د قرآنکريم د تلاوت په وخت کې حرکت يوې او بلې خواته ښورېدل څه حکم لري؟

د قرآن کریم د تلاوت پر مهال ښورېدل:

د قرآن کریم د لوستلو په وخت کې ښي او چپ طرف ته حرکت او کږېدل باک نه لري، ځکه دا عبادت نه دی چې بدعت وشمېرل شي، بلکې دا د ځینو خلکو عادت دی. هغه څه چې له هغو څخه منع شوي، په دین کې بدعت کول دي.

پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم فرمایي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ»
یعنې: «هر څوک چې زموږ په دین کې نوی شی پیدا کړي، کوم چې په دین کې نه وي، مردود (رد شوی) دی.»

(د علمي څېړنو او افتاء دايمې ټولنه ۴/۱۱۶)

مګر ځینې عالمان بیا په دې نظر دي چې داسې حرکات د قرآن کریم له ادب او احترام سره مناسب نه دي، بلکې واجب ترک دي، چې په دې اړه اوږده بحثونه شوي، هغه دلته نه ځاييږي.

و الله تعالی أعلم
و بالله التوفیق، و صلی الله علی نبینا محمد و آله و صحبه و سلم


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب