د عيسى علیه السلام زېږد
داخبره مشهوره ده چي عيسى علیه السلام په بيت اللحم کي زېږېدلى دئ . مريم رضی الله عنها دقوم دويري څخه دخپل قوم له منځه څخه راووته بيت المقدس ته راغله . عيسى علیه السلام دزېږد قصه الله جل جلاله په قرآنکريم کي بيان کړې ده چي خلاصه يې په لاندي ډول ده :
کله چي دمريم رضی الله عنها دحمل مده پوره سوه په داسي حال کي چي دا په بيت اللحم کي وه دردونه يې پيدا سوه آخر يې دردونه زيات سوه دومره زيات سوه چي دايوې وچي درختي ته راغله او هغې درختي ته يې څنګ واچوه بالاخره عيسى علیه السلام وزېږېدى ، دې ډېر تاسف کاوه چي خلګ به پرماباندي بد ګومان کوي نو ځکه ډېره غمجنه وه او دډېره غمه يې ويل : کاشکي زه تردې زېږد وړاندي مړه واى او يا ايره ، ايره سوې واى ، ددې داغوښتنه له دې وجهي څخه وه چي دې دخپل دين سره کامله مينه درلوده دې ته خپل ديني ارزښت ترژوند خوښ وو نو ځکه يې دمرګ هيله کول او دايې نه خوښول چي خلګ ددې په وړاندي بدګوماني وکړي او يا دا ديوه ناوړه عمل مرتکبه وبولي.
مريم رضی الله عنها چي کله يو پاک او سپېڅلي زوى وزېږوى هغه درخته چي دې تکيه ورته وهلې وه وچه کله درخته وه هيڅ ډول مېوه يې نه درلوده دالله جل جلاله په قدرت سره هغې درختي مېوه او تازه خرماوي وکړې ، ددغه درختي وڅنګ ته هيڅ ډول اوبه نه وې دالله جل جلاله په قدرت سره په دغه ځاى کي جاري او رواني اوبه پيدا سوې داټول اکرامات الله جل جلاله مريم رضی الله عنها ته ددې پر کامل دين او صلاح باندي ورکړل.
عيسى علیه السلام دسې شنبې په ورځ دډسمبر دمياشتي پر ٢٤ نېټه پيدا سو يعني درسول الله صلی الله علیه وسلم دپيدايښت ٦٠٠ کلونه وړاندي.
مريم رضی الله عنها خپل زوى پر لاسو باندي راو خيستى دخپل قوم وخواته راروانه سوه قوم چي يې دالوى ، نايابه او عجيب کار وليدئ ډول ، ډول فکرونه او ګومانونه ورته پيدا سوه چابه ويل : مريم رضی الله عنها يوه پاکه اوسپېڅلې ښځه وه واده يې هم نه وو کړى څنګه يې زوى وزېږېدئ ؟ چابه ويل : مريم رضی الله عنها ديوې پاکي ، شريفي اوعزتمني کورنۍ څخه وه ، پلار يې عمران ډېر بزرګ او صالح انسان وو ، ددې کورنۍ ټول علماء رئيسان او عزتمن خلګ وه دې څنګه دا سي ناوړه عمل ترسره کړي دئ چي دنکاح پرته يې زوى پيدا سوى دئ؟ مريم رضی الله عنها ددوى دپوښتنو په جواب کي چوپ پاته سوه خپل ماشوم ته يې اشاره وکړه چي ددغه ماشوم سره خبري وکړئ کوم اتهامات اوتورونه چي تاسو پرما لګوئ دهغه جواب به دغه ماشوم درکړي ، داسي ماشوم چي تر اوسه لاپه ځانګو دئ خبري کوي او ددوى سوالو ته جواب وايي دا ددې پر برائت اوسپېڅلتيا باندي څرګند ثبوت دئ. الله جل جلاله ددې واقعه داسي بيان کړې ده :
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا (22) فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَنْسِيًّا (23) فَنَادَاهَا مِنْ تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا (24) وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا (25) فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا (26) فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا (27) يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا (28) فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا (29) قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (30) وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَمَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا (31) وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا (32) وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا (33) (سورة مريم الايات ٢٢ الي ٣٣)
ژباړه : مريم رضی الله عنها حمل داره سوه نو دايو وتلي ځاى ته ولاړه نو دې ته دزېږد درد پېښ سو تر يوې درختي لاندي ، دې وويل : کاشکي زه تردې زېږد وړاندي مړه واى او يا زه ايره ، ايره واى ، نو موږ تردغه درختي لاندي اواز ورته وکړ: ته غم مه کوه ستارب تر تا لاندي وياله بهيوي او دخرما ددرختي ښاخونه وښوروه پر تابه لندې خرماوي دستي راتوى سي نو ته خوراک کوه ، څيښل کوه او په خپل اولاد سره سترګي يخوه که تايوڅوک وليدئ ته ورته وايه چي ما دالله جل جلاله درضا لپاره روژه نذر کړې ده زه نن ورځ دهيچا سره خبري نه کوم . بيا يې قوم ورته راغلى او ورته وې ويل : اې مريمي ! تا په يوه ناوړه کار سره راتګ کړى دئ ، اې دهارون خوري ! ستا پلار ناوړه سړى نه وو او نه دي مور نافرمانه ښځه وه ؟ دې خپل ماشوم زوى ته اشاره وکړه چي ددغه ماشوم سره خبري وکړئ دوى ورته وويل : موږ څنګه ددې ماشوم سره خبري وکړو حال داچي هغه ماشوم په ځانګو کي دئ . ماشوم خبري پيل کړې او وې ويل : زه دالله جل جلاله بنده يم الله جل جلاله ماته کتاب راکړى دئ او زه يې نبي ګرځولى يم. زه يې مبارک ګرځولى يم هر چيري چي زه يم . زه په لمانځه او زکات سره توصيه کوم ترڅو چي زه ژوندى يم زه به دمور سره نېکي کوم او زه يې نافرمانه اوسرکښ نه يم ګرځولى ، سلام دي پرما وي په کومه ورځ چي زه زېږېدم ، په کومه ورځ چي زه مرم او په کومه ورځ چي زه بېرته ژوندى کېږم.