د فرعون د لور سر ګومنځوونکې …تاریخ کې یې نوم نشته خو کړنه یې شته

 

یوه ورځ د فرعون د لور خادمې چه همیشه به یی سر ورته ګومنځولو د ګومنځولو په وخت ترې ګومنځه ولویده نو کله چه یې د ګومنځې د راخیستلو هوډ وکړ او ورکږه شوه نو ویی ویل [بسم الله] په نوم د الله سره یې را اخلم… د فرعون لور ورته وویل پلار مې یادوې نو دې مسلماني ښځې ورته وویل چه نه  هغه څوک یادوم چه زما رب دی ستا او ستا د پلار هم رب دی، د فرعون لور ددې خبري په اوریدلو سره لاړه او خپل پلار یې خبر کړ، فرعون چې د خدايي دعوه یې کړې وه بل رب یې نه مانه مسلمانه ښځه یې راوغوښتله او ترې ویې پوښتل ستا رب څوک دي؟ هغې وویل زما او ستا رب یو الله دی، فرعون امر وکړ چې یو غټ دیګ کې دې غوړي ګرم کړاي شي همداسې وشول بیا یې ددې مسلماني ښځې درې واړه بچي چه یو یې تي خور ماشوم هم و حاضر کړل لومړی يي مشر بچی راوستلو او د دیګ په سر يې ونیولو بیا فرعون دې ښځې ته وویل چې رب دې څوک دی؟ هغې وویل زما او ستا رب الله دی نو ددې سره یې ددې ښځې مشر بچی په دیګ کې وغورځولو تر دې چې غوښې یې وشړیدلي او هډوکي یې سر ته را پورته شول بیا یې ورته دویم بچې را ونیولو او دیته یې وویل چې رب دې څوک دی؟ ویې ویل زما او ستا رب الله دی نو دا يې هم د مخکیني په څیر په غوړو کې سور کړ بیا یې هغه تي خوري ماشوم چې مور ته ډیر ګران هم وو راوستلو او دغوړیو دپاسه يې ونیولو بیا یې ترې پوښتنه وکړه ستا رب څوک دی؟ نو ښځه غلې شوه او هیڅ یې هم ونه ویل او په خپل بچي یې زړه وسوځیدلو نو الله تعالی تي خوري بچي ته وحي وکړه چې خبرې وکړي خو دغه خبرې بغیر له مورڅخه یې بل چا وانه وریدلې داسې یې وویل: مورجاني مه ویریږه او داسې ووایه چه زما او ستا رب الله دی ځکه ته په حقه یې او حق ویونکې یې، همداسي یې وکړل او په پوره زړورتیا یې فرعون ته وویل زما او ستا رب الله دی نو تي خور بچې یې هم غوړو کې وغورځولو ټول مړه شول او هډوکې یې په یوه لرې وادي یاغونډۍ کې وغورځول.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پورته اسمانونو ته ختلو نو جبریل علیه السلام هم ورسره مل وو نو په همدې غونډۍ تیریدل ډیره ښکلې خوشبویې لکه د عنبرو حس کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم له جبریل څخه وپوښتل دا ښکلې خوشبو د څه شي ده؟ جبریل علیه السلام وفرمایل: دا خوشبو د فرعون د لور د سرګومنځونکې ښځې او د هغې د اولادونو د هډوکو ده.

رښتیاهم چې ایمان ستره قربانې غواړي.

الله دي مونږ ټول دکلک ایمان خاوندان کړي .

وصلی الله علی نبینا محمد وعلی آله وصحبه وسلم

ژباړه: عاطف صاحبزاده

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب