د سیکولرانو د اعتراضو په اړه ځينې ځوابونه

اکثره وخت سیکولران زموږ په مقدس جهاد اعتراضونه او نيوکې کوي، ترڅو زموږ عوام الناس وروڼو ته ذهنو کې شکوک پيدا کړي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

① هغوی وایي د نوح علیه السلام زوی کافر و، خو نه يې واژه!

② دا هم وايي چې د لوط علیه السلام ښځه کافره وه، خو نه يې وژله!

③ دا هم وایي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ابو طالب کافر و، خو نه يې واژه!

④ او دا خبره خو يې بیخې لا ګرمه کړې ده چې وايي محمد صلى الله عليه وسلم ټول منافقین پېژندل، خو نه یې وژل!

⑤ اوس په دې نه پوهېږم چې ولې طالبان حکومتي چار واکي وژني؟

ځوابونه:

اول خو دې ته راځو چې هغوی ولې هغه کسان نه وژل؟

د جهاد مطلب اومقصد دا دی، چې په ټولنه کې د فساد او فتنه ختمه شي او د الله تعالی بندګان په ارامه او سوکاله په فضاء کې ژوند وکړي.

ځينې مفسدين اوفتنه ګر خلک چې نه اصلاح کېږي او په ځمکه کې فساد خپروي، د هغوی ختمول اړين دي، دا ډول مفسد وګړي الله تعالی کله په خپلو عذابونو باندې له منځه وړي او هلاکوي يې، کله يې د خپلو ځينو نورو صالحو او مؤمنو بنده ګانو لخوا د مقدس جهاد په ترڅ کې ختموي او ټولنه ورڅخه پاکوي.

يو څو بېلګې يې په لاندې ډول دي:

① د نوح عليه السلام زوی یې په طوفان کې يې هلاک کړ.

② د لوط عليه السلام ښځه یې له نورو کفارو سره په داسې عذاب کې هلاکه کړه، چې په ټولو يې ځمکه په بل مخ واړوله.

③ رسول الله چې خپل تره ابو طالب نه واژه، هغه ځکه چې نوموړي د اسلام او مسلمانانو په وړاندې خنډونه نه جوړړول او مسلمانانو ته يې کوم زیان نه و اړولی، که څه هم هغه وخت جهاد نه و فرض شوی، خو نوموړي د اسلام د پرمختګ هیڅ مخينوی نه و کړی.

دا هم ولولئ  د شهید او شهادت ورځ…!!

همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو تره ابو لهب چې د اسلام او مسلمان لپاره هر ډول ستونزې او مشکلات جوړول او ډېر مضر او خطرناک و، نو الله جل جلاله پرې مرض ولګاوه او مړ شو.

④ او دا خبره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم منافقین پېژندل خو نه يې وژل، د دې وجه په لاندې ډول وه:

(اول) هغه وخت کې اسلام تازه پیل شوی و، د جهاد حکم نه و راغلی.

(دویم) امام مالک رحمه الله په دی اړه فرمايي: په هغه وخت کې د مسلمانانو کمی و، که چيرته رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه منافقین وژلي وای؛ نو بیا به کفارو او مشرکینو هغه کسانو ته ویل چې هغوی تازه اسلام قبلاوه، چې ګورئ اسلام مه راوړئ؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه نورو خپلو ملګرو پورې تنګ راغلی او وژنې يې، نو که تاسو هم ایمان راوړئ کیدای شي چې تاسو هم ووژني.

⑤ اوس په دې نه پوهېږو چې ولې طالبان حکومتي مفسد چارواکي وژني؟

د دی لپاره خو بې حده زیات دلایل دي، که زه يې په ليکلو پيل وکړم، نو پرې ستړی به شم او لوستونکي به يې په لوستلو ستړی شې، خو صرف له قرآن کریم څخه به درته دوه واضحه دلایل ذکر کړم او همدارنګه به درته دوه نقلی او عقلی دلایل هم ذکر کړم، نو که د سيکولرانو په سر کې لږ عقل وي، ورباندې پوی به شي.

دا هم ولولئ  دبصیرت اوعزم سالار ملا اخترمحمد منصور (رحمه الله) د شهادت د۳ تلین په پار

له قرآن کریم څخه دلایل:

(۱) ياأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصارى أَوْلِيَآءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّلِمِينَ [سُورَةُ المَائدة: 51]

ژباړه: اې مؤمنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ، دوى په خپلو منځو کې سره ملګري دي او كه له ستاسي څخه څوك هغوى خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هماغو کې شمېرل کیږي. په دي کې شك نشته چي الله ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخې كوي!

نو ځکه یې وژني چې:

(۲) لَّا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكافِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَمَن يَفْعَلْ ذلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِى شَىْءٍ [سُورَةُ آل عِمرَان: 28]

ژباړه: مؤمنان دي هیڅكله داسې نه كوي چي مؤمنان پرېږدي او له كافرانو سره ملګرتيا او دوستي وکړي، څوك چي داسې چلند وکړي، د هغه له الله سره هیڅ اړیکه نشته.

او داهم نقلي او عقلي دلایل:

(۱) طالبان ځکه حکومت چارواکي وژني چې دوی د هیواد په اشغال کې له کفارو سره مرسته وکړه؛ نو په دې ظلم کې شریک او همغږي او د هیواد پر اشغال باندې راضي دي.

تاسو وينئ چې د دوی مرسته او ملګرتیا له کفاروسره د دې باعث ده چې د هیواد اشغال او پر افغانانو باندې ظلم وحشت او بمباري دوامداره شوه.

(۲) طالبان ځکه حکومتي چارواکي وژني چې دوی اشغالګرو ځواکونو سره یو ځای د مجاهدينو په وړاندې جنګېږي، په هیواد کې غربي کلتور او عنعنات رائج کوي او د اسماني قانون پر ځای کفري قوانين پلي کوي.


لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب