د فرعون او دده د لښکر هلاکېدل
فرعون دالله جل جلاله درسول او دالله جل جلاله دکليم موسي علیه السلام سره په عناد او کفر کي پاته سو کوم اخطارونه چي ده ته ورکړل سوه ده ته يې هيڅ ګټه ونه کړه په همدې وخت کي الله جل جلاله موسي علیه السلام ته امر وکړ، چي يوه شپه ټول بني اسرائيل سره رايوځاى کړه ټول دشپې دمصر څخه ووزئ او دفلسطين لوري ته ولاړ سئ.
موسي علیه السلام دخپلو ملګرو سره يوځاى دمصر څخه وتلو ته اماده سو. دده سره دخپل قوم څخه دسپين ږيرو پرته شپېته زره جنګيالي وه . موسي علیه السلام دخپل قوم سره يوځاى يوه شپه دمصر څخه وواتى دسور سمندرګي پر لوري وخوځېدئ ده او دده ملګرو په ډېره چابکۍ سره مزل کاوه . سهار چي فرعون دخوب څخه راپورته سو نه موسي علیه السلام سته او نه يې قوم سته ، ښار ددوى ټولو څخه خالي دئ نو دستي يې داسانو يو سيل برابر کړ، څو بني اسرائيل بېرته ونيسي ، دومره لوي لښکر يې برابر کړ، چي داسي ويل سوي دي چي په دغه فوج کي سل زره اسان وه او دټول فوج شمېر يې تر يو ميلون اوشپېتو زرو پوري رسېدئ په بني اسرائيلو پسي راوان سول دابل سهار په بني اسرائيلو پسي ورسېده دومره سره نژدې سوه چي دواړو ډلو يو دبل سره ليدل . بني اسرائيلو چي دفرعون فوج وليدئ خپل هلاکت يې يقيني وباله ځکه ديوې خوا درياب مخته ورته راغلى او دبلي خوا دفرعون فوج ورته راورسېدئ دوى يوازي دخپل هلاکت لپاره څو شيبې پاته بللې په همدغه وخت کي يې په فرياد کولو لاس پوري کړ، او نارې يې کړلې چي اې موسي! دفرعون فوج موږ ته راورسېدئ.
موسي علیه السلام ددوى څخه بېره ليري کړه ، دوى ته يې ډاډ ورکړ او په دغه وخت کي يې خپله لکړه راوايستل درياب يې په وواهه په درياب کي کوڅې جوړي سوې ، څپې ،څپې سو هره څپه يې دومره لويه وه لکه غر او په اوبو کي دننه دغه کوڅې وچي سوې . بني اسرائيلو چي دالويه معجزه وليده چي بيخي عقل ورته حيرانيږي نو ډېر خوشاله سوه او په چابکۍ سره ددرياب په منځ کي په دغه کوڅو کي روان سوه ټول بني اسرائيل ودغه درياب ته ورننوتل آن تردې چي تر ټولو وروستى کس دبني اسرائيلو لاهم درياب ته ورننوتى ، فرعونيان هم په دوى پسي ورورسېده فرعونيان په درياب نه وه ورګد سوي چي موسي علیه السلام اراده وکړه څو درياب په لکړه ووهي چي درياب بېرته خپل حالت ته وګرځي الله جل جلاله امر ورته وکړ، چي درياب پر خپل حال باندي پرېږده ستا خداى جل جلاله دغه فرعونيان په دغه درياب کي غرقوي لکه الله جل جلاله چي يې بيان کوي اوفرمايي :
وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا إِنَّهُمْ جُنْدٌ مُغْرَقُونَ (24) (سورة دخان الاية ٢٤)
ژباړه : درياب پرېږده ارامېدو ته بېشکه دا يو داسي لښکر دئ چي غرقيږي.
