د عمر رضی الله عنه د معسکر وتلی اتل “عبد الله بن حذافة” وپېژنئ!

 

سیرت لیکي، چې د اسلام دوهم خلیفه(عمر رضی الله عنه) د “روم” پر لوري خپل لښکر وخوځاوه، له دښمن سره جګړه پیل شوه، په نیښته کې وتلی اتل”عبد الله بن حذافة”- رضی الله عنه- د دښمن په لاس اسیر شو. سمدستي لاس تړلی د خپل پاچا په وړاندې راویستل شو، ورته وویل شو: دا د”محمد”(صلی الله علیه وسلم) ملګری دی. یاد پاچا ورته کړه:

کولای شې، چې د “نصرانیت” دین ومنې او په بدله کې یې نیمه پاچایي تر لاسه کړې؟!

هغه مبارک ورته کړه: که ستا او د ټولو عربو شته دولت او پاچایي راته راکړې؛ بیا هم یوه شیبه له محمدي دین نه، نه اوړم!

هغه ورغبرګه کړه: که خپل دین ته شا نکړې نو وبه دي وژنم؟

هغه مبارک یې په ځواب کې وویل: ته او خپله کړنه!

هغه امر وکړ: پانسۍ ته یې وخېژوئ! هغوی همداسې وکړل، ویشتونکې یې وګمارل، چې له نږدې یې په نښه کړي؛ خو یاد اتل له مرګ نه ونه وېرېد، له دین نه پر شاتګ ورته هیڅ د منلو نه و. بیایې ترې یاده غوښتنه وکړه؛ خو هغه مبارک خپل دریځ بدل نه کړ، را ښکته یې کړ، لښکر ته یې سفارښتنه وکړه: یوه کټوه له اوبو ډکه کړئ ترڅو ښه جوش شي. هغوی همداسې وکړل. یاد پاچا دوه مسلمان اسیران(بندیان) راویسته، د یوي په ور اچولو یې امر وکړ، هغه یې ور واچاوه. یاد اتل ته بیا د تېر په څير وینا ور غبرګه شوه؛ خو هغه له خپل خلیلي هوډ نه وانه وښتل. څه مهال وروسته یاد اتل په ژړا پیل وکړ، پاچا له یادې کیسې نه خبر کړل شو. هغه سفارښتنه وکړه: دلته یې راولئ، هغوی راویستل.

پاچا ورته کړه:

ولي ژاړې؟!

هغه مبارک وویل: یوه ساه لرم په څو شېبو کې به رانه بېله شي، کشکې! د تن د ویښتانو په څېر ارواوې مې درلودای او واړه دالله پاک په لاره کې په اور وریتې شوې وای؟

یاد ظالم ورته وویل: کولای شې زما سر ښکل کړې او ځه دي له بنده خوشي کړم؟

هغه مبارک ورته کړه: هوکې؛ خو د ټولو اسیرانو په ګډون؟

هغه وویل: هو،

دهغه پاچا سر یې ښکل کړ، د ټولو اسیرانو په ملتیا د عمر(رضی الله عنه) په وړاندې حاضر شول، هغه(رضی الله عنه) یې له تېرې ماجری(کیسې) نه خبرکړ، یاد خلیفه سفارښتنه وکړه: ټول باید د یاد اتل(عبد الله بن حذافه) سر ښکل کړو، پیل له مانه دی. هغه مبارک لومړی شخص وو، چې د یاد اتل سر یې ښکل کړ. رضی الله عنهم اجمعین

مأخذ: [سير اعلام النبلاء].

کتاب: سیر اعلام النبلاء

لیکنه او ژباړنه: م. حمد الله(دانشمند)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب