
د قرآنکريم زده کړه او یادول؛ زه کولای شم!؟
قرآن کریم د الله سبحانه وتعالی هغه سپېڅلی کتاب دی، چې د فضیلت او اهمیت لپاره به دلته یواځې دومره ووايم، چې نن عصر کې نه پیغمبر شته او نه هم وحی، ځکه چې د پیغمبرۍ او وحی سلسله د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره ختمه شوې ده. نن عصر د الله تعالی او د مخلوق ترمنځ د ارتباط وسیله یواځې قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي.
څوک چې قرآن لوستلای شي، هغه دې کوښښ وکړي چې قرآن په ښه شان د تجوید سره تلاوت کړي.
او څوک چې قرآن نشي لوستلای او عمر یې زیات وي، هغه دې هېڅکله دا فکر نه کوي، چې زه اوس قرآن نشم زده کولای؛ دا هسې شيطاني وسوسې دي. الله سبحانه وتعالی قرآن کریم د خپلو بندګانو لپاره اسان کړی دی.
لکه چې فرمایي:
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ (القمر: ۱۷)
ژباړه: او یقیناً مونږ قرآن د یادولو، زده کولو او پند اخیستلو لپاره اسان کړی دی؛ نو آیا شته څوک زده کوونکی، یادوونکی او پند اخیستونکی؟
مونږ وینو چې ډېرو کوچنيو ماشومانو ټول قرآن حفظ کړی وي، آیا بل کتاب به داسې اسان او مکمل یاد کړای شي؟
ماشوم چې په واړه بدن، واړه دماغ او وړه ژبه ټول قرآن یادولای شي، آیا تاسې یې په لوی او بشپړ بدن، دماغ او پوره ژبه یوازې له مخه نشئ زده کولای؟
بلکې هر کله چې وغواړئ، زده کولای یې شئ.