رمضان او د بدلون بېلابېل اړخونه

د رمضان میاشت د چلند د ځېنو اړخونو د بدلون او سمون او د ځانونو د اصلاح او د اخلاقو د سمولو لپاره یو لوړ بیه موسم دی ، په همدغه مبارکه میاشت کي د بدلون اړخونو ته پاملرنه او د روژې له روزنتون څخه د تقوا په پوړیو کي اخلاقي او روحاني لوړو ته وچتېدل هغه ستر ي موخي او مقاصد دي چي د هغو د لاسته راوړلو لپاره د الله تعالی لخوا روژه نېول فرض ګرزول شوي ده او د رښتوني، مثبت او همېشني بدلون د لاسته راوړلو لپاره د روژې تر میاشتي بل هېڅ غوره موسم نشته .

د تغیر او بدلون اړخونه ګڼ او بېلابېل دي او توپېر يې داشخاصو، چاپېریال او چلندونو په اساس دی، او دهر اړخ د بدلون لپاره هغه بېلابېل وسایل او لاري چاري دي چي مسلمان يې د نېمګړتیاوو د بشپړولو او د تګلاري د سمولو لپاره ژور فکر او سمي پوهني ته اړکېږي ځېني جوته اړخونه يې په لاندي ډول دي .”رمضان او د بدلون انګیزې”د رمضان مياشت او د بدلون شرطونه”

لومړی :

له پرودګار سره د روژه لرونکي اړېکي، د بنده او خالق ترمنځ دا اړېکي د روژې په میاشت کي ټېنګېږي په کار خو داده چي دا اړيکي د رمضان په میاشت او نورو میاشتو کي هم باید ټېنګي او ځواکمني وي ځکه هغه رب چي مسلمانان يې په رمضان کي عباد ت او بندګي کوي دکال دټولو میاشتو رب او خالق دی .

عباد تونه او داجر اوثواب کارونه تریوې میاشتي پوري محدودي نه وي دکال په نورو میاشتو کي يې هم انسان سرته رسولای شي، د بدلون راوستلو یو اړخ دا هم دی چي مسلمان د تل لپاره همدغو عباد تونو او داجروثواب کارونو ته اوله رمضان څخه وروسته د کال په نورو میاشتو کي هم دوام ورکړي تر څو مسلمان دالله تعالی د همېشني عباد ت او طاعت مقصد لاسته راوړي .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أنَهَا قَالَتْ: سُئِلَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : أي الأعمال أحَبُّ إلى اللَّهِ؟ قَالَ: أدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ

عایشه رضي الله عنها فرمايي چي له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چي کوم کار الله تعالی ته ترټولو غوره دی؟ هغه وفرمایل: هغه نېک کار چي انسان ورباندي همېشه توب وکړي ولوکه لږ هم وي .

دوهم :

د مسلمان له ځان سره اړېکي ، د روژې مبارکه میاشت دځان د تصفيې او محاسبې او په نېکو کارونو دټېنګار یو غوره موسم دی، يورښتونی مثبت بدلون هغه وخت پیل کېدای شي چي کله انسان دخپل ځان په هکله حساب ونیسي او د محاسبې په نتېجه کي خپلي تېروتني اصلاح اوروغي کړي، په کار خو داده چي مسلمان له ځان سره محاسبه خپل همېشنی عاد ت جوړ کړي ترڅو داخلاقي او روحاني بشپړتیا لوړ مقام ترلاسه کړي .

حسن البصري رحمه الله فرمايي:

المؤمن قوّام على نفسه، يحاسب نفسه لله عز وجل، وإنما خفّ الحساب يوم القيامة على قوم حاسبوا أنفسهم في الدنيا، وإنما شقّ الحساب يوم القيامة على قوم أخذوا هذا الأمر من غير محاسبة”.
مسلمان پخپل ځان واکمن وي دالله تعالی لپاره له خپل ځان سره حساب کوي دقیامت په ورځ به د هغه چا حساب اسان وي چاچي په دنیا کي له ځان سره حساب کړی وي او د هغه چا حساب به ډېر کړوونکی وي چاچي ددنیا چاري بې حسابه ورنېولي وي .

