د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول او د قرباني څاروی
د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول :
که د چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بي پروايي وشي ، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي . که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي ځکه چې صدقه يو ډول عبادت ده او قرباني بل ډول عبادت ده ، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي ، نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحيح کيږي.(۲۳)
د قربانۍ څاروی:
په شريعت کې د قربانۍ څاروي دوه ډوله دي:
۱- کوچني څاروي لکه وزه )بزه( او پسه چې د يوه کس له لورې قرباني کېداى شي.
۲- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې د اوو کسانو له لورې قرباني کېداى شي.(۳۶)
او له دې پرته په نورو حيواناتو لکه وحشي څاروي ، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي .
- غوا او ګامېښه بايد دووه کلنه وي.
- اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي .
- وزه او پسه بايد يوکلن وي.
- که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې کم وي قرباني کول يې روا نه دي(۳۷).
- که مرغومى له يو کال څخه کم وي نه قرباني کيږي، خو که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي بيا قرباني کېداى شي(۳۸).
- که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، دقربانۍ پلورنکى ووايي چې د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم د څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.