فرعون چي درياب ته راورسېدئ دا حالت يې وليدئ چي بني اسرائيلو ته درياب لار ورکړه په سخته وېره کي ولوېدئ ، ددرياب پر څنډه باندي ودرېدئ زړه يې نه سواى کولاى چي په هغو کوڅو ورګډ سي په کومو چي بني اسرائيل ورګډ سوي وه بيا هم دچلاکۍ څخه يې کار واخيستى خپل لښکر ته يې ډاډ ورکړى په لوړ اواز يې وويل : تاسو وګورئ ! تاسو ته څنګه درياب لار درکړه چي خپل غلامان ونيسئ هغه غلا مان چي زموږ داطاعت څخه يې سرغړونه کړې ده او بېرته يې دځانو سره بوزئ زه پردې باور لرم چي موږ به بني اسرائيل نيسو او ټيټي سترګي به يې بېرته خپل ښار ته بيايو، فرعون خپل لښکر ودرياب ته رهنمايي کاوه څو هغه په درياب ورننوځي اوخپله نه ورننوتى غوښتل يې چي ځان ته ددې تکتيک په مټ نجات ورکړي خوخبره هغسي نه وه ځکه دده دهلاک وخت ډېر نژدي وو.
په دغه وخت کي يوه ملائکه راغلل دفرعون آس يې ددرياب لوري ته رهنمايي کړ، دده اس په درياب ننواى دى يې هم ورسره کش کړ، لښکر چي دى وليدئ هغو زړه وکړ، په درياب ورننوتل ، کله چي دفرعون ټول لښکر په درياب ورننواتى الله جل جلاله موسي علیه السلام ته امر وکړ، چي درياب په خپله لکړه ووهي چي بېرته خپل حالت ته رد سي او هغه کوڅې چي پکښي جوړي سوي وې هغه بندي سي . موسي علیه السلام درياب په لکړه وواهه درياب بېرته خپل حالت ته رد سو ټول فرعونيان يې غرق کړه ، الله جل جلاله يې داسي بيان کوي:
فَأَتْبَعُوهُمْ مُشْرِقِينَ (60) فَلَمَّا تَرَاءَى الْجَمْعَانِ قَالَ أَصْحَابُ مُوسَى إِنَّا لَمُدْرَكُونَ (61) قَالَ كَلَّا إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ (62) فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ (63) وَأَزْلَفْنَا ثَمَّ الْآخَرِينَ (64) وَأَنْجَيْنَا مُوسَى وَمَنْ مَعَهُ أَجْمَعِينَ (65) ثُمَّ أَغْرَقْنَا الْآخَرِينَ (66) (سورة شعراء الايات ٦٠ الي ٦٦)
ژباړه : فرعونيانو چي بني اسرائيل تعقيب کړه چي بېرته يې دځان سره بوزي . کله چي فرعونيان او بني اسرائيل سره يوځاى سوه . دموسي علیه السلام ملګرو وويل : موږ نيول کيږي . موسي علیه السلام ورته وويل : هيڅکله داسي نه ده زما سره زما رب دئ تاسو ته به لاره وښيي . نوموږ موسي علیه السلام ته وحي وکړې چي په خپله لکړه باندي درياب ووهه . و درياب وچاودى هره څپه يې لکه غر داسي سوه بيا مو فرعونيان ورته رانژدې کړه ، موسي علیه السلام او دده ملګرو ته مو نجات ورکړ، بيا مو هغه نور غرق کړه.
دفرعون ټول فوج غرق سو البته فرعون چي کله ددرياب څپو واخيستى او دمرګ وخت ته نژدې سو نو ايمان يې راوړى او خپل اسلام يې اعلان کړ، لکه الله جل جلاله چي بيان کوي :
إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ (90) آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ (91) (سورة يونس الايتان ٩٠ ،٩١)
ژباړه : کله چي فرعون غرقېدو ونيوئ ، وې ويل : زه ايمان راوړم چي بل خداى جل جلاله نسته پرته له هغه خدايه چي بني اسرائيلو ايمان پر راوړى دئ او زه دمسلمانانو څخه يم.ده ته وويل سوه : اوس ايمان راوړې مخکي دي نافرماني کول او ته دمفسدانو څخه وې.
دده ايمان ده ته هيڅ ګټه ونه کړه بلکي دخپلو ملګر سره دجهنم سختو عذابونو ته وصل سوه چي بياخلاصون ځني نسته.