، اميد او تمه کيداى شي چې که امانتونه، مسؤليتونه، حقوق الله اود حقوق العباد مسؤليت هغه ته وسپارل شي نو هغه به يې په سمه او صحيح توګه سمبال کړي او د درياب په تل کې به هم خپلې جامې لمدې نکړي، له همدې امله قرآن مجيد د لمانځه حکمت داسې بيانوي: إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ ۗ [العنكبوت: ٤٥] ( بيشکه لمونځ له بدۍ او بې حيايۍ څخه بندول کوي)
له همدې امله لمونځ د لومړي سر نه د اسلام رکن، لازمى برخه او ضروري عمل وو، څومره پيغمبران چې نړۍ ته راغلي دي د هغوى ټولو په شريعت کې لمونځ اصلي او اساسي رکن وو، هر پيغمبر او امت ته د هغه د اداء کولو حکم او امر شوى وو، هر وخت چې اسلامي تحريک او اسلامي خوزښت څه زيان او تاوان ليدلې هغه د لمانځه د پريښودلو په سبب او وجه ورته رسيدلى .
فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ ۖ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا [مريم: ٥٩]
(بيا له هغوى وروسته داسې بد او نا اهله خلک راغلل چې هغوى لمونځ ضايع کړ او د خپلو نفسي غوښتنو پسې شول، نو زر به په بې لارۍ باندې اخته شي ).
ددې علت، دليل او لامل څرګند دى، په اسلامي طريقې باندې د تلو لپاره د اسلامي سيرت درلودل ضروري او حتمي دى، او اسلامي سيرت د لمانځه په روزنيز کورس کې ترلاسه کيداى شي . کله چې دا نظام او روزنيز کورس خراب او ګډود شي نو سيرتونه ورسره حتماً خرابيږي او د هغه حتمي پايله به زوال او پريوتل وي .
په اسلام کې په عباداتو څېړنيز نظر له کتاب څخه