درېیم :

د مسلمان اړیکي له خپلي کورنۍ او خپلوانو سره ، د ژوندانه په چارو کي دزیات مصروفیت له وجهي زیاتره مسلمانان خپلوي پالني او د خپلوانو او اقرباوو لیدني ته وزګار او يا يې ورپام نه وي، د روژې مبارکه میاشت مسلمان ته ددې فرصت ورکوي چي د ژندوانه دې حقوقي اړخ ته هم پام واړوي او پخپل چلند کي نوی بدلون راولي، له خپلو خپلوانو سره دخپل منځي اړیکو مراندي وغزوي ترڅو هغه کرکي او بد ګمانۍ چي موجوده پرېکړون زېږولي وي له مینځه یوسي او ځای يې مینه او محبت ونیسي د خپلوي پالني په هکله هم دا یو حدیث بسنه کوي :

إِنَّ اللَّهَ خَلَقَ الْخَلْقَ حَتَّى إِذَا فَرَغَ مِنْ خَلْقِهِ قَالَتْ الرَّحِمُ: هَذَا مَقَامُ الْعَائِذِ بِكَ مِنَ الْقَطِيعَةِ، قَالَ: نَعَمْ، أَمَا تَرْضَيْنَ أَنْ أَصِلَ مَنْ وَصَلَكِ وَأَقْطَعَ مَنْ قَطَعَكِ؟، قَالَتْ: بَلَى يَا رَبِّ، قَالَ فَهُوَ لَكِ، قَالَ رَسُولُ اللَّه ِ صلى الله عليه وسلم : فَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ:
فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ (۲۲) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ (۲۳) محمد

کله چي الله تعالی دنیا پیدا کړه او له پیدایښته يې وزګار شو رحم وویل: دا د هغه چا ځای دی څوک چي په تا له پرېکړون څخه پناه غواړي؟ الله تعالی ورته وفرمایل : هو! ایا ته پدې نه يې خوشاله چي څوک تا پالي هغه وپالم او چي څوک ستا اړیکي غوڅوي له هغه سره اړیکي غوڅي کړم؟ رحم وویل: هو زما ربه! الله تعالی ورته وفرمایل : دا ستا لپاره ځانګړی شو، بیارسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمایل که مو خوښه شوه دا ایتونه ولولئ : (ژباړه) نو اّيا تاسې دې ته نه يې نژدې چې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ او خپلولۍ به مو غوڅې كړئ؟ دوى هغه خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو دوى يې كاڼه او سترګې يې ور ړندې كړې دي .

څلورم :

د مسلمان اړیکي له خپلي ټولني سره، د روژې په مبارکه میاشت کي له ټولني سره د مسلمان اړیکي په کار دي چي ډېري فعالي او ټېنګي وي دې لورته باید زیاته پاملرنه وشي، دټولني له افرادو سره لیدل کتل ، د هغوی لپاره دخیر تلاش، د هغوی اړتیاوي بشپړول هغه شیان دي چي مسلمان د روژې په میاشت کي دخپلو ورځنیو کارونو په جدول کي باید ورته ځای ورکړي دا ځکه چي الله تعای فرمايي :

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ
بېشکه چي مسلمانان پخپل مېنځ کي سره وروڼه دي .

او رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :
مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِم وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ شَيْءٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى .
د مسلمانانو مثال په خپلوي، زړسوي او خواخوږي کي دیوه انساني بدن دی کله چې یوځای خوږ شي ټول جسم ورسره په توده تبه اخته او بېخوبه شي .

پنځم :

د مسلمان اړیکي له عامو انسانانو سره دا ډول اړیکي زیاتره وختونه شنډي او له کاره لوېدلي وي مسلمان باید په هر وخت کي د اسلام سفیر او دپیغمبري اخلاقو ممثل وي هغه ته په کار ده چي له نامسلمانو انسانانو سره هم دحق لورته درابلني په موخه اړیکي وساتي او د اسلام مبین دټول انسانیت لپاره دخلاصون یو ابدي پیغام دی او دا دهر مسلمان دنده ده چي نور انسانان هم دې دین ته راوبولي الله تعالی فرمايي :

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ
ستادرب لورته يې راوبوله په پوهنه او نېک وعظ سره .

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:

فَوَاللَّهِ لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلاً، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ

نو په الله تعالی قسم که یو څوک ستا په ذریعه سمه لاره ومومي دا ستا لپاره ترسرو اوښانو زیاته ستره ګټه ده .

دا ځېني هغه اړخونه ول چي مسلمان تل باید ورته تم شي او پاملرنه ورته وکړي د روژې په مبارکه میاشت کې پیل کړي ځان ورباندي عادت کړي او دکال په اوږدو او د ژوندانه په هر ډګر کې خپل همېشنی عادت وګرزوي، مونږ باید د روژې د مبارکي میاشتي له پیل او له نوي هوډ سره د رښتوني مثبت بدلون په لور ګامونه ګړندي کړو او د خپل ژوند نوي پاڼه پرانېزو همدغو ارزښتونو ته په خپلو خویونو کي ځای ورکړو او د تل لپاره يې پکي نقش کړو او هغه چاته يې هم وښیو له چاسره چي مونږ په تماس کي کېږو ترڅو دانساني ټولني ورکه نېکمرغي بېرته لاسته راوړو اود کرکي ځای مینه او دشخړو ځای ډاډمنتوب ونیسي او د مثبت بدلون په نتېجه کي داخوت ، وحدت او ګډي خواخوږۍ نوي فضا جوړه کړو .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب