د قيامت ځيني نښې

د ناڅاپی مرګ زیاتوالى :

د انس بن مالک رضى الله عنه روایت دى ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل (اِنَّ مِن أَمَارَاتِ السَّاعَةِ ….أَن یَظهَرَ مَوتٌ الفَجْأَة) د قیامت له نښو څخه یوه هم د ناڅاپی مرګ زیاتوالى دی ،

د امانت ضایع کیدل :

له ابوهریره رضى الله عنه څخه روایت دی ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل ( اِذَا ضُیَّعَتَ الأ مانة فانتظرِالسَّاعةِ کیفَ اضاعتُها یا رسولَ الله ؟ قَال : اذا أُسنِدَ الأمرُ الَی غیر أهلهِ فانتظرِ الساعة)) کله چې امانت ضایع کړل شي ، نو د قیامت انتظار اوباسه ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه ، چې د امانت ضایع کیدل به څنګه وي ؟ هغه وفرمایل کله چې کار به نا اهله خلکو ته وسپارل شي ، نو د قیامت په انتظار اوسه.

د شرابو زیاتو څښل او حلال ګڼل :

د قیامت د علامو څخه یوه هم د اسلامی امت کی د شرابو څښل او هغه په نورو نومونو سره نومول دی او له دی نه بد تره د هغه حلال ګڼل دی د انس بن مالک رضى الله عنه څخه روایت دی ، چې ما د نبی علیه السلام نه اوریدلي ، ویل یې ( مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ …وَیُشْرَبَ الْخَمْرُ) د قیامت له نښو څخه یوه هم د شرابو څښل ده ، د عباده بن صامت رضى الله عنه په يوه بل روایت کې داسې راځي ، چې نبی علیه السلام فرمایلي دي (لَیَسْتَحِلَّنَّ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِی الْخَمْرَ بِاسْمٍ یُسَمَّونَهْا اِیَّاهُ) زما د امت یوه ډله به شراب حلال ګڼي او په بل نوم به یې نوموي

د بازارونو نږدې کېدل :

له ابوهریره رضى الله نه عنه څخه روایت دی ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي ( لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّی تَظْهَرَ الْفِتَنُ وَیَکْثُرَ الْکَذِبُ وَیَتَقَارَبَ الْأَسْوَاقُ) قیامت به تر هغه وخته پورې نه راځي ، تر څو چې فتنې راپورته نه شي ، او درواغ زیات نشي ، او بازارونه لنډ نشي ،

د زلزلو زیاتوالى :

له ابوهریره رضى الله څخه روایت دی ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل ( لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّی ….تَکْثُرَ الزَّلَازِل) قیامت به تر هغه پورې رانشي ، تر څو چې زلزلې زیاتي شوې نه وي ،

د درواغو زیاتوالۍ :

له ابوهریره رضى الله عنه څخه روایت دی ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي (یَکُونُ فِی آخِرِالزَّمَانِ دَجَّالُونَ کَذَّابُونَ یَأُتُونَکُمْ مِنْ الْأَحَادِیثِ بِمَا لَمْ تَسْمَعُوِل أَنْتُمْ وَلَا آبَاؤُکُمْ فَاِیَّاکُمْ وَ اِیَّاهُمْ لَا یُضِلُّونَکُمْ وَلَا یَفْتِنُونَکُم ، رواه مسلم ) په آخره زمانه کې به درواغجن دجالان وي ، تاسو ته به داسې خبري کوی ي ، چې نه تاسو او نه هم ستاسو پلرونو اوریدلې وي ، پام کوئ چې غوږ ورته ونه نیسئ ، تر څو مو ګمراه نه کړي او فتنه کې مو ونه غورځوي ،

د زمانې لنډوالى :

له ابوهریره رضى الله عنه نه روایت دى ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل (لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حتَّی یَتَقَارَبَ الزَّمَانُ فَتَکُونَ السَّنَةُ کَالشَّهْرِ وَیَکُونَ الشَّهْرُ کَالْجُمُعَةِ وَتَکُونَ الْجُمُعَةُ کَالْیَوْمِ وَیَکُونَ الْیَوْمُ کَالسَّاعَةِ وَتَکُونَ السَّاعَةُ کَاحْتِرَاقِ السَّعفَةِ) قیامت تر هغې پورې نه راځي ، تر څو چې وخت سره نږدې شوی نه وي ، هغه داسې چې کال به د میاشتې په شان شي ، میاشت به د جمعې او جمعه به د یوې ورځې او یوه ورځ به د یوه ساعت او یو ساعت به دومره شي لکه د خرما یوه پاڼه چې سوځیږي ،

د سختی بلا له کبله د مرګ هیله :

د ابوهریره (رض) نه روایت دی چی رسول الله ﷺوفرمایل. (لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّی یَمُرْ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلُ فَیَقُولُ یَا لَیْتَنِی مَکَانَهُ) قیامت تر هغه پورې نه راځي ، تر څو چې داسې وخت نه وي راغلى ، چې یو سړی به د بل په قبر تیریږي ، او وایي به کاشکې زه د دې قبر واله پر ځاى وای.
له ابوهریره رضى الله نه یو بل حدیث روايت دی ،
چې رسول الله ﷺ وفرمایل. وَلَیْسَ بِهِ الدَّینُ اِلَّاالْبَلَاء) هغه به د دیندارۍ له امله نه وايي بلکې د سختۍ له امله به وايي. د حذیفه رضى الله عنه نه روایت دی ، چې رسول الله ﷺفرمایلي دي (یَاْتِی عَلَی النَّاسِ زَمِانَّ یَتَمَنَّونَ فِیهِ الدَّجَالَ قُلْتُ یَا رَسُولَ الله! بِاَبِی وَ اُمَّی مِمَّ ذَاکَ؟ قَالَ:مِمَّا یَلْقَوْنَ مِنَ العَنَاءِ وَالعَنَاء) په خلکو به داسې وخت راشي ، چې د دجال د راوتلو آرزو به کوي ، ما وویل : اې د الله رسول ﷺ !
زما مور او پلار ستا نه قربان شه ، دوى به ولی ي دا آرزو کوي ؟ ویې فرمایل : د سخت تکلیف له امله.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب