د لمانځه فرضونه؛ د لمانځه ارکان او شرطونه

د لمانځه فرضونه څه ته وايي؟ او څو دي؟

د لمانځه فرضونه شپاړلس دي چې نهه( ٩ ) له لمانځه نه دباندې او اووه ( ٧ ) په لمانځه کې دننه دي. د لمانځه نه د باندې فرضو ته د لمانځه شرطونه وايي او د لمانځه دننه فرضونو ته د لمانځه رکنونه وايي . د شرطونو د پوره کولو ، او د رکنونو د ادا کولو نه پرته لمونځ نه کيږي.

د لمانځه شرطونه

د لمانځه شرطونه نهه (۹) او په لاندې ډول دي:

١) د بدن پاکوالی
٢) د جامو پاکوالی
٣ ) دلمانځه د ځای پاکوالی
٤ ) اودس کول په هغه صورت کې چې اودس ونه لري او که جنب وي غسل کول ، او که اوبه نه وي او يا له استعمال څخه عاجز وي نو تېمم وهل .
٥ ) د عورت پټول .
٦ ) د کعبې شريفې په لورې مخ کول .
٧ ) د لمانځه نيت .
٨ ) تکبير تحريمه (( لومړی تکبير ))
٩ ) د لمانځه د وخت داخلېدل

د لمانځه ارکان

د لمانځه ارکان اووه (۷) او په لاندې ډول دي:

١ ) قيام ، يعنې نېغ ودرېدل په داسې شان سره چې لاسونه يې زنګنونو ته ونه رسي .
٢ ) قرات ، يعنې لږ تر لږه د قرآن شريف يو آيت لوستل
٣ ) رکوع
٤ ) سجده
٥ ) وروستۍ قعده : يعنې د التحياتُ څخه د عَبدُ هُ وَرَسُولَهُ ، پورې د وېلو په اندازه کېناستل .
٦ ) له لمانځه څخه په عمل خپل سره وتل
٧ ) ترتيب دی د لمانځه د هغو ارکانو تر مېنځ چې په ټول لمانځه کې يو ځل راغلي ، لکه تکبير تحريمه او آخره قعده ، او يا د لمانځه په هر رکعت کې يو ځل راغلي دي ، لکه قيام او رکوع .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب