اصطلاح څه ته وايي؟

د اصطلاح تعریف:

بل تعریف دی:
هره ګړه یا وییکه چي بېله خپله اصلي مانا څخه بله مجازي مانا هم ولري نو و دغي ته اصطلاح وایي. اصطلاح ځیني «دود» هم ماناکوي. په پښتو کي ئې لیکینه (استلا) ده او فونېم (Phonem)ئې په ګړدود کې دغسي اورېدل کیږي، چي لیکل کیږي. لکه چي وايي: داپه موږکي« استلا» نه ده؛ یانې: داپه موږکي دود نه دی. یابله بولګه: داپه موږکي اصطلاح نه ده،چي «زوم» دي د«ناوي» لاس مچ کي. حمیدماشوخېل وایي:
د مکتب له اصطلاح بې خبر ښکلی
د غونچې په څېر خاموش پاتي شو غلیاوس ګورو د پښتو په ژبه کي اصطلاحګاني. د ساري په توګه «ګَرمّ»دګرم اصلي مانا په عربي ملامت،په پاړسي کي ورته سرزنش وايي اوپه پښتوکي ورته پړ وایي.خوشال بابائې پخپل شعرکي په آري مانائې پکاروړي. لکه چي وایي:
څوک دي ئې ګرم او ملامت نه کا
يوه بلا ئې تر تندي تېره ده

حمید ماشوخېل ئې هم په اصلي مانا پکار وړي. اووایي:
صبا ورځ به ئې لغته په شا وخوري
مه شه نن په یوه سوک وچاته ګرم

د«ګرم»اصطلاحي مانائې ده: خاطر،پروا. دالنډې ګورو،چي وایي:
ژړا مي نه ده په چا ګرمه
خوشي ګرېوان په او ښکو ولي لنده ومه
دلته وایي: په ژړامي دچاپروانه کیږي یاڅوک نه په خوبدی کیږي؛ نو ولي ناحقه ګرېوان په اوښکو لوندکم.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب